• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

همت غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، تر څو ازاد ژوند ولري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۰

د همت په نامه د افغان مېرمنو غورځنګ په برازیل کې د برازیلۍ مېرمنو سره په ګډه، د افغان مېرمنو د ازاد ژوند په موخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې. د غورځنګ غړو ټینګار کړی چې افغان ښځې باید د زده‌کړې، کار او بشري حقونو برابر فرصت ولري او د جنسیتي توپیر پر ضد مبارزه دې نړیوال ملاتړ ومومي.

د همت غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، په دې مراسمو کې د ښځو د حقونو فعالانې، د پوهنتونونو او ښوونځیو استادانې او د برازیل عام ولس ګډون وکړ او د افغان ښځو ملاتړ یې اعلان کړ.

اعلامیه کې راغلي:«ښځې د انسانیت ستنې او د ټولنې د عزت، پوهاوي او پرمختګ سرچینه ده. دوی باید د سیاست او نورو اهدافو د وسیلې پر ځای د برابر او کرامت لرونکي وګړي په توګه وپيژندل شي.»

غورځنګ د نړیوالو بنسټونو، د برازیل حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي، د جنسیتي توپیر پېژندنه ومني او د ښځو له اساسي حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

همداراز په اعلامیه کې ویل شوي چې «همت» غورځنګ د مارچ ۸، ۲۰۲۶ ورځ د ښځو د مدني مبارزې، عدالت او برابري لپاره د ژمنې ورځ بولي او یادونه یې کړې چې افغان ښځې هیڅکله د ظلم پر وړاندې خاموشې نه پاتې کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

امسو: په پاکستان کې د افغان ښځینه خبریالانو بندي کول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې یوه افغان ښځینه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو غړو سره په زندان کې ساتل کېږي او ټینګار یې کړی چې دا عمل د بشري کرامت خلاف او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان په اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان خبریالانو روان وضعیت په پاکستان کې خورا اندېښمن دی. په اعلامیه کې راغلي چې د نړیوالو قوانینو سره سره افغانان په پاکستان کې د مجرمانو په څېر چلند سره مخ دي.

امسو زیاته کړې چې د پولیسو له‌خوا د افغانانو نیول او د کمپونو پر ځای زندانونو ته د هغوی لېږدول غیرانساني اقدامات دي. د سازمان په وینا، تر ټولو بوږنوونکې پېښه دا ده چې یوه افغان خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره درې ورځې مخکې د اسلام‌اباد په یو زندان کې بندي شوې ده. د امنیتي دلایلو له مخې د نوموړې خبریالې هویت نه‌دی افشا شوی، خو تر دې مخکې هم یوه بله افغان خبریاله ورته برخلیک سره مخ شوې وه.

سازمان ټینګار کړی چې دا خبریاله او لسګونه نور مسلکي کادرونه د خپل هېواد د ناوړه امنیتي وضعیت او د ژوند د ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې ده، او پوښتنه کوي: «ایا د خپل ژوند د ژغورنې لپاره هجرت کول جرم دی؟»

امسو له پاکستاني حکومت غوښتي چې نیول شوې خبریاله او د هغې کورنۍ سملاسي خوشې کړي او د افغان خبریالانو پر وړاندې ځورونې پای ته ورسوي. همداراز، سازمان له ملګرو ملتونو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو بنسټونو غواړي چې د پناه‌غوښتونکو د حقونو د ساتنې لپاره پاکستاني حکومت باندې فشار راوړي.

اعلامیه پای کې له نړیوالې ټولنې، اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو، رسنیو او د رسنیو فعالانو غوښتنه کوي چې د بې‌عدالتۍ او بندي شویو خبریالانو ستونزې راپورته کړي او د عدالت غږ پورته کړي.

سرچینې: د پاکستان درې کسیزه پلاوی د طالبانو سره په خبرو بوخت دي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۰

کابل کې باوري سرچینو تایید کړې چې د پاکستان درې کسیزه پلاوی د طالبانو سره په خبرو بوخت دی، خو پاکستاني چارواکو د رسمي سفر او د پلاوي د ماموریت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي. بل پلو طالبانو ټینګار کړی چې یوازې د صادقانه نیت په صورت کې به د خبرو میز ته کېني.

رسنیو ته سرچینو تایید کړې چې پاکستاني پلاوی، چې پکې مولوي فضل الرحمن خلیل، مولوي عبدالله شاه مظهر او مولوي ساجد عثمان شامل دي، په کابل کې د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

پاکستاني چارواکو د سمدستي پوښتنو ځواب نه دی ورکړی چې ایا دا پلاوی په رسمي ماموریت افغانستان ته تللی؟ او ددې ترڅنګ د ماموریت محتوا هم نه ده افشا شوې.

