• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ فاکس‌نیوز ته: د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د عملیاتو پایلې «له تمې پورته» وې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د امریکا ولسمشر له «فاکس‌نیوز» سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د ګډو پوځي عملیاتو لومړنۍ پایلې «له تمې ډېرې زیاتې» وې. نوموړي وویل، چې د بریدونو په لومړۍ څپه کې د ایران شاوخوا ۵۰ سلنه توغندیز توان له منځه وړل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې چې د کب پر ۱۹مه نېټه خپره شوه، د هغه څه دفاع وکړه چې نوموړي یې د «ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د ګډو پوځي عملیاتو بریا» وبلله.
هغه په ټینګار سره وویل، چې د دغو عملیاتو لومړنۍ پایلې «له تمې ډېرې زیاتې» وې.
ټرمپ همدارنګه وویل: «فکر نه کوم چې هغه (مجتبی خامنه‌يي) دې په ارامۍ ژوند وکړي».
دا د مجتبی خامنه‌يي په تړاو د ټرمپ اشاره وه، چې په اسلامي جمهوریت کې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی او ټرمپ ویلي دي، چې له دې ټاکنې راضي نه دی.
د پوځي عملیاتو پر بریا د ټرمپ ټینګار
د امریکا ولسمشر له فاکس‌نیوز سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اسلامي جمهوریت پر مرکزونو د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو په لومړۍ څپه کې د ایران د حکومت د توغندیز توان لویه برخه په نښه شوې ده.
هغه وویل: «کله چې مو لومړی ځل پر دوی برید وکړ، ۵۰ سلنه توغندي مو یې له کاره وغورځول؛ که مو دا کار نه وای کړی، د جګړې دوام به ډېر سخت وای».
بل‌خوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) هم اعلان کړی چې د کب پر ۹مه نېټه د عملیاتو له پیل راهیسې په ایران کې له پنځو زرو ډېر پوځي مرکزونه په نښه شوي دي.
ټرمپ لومړنی برید یو «پرېکنده اقدام» وباله او ویې ویل، چې په امریکا کې بل هېڅ ولسمشر د ورته اقدام جرئت نه درلود.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰
چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه
100%

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌ يي د سې‌شنبې په ورځ له افغان طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل، چې د تاوتريخوالي له لا زياتېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره د خبرو او مذاکراتو مېز ته بېرته راوګرځي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره په ټلفوني خبرو کې ټينګار وکړ: «په اوسني حالت کې تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده چې د نښتو له پراخېدو مخنيوی وشي او ژر تر ژره د خبرو اترو او مذاکراتو بهير ته بېرته ستانه شئ».

هغه همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د مبارزې څخه د چين پر ټينګ ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل: «چين هيله لري چې اسلام‌اباد به په پاکستان کې د چينايي کارکوونکو، پروژو او بنسټونو د امنيت د خوندي کولو لپاره ټولو اړينو ګامونو اخيستو ته دوام ورکړي».

وانګ يي زياته کړه، چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی اوس مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تګ‌راتګ کوي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره او تاوتريخوالی کم کړي. په وروستيو اوونيو کې د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې ډېرې زياتې شوې دي چې له امله يې دواړو خواوو ته د انسانانو مرګ‌ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د پاکستان او چين د استخباراتي همکارۍ په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو. د «اينټليجنس انلاین» په نوم تخصصي وېب‌پاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې بېجينګ پاکستاني ځواکونو ته مهم جغرافيايي ـ استخباراتي معلومات ورکړي دي څو هغوی يې د افغان طالبانو پر ضد په خپلو پوځي عملياتو کې وکاروي.

چين له هغو لومړنيو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب لپاره يې هڅې پيل کړې. خو تر اوسه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د بېجينګ هڅو کومه پايله نه ده ورکړې. پر ډیورنډ کرښه د نښتو له زياتېدو سره د ترکيې، قطر او سعودي عربستان په ګډون يو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو هم د منځګړيتوب هڅې کړې دي، خو تر اوسه پورې دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

د کاناډا پولیسو د امريکا پر قونسلګرۍ د بريد په تړاو دوه شکمن کسان نيولي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰
د کاناډا پولیسو د امريکا پر قونسلګرۍ د بريد په تړاو دوه شکمن کسان نيولي
100%

د کاناډا پوليسو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ټورنټو په ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ شوی بريد «د ملي امنيت پېښه» بلل کېږي او په تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي. د راپورونو له‌مخې، د سهار شاوخوا څلور نيمې بجې د قونسلګرۍ پر ودانۍ ډزې شوې دي.

پوليسو ويلي، چې له دې پېښې وروسته يې د امريکا او اسراییل د سياسي او قونسلي استازوليو شاوخوا امنيتي تدابير زيات کړي دي.

د کاناډا د پوليسو چارواکو په هغه خبري ناسته کې چې د قونسلګرۍ له ودانۍ څخه بهر ترسره شوه، وويل چې دوه سړي له يوه موټر څخه راکوز شول او د تفنګچې په وسیله يې د ودانۍ پر لور څو مرمۍ وويشتلې، وروسته بيا موټر ته وختل او له سيمې وتښتېدل.

چارواکو زياته کړه، چې په دې پېښه کې هېچا ته زيان نه دی رسېدلی. د پوليسو په وينا، د قونسلګرۍ ودانۍ ډېره کلکه او خوندي جوړه شوې ده او ښايي دننه کسانو ان د ډزو غږ هم نه وي اورېدلی. پوليس هغه مهال له دې ډزو خبر شول چې يو عيني شاهد د پېښې له رامنځته کېدو شاوخوا يو ساعت وروسته دا موضوع په سيمه کې موجودو پوليسو ته راپور کړه.

