• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ظاهر قدیر خپلوان وايي چې د نوموړي محاکمه ځنډېدلې ده

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۰ GMT+۰

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د نوموړي راتلونکې محاکمه له ځنډ سره مخ شوې ده. د قدیر د کورنۍ په وینا، د هغه د محاکمې په اړه څو ځله نېټې اعلان شوې خو لا نه ده ترسره شوې او بیا هم یوه نیمه میاشت وخت ورکړل شوی دی.

د روان کال د غويي په میاشت کې ټاکل شوې وه، چې د پخوانۍ ولسي جرګي د غړي عبدالظاهر قدیر محاکمه، چې څه موده وړاندې د کینیا د نایروبي پولیسو له لوري نیول شوی، په نایروبي کې پیل شي، خو د قدیر کورنۍ ویلي و، چې محاکمه یې ځنډېدلې ده.

د عبدالظاهر قدیر د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« وکیل مو ورته نیولی دی، نن یې محاکمه وه، خو وځنډیدله. وکیل سره موږ په اړیکه کې یو، وکیل خپله پوره هڅه کوي چې همدلته یې محاکمه وشي او امریکا ته له انتقال پاتي شي.»

د عبدالظاهر د کورنۍ غړي او وکیل یې هڅه کوي د نوموړي محاکمه په کینیا کې ترسره شي.

عبدالظاهر قدیر د تېر کال ۲۰۲۵ په اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

رپوټونه وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په خیبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې خلاف لاریون شوی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۱ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره سوله‌ییز لاریون شوی. لاریون والو «موږ په دواړو هېوادونو کې امن غواړو، جنګ بربادي ده او امن خوشحالي ده» شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ تر ټولو زیات د د کرښې په دواړو غاړو کې پر پرتو خلکو اغېز کړی دی.

هغوی زیاته کړې چې جګړه د هېڅ ستونزې حل نه دی بلکې له دې سره به په سیمه کې بې‌ثباتي او ستونزې نورې هم زیاتې شي.

لاریون والو د پاکستان له حکومت او طالب چارواکو وغوښتل چې روانه لانجه ژر تر ژره د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

دوی ټینګار وکړ چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره به خپل غږ پورته کوي.

په لاریون کې د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو استازو تر څنګ د سیمې مشرانو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و.

لاریون د لنډي کوتل بازار له باچا خان چوک څخه پیل شو او ددغه بازار تر پریس کلب پورې وغځېد.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اته ورځنۍ جګړې کې د کرښې په دواړو غاړو کې ګڼ خلک له خپلو سیمو نه بې ځایه شول او یو شمېر ووژل شول او ټپیان شول.

د یوناما د یوه رپوټ له مخې، په افغانستان کې ددې جګړې له امله لسګونه ملکي کسان وژل شوي او په لسګونو زره نور له خپلو سیمو نه بې ځایه شوي دي.

دغه راز د خیبر ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ د جګړې له ویرې له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي.

د دواړو خواوو ترمنځ له تېرو دوو ورځو راهیسې پر ډیورنډ کرښه جګړې او هوايي بریدونه درېدلي، خو لاهم په رسمي ډول اوربند نه دی اعلان شوی.

د طالبانو د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د امو سیند د ویجاړو څنډو د بیا رغونې طرح تایید کړې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د امو سیند د ویجاړو څنډو د بیارغونې طرحه تایید کړې او ټاکل شوې چې ویجاړې شوې ځمکې بیرته ورغیږي او کرنیز او د مالدارۍ فارمونه او د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې پکې جوړې شي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې طرحې له مخې به لومړی د سیند له امله زیانمنه شوې ځمکه بېرته ورغول شي او وروسته به په یاده سیمه کې کرنیز اود مالدارۍ فارمونه او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د پروسس فابریکې جوړې شي.

د خبرپاڼې له مخې، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به په زیاته کچه باکیفیته کرنیز محصولات تولید شي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امو سیند اوبه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او جوزجان ولایتونو په غاړو کې روانې دي.

د یادو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې تاجکستان او ازبکستان د سیند خپل اړخ کلک ساتلی دی، له همدې امله د امو سیند اوبه په دوامداره توګه یوازې د افغانستان خوا ته خپرېږي او هر کال د دوی سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې وړي او د سیند برخه ګرځي.

