پوتین د ایران له ولسمشر سره په ټلیفوني خبرو کې د «تاوتریخوالي کمېدو» غوښتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د تاوتریخوالي د ژر کمېدو غوښتنه وکړه. دا ټلیفوني اړیکه وروسته له هغې ټینګه شوه، چې پوتین د دوشنبې ماښام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم ټلیفوني خبرې وکړې.
کرملین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پوتین او پزشکیان د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې. د روسیې ولسمشر یو ځل بیا خپل اصولي دریځ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې په روانو نښتو کې باید تاوتریخوالی ژر راکم شي او ستونزه د سیاسي لارو او خبرو اترو له لارې هواره شي.
په همدې خبرو کې مسعود پزشکیان هم د روسیې څخه د هغه د ملاتړ او بشردوستانه مرستو له امله مننه وکړه.
