پرون له پاکستان او ایران نه ۶۵ کورنۍ افغانستان ته جبري ستنې شوي

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۶۵ کورنۍ افغانستان ته جبري ستنې شوي. یاد کمېسیون ویلي، چې په همدې ورځ یې ۳۱ نورې کورنۍ خپلو مېنو ته لېږدولي دي.