د طالبانو نشراتي ادارې المرصاد هم په ایکس تایید کړې چې، د پاکستان پوځ او ادارې د افغانستان د وضعیت له مخې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

المرصاد ټینګار کړی چې طالبان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع ترڅنګ د خبرو دروازې پرانستې ساتلي، خو یوازې هغه وخت به د مذاکراتو میز ته کېني چې د پاکستاني پلاوي نیت صادقانه وي او هڅه د کمزوریو پټولو یا وخت ضایع کولو لپاره نه وي.

علي خېل: په دوحه کې د مذاکراتو بهیر او توافق د ناټو غړو هېوادونو څخه هم پټ ساتل شوی و

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، چې د دوحیې تړون د افغانستان سیاسي حل نه بلکې موخه یې د بهرنیو عسکرو وتل و. نوموړي زیاته کړې چې په دوحه کې د مذاکراتو له بهیر، توافق او هم عسکرو د وتلو د نېټې اعلان، د ناټو د غړو هېوادو څخه پټ ساتل شوي و.

علي خېل د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو له تړون څخه واشنګټن یوازې غوښتل «د یوې بې موخې جګړې څخه چې بریا یې ناشونې» وه ووځي. د نوموړي په خبره له افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو دا ډول وتل د کوم منظم پلان له مخې نه و، بلکه د ناکامۍ او ماتې په مانا وه.

هغه زیاته کړې: «کله چې د دوحې تړون ته اشاره کېږي او د افغانستان د مسایلو لپاره یې اړین بولي، صرف د وخت ضایع کول دي.»

علي خېل اندېښنه ښودلې، چې په ایران کې خطرناکه جګړه ییز وضعیت او د پاکستان سره کړکېچ د افغانستان په اقتصادي، امنیتي شرايطو، بشري ناورین او د افغان کډوالو پر ژوند به مستقیم اغېز ولري.

د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د ټرمپ د لاسوهنې مخه ونیسي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسټرالیا کې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو د پناه غوښتنې ملاتړ وکړ، د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د فوټبال په برخه کې د ټرمپ د «سیاسي لاسوهنې» مخه ونیسي.

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، چې د ایران د فوټبال فدراسیون د ټرمپ څرګندونې «بې حسه» وبللې او هغه یې «په فوټبال کې ښکاره سیاسي لاسوهنه» وګڼله.

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي: «د فوټبال نړیوال چارواکي باید د امریکا د ولسمشر مستقیمو سیاسي مداخله کوونکو څرګندونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا په فوټبال کې د سیاسي لاسوهنې ښکاره بېلګه ده. هغوی باید ژر اقدام وکړي څو دا بهیر دوام ونه مومي».

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، عاطفه رمضاني‌ زاده، زهرا سربالي، مونا حمودي، فاطمه پسندیده او زهرا قنبري چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پنځه لوبغاړې دي د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) د لوبډلې له کمپ څخه تر وتلو وروسته یې په اسټرالیا کې د پناه غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: «اسټرالیا د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو په مجبورولو سره یوه لویه انساني تېروتنه کړې ده».

ټرمپ دا هم وویل چې هغه د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د وضعیت په اړه د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانیز سره خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ سوشل» شبکه کې لیکلي چې هغه دغه مسله تعقیبوي او زیاته یې کړه:«تر اوسه د پنځو کسانو وضعیت ته رسېدنه شوې ده او پاتې نور په لاره کې دي.»

طالبانو په لغمان او پروان کې ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تور نیولي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰

طالبان وايي، په لغمان او پروان ولایتونو کې یې ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو د پېر، پلور، ساتنې او قاچاق په تور نیولي دي. د طالبانو په وینا، له دغو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز مهترلام ښار سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ ۶ کسان یې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تړاو کې نیول دي.

یادو مسوولینو ویلي، له دغو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

له دې سره سم، د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۵ کسان یې د نشه‌يي توکو د ساتنې، قاچاق او کاروبار په تړاو نیولي دي. د یادو مسوولینو په وینا، په دغو نیول شویو کسانو کې ۳ هغه کسان هم شامل دي، چې غوښتل یې یوه اندازه «شیشه او هیرویین» په خپلو بوټونو کې د دغه ولایت زندان ته ولېږدوي.

یادې قومندانۍ همداراز ویلي، د دغه ولایت له سیدخېل ولسوالۍ څخه یې ۶ روږدي کسان هم تر نیولو وروسته د درملنې په موخه په کابل کې د روږدو د ۲ زره بستریز کمپ ته لېږدولي دي.