طالبان وایي چې د کبانو روزنې په سکټور کې شاوخوا ۱۲ زره کسان په کار بوخت دي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دا مهال په افغانستان کې د کبانو روزنې په سکټور کې شاوخوا ۱۲ زره کسان په کار بوخت دي او دې برخې په وروستیو کلونو کې پام وړ وده کړې ده.

دغه ریاست د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌ لیکلي چې اوس مهال په هېواد کې د کبانو روزنې ۴۶۷۰ فعال فارمونه فعالیت کوي چې کلنی تولید یې نږدې ۱۳ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

همدا راز په دغه سکټور کې ټولټال شاوخوا ۱۲ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د راتلونکو پلانونو له مخې به په هېواد کې د کبانو روزنې لپاره ۷۷۰۰ نوي فارمونه هم جوړ شي، چې ددغه سکټور تولید او د کارموندنې فرصتونه لا زیات شي.

دغه ریاست زیاتوي چې د کبانو روزنې فارمونو په ځانګړي ډول په هلمند، کندهار، ننګرهار، بلخ، کندوز او لغمان ولایتونو کې ډېر وده کړې او د دغو سیمو ګڼ اوسېدونکي پکې په کار بوخت دي.

طالبانو له پاکستان سره په جګړه کې خپل ملاتړي «سیاسي کارپوهان» وستایل

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه غونډه کې د پاکستان او طالبانو د بریدونو په تړاو د رسنیو سیاسي بحثونو کې د خپلو شنونکو فعالیتونه، او رسنوال وستایل. د یاد وزارت مرستیال مهاجر فراهي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې سياسي شنونکو او رسنیو ددوی اوږه په اوږه ملاتړ کړی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه په اېکس کې لیکلي، چې د وروستيو پېښو په لړ کې د رسنیو او سیاسي شنونکو د فعالیتونو ستاینغونډه کې د نشراتي چارو معین مهاجر فراهي ویلي، چې د طالبانو ځواکونو په جګړه کې پر دښمن هدفي بریدونه کول او سياسي شنونکو او رسنیو له دوی سره اوږه په اوږه تبلیغاتي جګړه پرمخ وړله.

مهاجر فراهي ویلی:« موږ او تاسې ټول چې په هره برخه کې مبارزه کوو، بايد د طالبانو درنه او سنګينه پاليسي په نظر کې ونيسو او د پاليسۍ مطابق مخته ولاړ شو، چې اخلاقي نورمونه او اساسات تر پښو لاندې نه شي».

د طالبانو پر شنونکو او پلویانو، په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې نیوکې کیږي، چې اخلاقي نورمونه ډېر وخت په پام کې نه نیسي او د خپلو مخالفانو پر وړاندې ناسمه ژبه کاروي.

مهاجر فراهي ویلي، چې له رسنیو، سیاسي شنونکو، قلموالو مبارزینو او د ټولنیزو شبکو له فعالانو څخه مننه کوي، چې د پاکستان پر وړاندې یې د طالبانو د جګړې ملاتړ کړی دی.

طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي دي او له رسنیو سره یوازې هغه کارپوهان خبرې کولی شي، چې طالبانو معرفي کړي دي.

د طالبانو د روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره پر روغتیايي خدماتو غږېدلی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ایډوین سنیزا سلوادور سره د هېواد په کچه د روغتیايي خدماتو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ، د کب پر ۱۹مه وویل، چې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د پراخېدو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د سرطاني ناروغیو د درملنې او اړوندو خدماتو د پیاوړتیا، او همدارنګه د روغتیايي پروګرامونو د پلي کېدو پر مهال د لا زیاتې همغږۍ او د چارو د روڼتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي نور جلال ویلي چې د عامې روغتیا وزارت ملي پالیسۍ او ستراتیژیک سندونه د وزارت لپاره بنسټیز اهمیت لري او ټولې روغتیايي پروژې او خدمات باید د همدې ملي تګلارو او د خلکو د لومړیتوبونو له مخې تنظیم او عملي شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوې چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ژمنه کړې چې دغه سازمان به د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سره نږدې همغږي وساتي او هڅه به وکړي چې «د وزارت له پالیسیو او لومړیتوبونو سره سم» اړین روغتیايي خدمات تنظیم او وړاندې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان دفتر ددې لیدنې د جزئیات په اړه ه نه دي ویلي.

د افغانستان روغتیايي سکتور په دې وروستیو کې له پاکستان سره د لارو بندېدو او دغه راز د ایران او امریکا-اسراییل د جګړې له امله د درملو او روغتیايي تجهیزاتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.