د سي‌بي‌سي شبکې د راپور له‌مخې، پوليسو تر اوسه د بريد کوونکو د انګېزې په اړه څه نه دي ويلي، خو دا احتمال يې هم نه دی رد کړی چې ښايي دا بريد د ايران پر وړاندې د امريکا له پوځي عملياتو سره تړاو ولري.

کردي وسله‌وال وایي چې د ایران حکومت پر ضد وسله والې مبارزې ته چمتو دي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰
کردي وسله‌وال وایي چې د ایران حکومت پر ضد وسله والې مبارزې ته چمتو دي
100%

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوی چې د ایران کردي وسله‌والې ډلې وایي، د تهران د حکومت پر ضد د مقابلې لپاره چمتو دي او د یوه پاڅون په تمه ناست دي. د ایران اسلامي جمهوري دولت بیا دغه ډلې «ترهګر سازمانونه» بولي او د هغوی فعالیت د امنیتي ګواښ په توګه تعریفوي.

فرانسې خبري اژانس ليکلي چې د نورو ايراني کردي وسله‌والو ډلو په څېر د کردستان د حیات ازاد ګوند (پژاک) د عراق د کردستان په خودمختاره غرنیو سيمو کې اډې لري او ويل کېږي چې د ايران دننه په کرد مېشتو سيمو کې هم پټنځایونه لري.

د فرانسې خبري اژانس وايي، دا ډلې په وروستيو کلونو کې د سياسي فشارونو لاندې وې.

همدې موضوع دا پوښتنې راپورته کړې دي چې ايا دا ډلې اوس هم دومره توان لري چې د ايران پر ضد يو وسله‌وال بريد پيل کړي که نه.

په راپور کې دا هم راغلي چې د تېرې مياشتې په وروستيو کې د منځني ختيځ جګړې له پيل وروسته چې د ايران پر ضد د امريکا او اسرایيل له بريدونو سره پيل شوې، تهران څو ځله په عراق کې د کردي وسله‌والو ځواکونو پر اډو بريدونه کړي دي او هغوی يې تورن کړي چې د لوېديځ او اسرایيل د ګټو لپاره کار کوي.

همت غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، تر څو ازاد ژوند ولري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۰
همت غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، تر څو ازاد ژوند ولري
100%

د همت په نامه د افغان مېرمنو غورځنګ په برازیل کې د برازیلۍ مېرمنو سره په ګډه، د افغان مېرمنو د ازاد ژوند په موخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې. د غورځنګ غړو ټینګار کړی چې افغان ښځې باید د زده‌کړې، کار او بشري حقونو برابر فرصت ولري او د جنسیتي توپیر پر ضد مبارزه دې نړیوال ملاتړ ومومي.

د همت غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، په دې مراسمو کې د ښځو د حقونو فعالانې، د پوهنتونونو او ښوونځیو استادانې او د برازیل عام ولس ګډون وکړ او د افغان ښځو ملاتړ یې اعلان کړ.

اعلامیه کې راغلي:«ښځې د انسانیت ستنې او د ټولنې د عزت، پوهاوي او پرمختګ سرچینه ده. دوی باید د سیاست او نورو اهدافو د وسیلې پر ځای د برابر او کرامت لرونکي وګړي په توګه وپيژندل شي.»

غورځنګ د نړیوالو بنسټونو، د برازیل حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي، د جنسیتي توپیر پېژندنه ومني او د ښځو له اساسي حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

همداراز په اعلامیه کې ویل شوي چې «همت» غورځنګ د مارچ ۸، ۲۰۲۶ ورځ د ښځو د مدني مبارزې، عدالت او برابري لپاره د ژمنې ورځ بولي او یادونه یې کړې چې افغان ښځې هیڅکله د ظلم پر وړاندې خاموشې نه پاتې کېږي.

د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د ټرمپ د لاسوهنې مخه ونیسي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰
د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د ټرمپ د لاسوهنې مخه ونیسي
100%

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسټرالیا کې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو د پناه غوښتنې ملاتړ وکړ، د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د فوټبال په برخه کې د ټرمپ د «سیاسي لاسوهنې» مخه ونیسي.

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، چې د ایران د فوټبال فدراسیون د ټرمپ څرګندونې «بې حسه» وبللې او هغه یې «په فوټبال کې ښکاره سیاسي لاسوهنه» وګڼله.

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي: «د فوټبال نړیوال چارواکي باید د امریکا د ولسمشر مستقیمو سیاسي مداخله کوونکو څرګندونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا په فوټبال کې د سیاسي لاسوهنې ښکاره بېلګه ده. هغوی باید ژر اقدام وکړي څو دا بهیر دوام ونه مومي».

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، عاطفه رمضاني‌ زاده، زهرا سربالي، مونا حمودي، فاطمه پسندیده او زهرا قنبري چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پنځه لوبغاړې دي د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) د لوبډلې له کمپ څخه تر وتلو وروسته یې په اسټرالیا کې د پناه غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: «اسټرالیا د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو په مجبورولو سره یوه لویه انساني تېروتنه کړې ده».

ټرمپ دا هم وویل چې هغه د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د وضعیت په اړه د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانیز سره خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ سوشل» شبکه کې لیکلي چې هغه دغه مسله تعقیبوي او زیاته یې کړه:«تر اوسه د پنځو کسانو وضعیت ته رسېدنه شوې ده او پاتې نور په لاره کې دي.»