• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي څېړونکی: پر طالبانو د واشنګټن فشار له سيمه‌ييزو بدلونونو سره تړاو لري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰

يوه پېژندل شوي امريکايي څېړونکي مایکل کوګلمن ويلي، چې په افغانستان کې پر طالبانو د واشنګټن وروستي فشارونه «حيرانوونکي» ښکاري او ښايي د سيمې له روانو بدلونونو سره تړاو ولري.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امريکا يوه چارواکي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که امريکايي بنديان خوشې نه کړي، له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان يې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې امريکايي وګړي په ناقانونه ډول نيسي او د سياسي امتيازونو په بدل کې يې خوشې کوي.

اوس مهال په دې نوملړ کې يوازې ايران او افغانستان شامل دي.

له دې پرېکړې وروسته يو شمېر امريکايي سياستوالو او چارواکو پر طالبانو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې طالبان امريکايان برمته کوي. د لومړي ځل لپاره يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي طالبانو ته د امريکايي وګړو د بندي کولو له امله د پوځي اقدام ګواښ هم وکړ.

د امريکا د ولسمشر د برمته شويو کسانو د چارو استازي اډم بولر خبرداری ورکړ، چې طالبان بايد د امريکا له هغو بريدونو عبرت واخلي چې پر ايران او ونزوېلا شوې دي او د ټرمپ جديت دې نه ازمويي. هغه له طالبانو وغوښتل، چې امريکايي وګړي ژر تر ژره خوشې کړي.

د اتلانتيک شورا د جنوبي اسيا د څېړنو مشر مايکل کوګلمن د سې‌شنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې وليکل: «د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت بنسټيز هدف دا دی چې هغه امريکايي وګړي ازاد کړي چې د طالبانو په بند کې دي».

تر دې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو او سفرونو د يو شمېر امريکايي بنديانو د خوشې کېدو لامل شوی و. اوس مهال ډینس کوېل، محمود شاه حبیبي او يو بل امريکايي وګړی د طالبانو په بند کې دي او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د محمود شاه حبيبي د نيولو خبره رد کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ د واشنګټن د توند بيان په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د امريکايي بنديانو د خوشې کېدو په اړه خبرو ته چمتو دي.

کوګلمن وويل، چې له پخوانيو مذاکراتو وروسته د يو شمېر بنديانو خوشې کېدل ښيي چې خبرې اغېزمنې وې، له همدې امله د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي ناڅاپي زياتوالی حيرانوونکی ښکاري. هغه زياته کړه: «ښايي دا وضعيت د سيمې په سياسي او امنيتي معادلو کې له چټکو بدلونونو سره تړاو ولري».

د نوموړي اشاره د امريکا او اسراییل هغو بريدونو ته ده، چې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد ترسره شوي دي. دا بريدونه وروسته له هغې پيل شول، چې ډونالډ ټرمپ د ايران سره له خبرو ناخوښي وښوده او تهران له واشنګټن سره معاملې ته چمتو نه‌شو.

له بلې‌خوا، پاکستان هم پر ډیورنډ کرښه پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره له تاوتريخوالي او نښتو سره مخ دی او امريکا د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد د دريځ ملاتړ کړی دی. طالبانو بيا د امريکا پر وړاندې له ایران څخه ملاتړ ښکاره کړی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌ يي د سې‌شنبې په ورځ له افغان طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل، چې د تاوتريخوالي له لا زياتېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره د خبرو او مذاکراتو مېز ته بېرته راوګرځي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره په ټلفوني خبرو کې ټينګار وکړ: «په اوسني حالت کې تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده چې د نښتو له پراخېدو مخنيوی وشي او ژر تر ژره د خبرو اترو او مذاکراتو بهير ته بېرته ستانه شئ».

هغه همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د مبارزې څخه د چين پر ټينګ ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل: «چين هيله لري چې اسلام‌اباد به په پاکستان کې د چينايي کارکوونکو، پروژو او بنسټونو د امنيت د خوندي کولو لپاره ټولو اړينو ګامونو اخيستو ته دوام ورکړي».

وانګ يي زياته کړه، چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی اوس مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تګ‌راتګ کوي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره او تاوتريخوالی کم کړي. په وروستيو اوونيو کې د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې ډېرې زياتې شوې دي چې له امله يې دواړو خواوو ته د انسانانو مرګ‌ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د پاکستان او چين د استخباراتي همکارۍ په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو. د «اينټليجنس انلاین» په نوم تخصصي وېب‌پاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې بېجينګ پاکستاني ځواکونو ته مهم جغرافيايي ـ استخباراتي معلومات ورکړي دي څو هغوی يې د افغان طالبانو پر ضد په خپلو پوځي عملياتو کې وکاروي.

