اراېساېف: په پاکستان کې درې ښځینه خبریالانې د ښځو ورځې د لاریون د پوښښ پر مهال وهل شوي

د خبریالانو د ملاتړ نړیوال سازمان اراېساېف وایي، د پاکستان پولیسو د ښځو د نړیوالې ورځې د لاریون د پوښښ پر مهال درې ښځینه خبریالانې وهلې او د څو ساعتونو لپاره یې نیولې دي. دغه سازمان یاد اقدام «بې دلیله او تاوتریخجن» بللی دی.
د خبریالانو د ملاتړ نړیوال سازمان اراېساېف په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې د پاکستان پولیسو خبریالانې اسمت جبین، فرحت فاطمه او سهرش قریشي هغه مهال ووهلې او ونیولې، کله چې هغوی د ښځو د نړیوالې ورځې اړوند لاریون ته پوښښ ورکاوه.
د یاد سازمان په وینا، دا درې خبریالانې د څو ساعتونو لپاره توقیف شوې او ورسره ناوړه چلند شوی دی. اراېساېف ټینګار کړی چې د خبریالانو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی او نیونې هېڅ توجیه نه لري.