چين له هغو لومړنيو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب لپاره يې هڅې پيل کړې. خو تر اوسه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د بېجينګ هڅو کومه پايله نه ده ورکړې. پر ډیورنډ کرښه د نښتو له زياتېدو سره د ترکيې، قطر او سعودي عربستان په ګډون يو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو هم د منځګړيتوب هڅې کړې دي، خو تر اوسه پورې دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

امریکا ښايي افغانستان ته د خپلو وګړو پر سفر بندیز ولګوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي وګړو پر توقیف سختې نیوکې وکړې. دغه کړنه ښايي د دې لامل شي، چې واشنګټن د امریکا د پاسپورټ لرونکو کسانو لپاره افغانستان ته د تګ‌راتګ په برخه کې جدي محدودیتونه یا بشپړ بندیز وضع کړي.

روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، د طالبانو حکومت یې د «ناحقه نیونو ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی او له کابل څخه یې وغوښتل، چې د محمود شاه حبیبي او ډینس کوېل په ګډون په افغانستان کې ټول نیول شوي امریکايي وګړي خوشې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا وروستۍ پرېکړه چې افغانستان یې د «غېر قانوني نیونو» د ملاتړي حکومت په توګه نومولی، د تاسف وړ بولي. د یاد وزارت په وینا، طالبان غواړي دغه موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

هغه وویل: «طالبان لا هم ترهګریزې لارې چارې کاروي، خلک تښتوي څو بدله واخلي یا سیاسي امتیازات ترلاسه کړي. دا ناوړه او کرکجنې طریقې باید پای ته ورسېږي.» هغه زیاته کړه، چې د دې خطر له امله چې امریکایان کېدای شي په ناحقه ونیول شي، دی دې پایلې ته رسېدلی چې د امریکایانو لپاره افغانستان ته سفر کول خوندي نه دي.

همداراز رویټرز د دوو باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې د امریکا حکومت د لیکوال پال اووربي د جسد د پاتې شونو د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې وروستی ځل لیدل شوی و.

سرچینو وویل، که افغانستان د امریکا غوښتنې پوره نه کړي، نو امریکا ښايي افغانستان ته د سفر لپاره د امریکايي پاسپورټونو کارول محدود کړي. دا ډول محدودیت دا مهال یوازې د شمالي کوریا لپاره موجود دی.

روبیو د فبرورۍ په ۲۷مه همدا ډول دا پرېکړه د ایران پر ضد هم اعلان کړه. ایران لومړنی هېواد و چې د هغه اجرایي فرمان له مخې په دې نوم ونومول شو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې لاسلیک کړی و. روبیو خبرداری ورکړ، چې امریکا ښايي د امریکايي اتباعو د نیولو له امله ایران ته سفر هم محدود کړي، خو تر اوسه یې کوم محدودیت نه دی لګولی. د دې پرېکړې له اعلان وروسته په بله ورځ امریکا او اسراییل پر ایران جګړه پیل کړه.

سي‌بي‌اېس نيوز لومړنی رسنیز بنسټ و، چې د دوشنبې په ورځ یې راپور ورکړ چې امریکا د افغانستان د «ناحقه نیونو ملاتړ کوونکي دولت» په توګه د نومولو په اړه غور کوي.

محمد محقق: طالبان د پاکستان پر وړاندې جګړه ګټلی نه‌شي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، د طالبانو او پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د پوځي وړتیاوو تر منځ هېڅ ډول پرتله نه‌شته. نوموړی زیاتوي، طالبان به له اسلام‌اباد سره په روانه نښته کې هېڅکله بريالي نه‌شي او په ورته مهال ټي‌ټي‌پي هم په هغه کچه نه‌دی چې پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

محقق له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې وویل: «جګړه دواړو لوریو ته زیان رسوي». د نوموړي په خبره، داسې معلومات نه‌لري چې ګوندې پاکستان دې د طالبانو مخالفینو سره اړیکې کړې وي، خو که روان کړکېچ ډېرېږي نو احتمال ډېر دی چې ښايي اسلام‌اباد داسې یو اقدام وکړي. محقق همداراز په خپلو خبرو کې وویل، چې پاکستان د شوروي یرغل پر مهال له افغان مجاهدینو څخه کلک ملاتړ وکړ او ښې مرستې یې هم ورسره کړې وې.

هغه زیاتوي، چې د مجاهدینو په څېر پاکستان له طالبانو سره هم خپله یارانه ساتلې وه او د دغه ډلې کلک ملاتړ یې کاوه، خو اوس یې ترې تمې پرې شوې دي. محقق وویل: «پاکستان غوښتل چې طالبان باید له دوی سره په ګډه په سیمه کې د اسلام‌اباد د دوښمنانو په خلاف ودرېږي، خو طالبانو یې دا هیله او توقع پوره نه‌کړه».

د وحدت ګوند مشر نیوکه کوي، چې طالبانو یې په کابل او مزار شریف کې یو شمېر شتمنۍ او جایدادونه غصب کړې دي. هغه همداراز په کابل کې د «راه فردا» ټلوېزیون بندېدو ته هم اشاره وکړه چې دی یې بنسټګر دی او تازه یې طالبانو د خپرونو د بندېدو امر کړی دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو د حکومت له لوري د افغان سیاستوالو پر شتمنیو او جایدادونو د ولکې د ټینګولو یا د هغوی د غصب ادعاوې مطرح کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر لوړپوړو چارواکو او سیاسي څېرو پر وړاندې ورته چلند شوی او د هغوی شتمنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې دي.

روژه او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي وايي چې اوسنی ژوند د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی دی. دوی وايي چې د خوراکي توکو، تېلو او مایع ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغیزمن کړی.

رسول جان چې د کابل یو نانوايي دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې د خوراکي توکو عمومي بیې له کنټروله وتلې دي.

هغه زیاتوي چېد ډوډۍ پخولو لپاره لومړني توکي لکه اوړه، تیل او ګاز ټول قیمته شوي دي او دغه وضعیت د نانوایانو کار ستونزمن کړی دی.

رسول جان وایي: «دومره قیمتي ده، چې خلک د لوړ نرخ توان نه لري او که په همغه پخواني قیمت یې ورکوو موږ تاوان کوو».

د کابل د زړو مکروریانو په یوه ښوونځي کې معلم نبي الله بیا وايي چې معاشونه یې پر خپل وخت نه ورکول کیږي خو بیې هره ورځ لوړېږي.

هغه وايي: «د معلم به څه معاش وي، د خوړو او ورځنیو اړتیاوو بیې دومره لوړې شوې چې زموږ د معاش سره یې برابرول ناممکن کړي».

د کابل یوه اوسېدونکې مینه په خپل پیغام کې وايي چې د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو بیې د تېر په پرتله ډېرې لوړې شوې دي. د هغې په وینا، د خوراکي توکو او ګاز د قیمتونو زیاتوالي د کور د لګښتونو بار دروند کړی دی. نوموړې زیاتوي: «اوس هغه پیسې چې پخوا به زموږ ټوله میاشت خرڅ کېدې، د یوې اونۍ لپاره هم نه بس کیږي».

همدا راز قادر جان، چې په کابل کې ښاري موټر چلوي، وايي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي، خو د طالبانو او مسافرو د فشار له امله دوی نه شي کولای کرایه لوړه کړي. هغه په خپل پیغام کې ویلي: «کله چې تېل ګران شي، کرایه باید لوړه شي، طالبان د دې پر ځای چې زموږ سره مرسته وکړي، برعکس وهي او ځوروي مو، موږ مجبور یو په همغه پخوانۍ کرایه کار وکړو، چې دا زموږ لپاره تاوان دی».

د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې د بیو د کنټرول لپاره حکومتي مداخله، د وارداتو تنظیم او د بازار څارنه اړینه ده او که نه نور هم د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتېدای شي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستۍ جګړې او د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ له امله په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د عامو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن شوی دی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.

بل خوا د طالبانو د کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشریف، هرات، خوست او پکتیا ښاروالیو په بېلابېلو خبرتیاوو کې ویلي چې دوی په ښارونو کې د توکو د بیو د خپلسرې لوړېدا مخنیوی کړی دی.

طالبان وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو او هاوان ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې پاکستان د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو هوايي او راکټي بریدونه کړي. د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکیانو ژوند له لاسه ور کړی او ۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه په اېکس کې د پاکستان د بریدونو په اړه جزییات خپاره کړي دي.

فطرت لیکلي، چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په کوټ کلی کې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځ د هاوان مرمۍ له یوه کور سره لګېدلې چې درې ملکي وګړي پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

نوموړي ویلي، چې د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې هم د عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو د پاکستان پوځ د هاوان ۱۲ مرمۍ او ۱۴ د ډي سي توپ مرمۍ توغولې دي.

هغه پر خپل اېکس لیکلي، چې مرمۍ په شاړو ځمکو، تخلیه شویو کورونو او د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نږدې سیمو کې لګېدلې دي.

د طالبانو ویاند مرستیال تایدوي، چې له سهار راهیسې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ په څو کلیو کې د درندو وسلو په مټ د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي او تر اوسه د یو ملکي کس د ټپي کېدو راپور ترلاسه شوی.

د پاکستان پوځ د بریدونو له امله د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په نواباد، دونیژه او ډبه کلیو کې هم د هاوان او توپ مرمۍ لوېدلي دي، چې څو کورونه پکې نیمه تخریب شوي او ۲۰ څاروي وژل شوي.

د طالبانو ویاند مرستیال د پاکستان پوڅ له خوا پر څلورو ولایتونو د بریدونو راپور په داسې حال کې خپروي، چې ویل کېږي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره یو پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی دی. پاکستان په رسمي ډول ددغه پلاوي سفر نه دی تایید کړی، خو د پلاوي غړي د وسله والو ډلو پخواني جګپوړي مشران او قوماندانان دي.