میرڅ: د ایران پروړاندې د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره کومه ګډه تګلاره نشته

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ د سېشنبې په ورځ وویل، چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل په روانه جګړه کې د «خطرناک کړکېچ» شاهدان دي او د دې جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره «په ښکاره ډول هېڅ ګډه تګلاره» نشته.
میرڅ په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په ځانګړې توګه اندېښمن یو چې د دې جګړې د ژر او د قناعت وړ پای ته رسولو لپاره هېڅ ګډ پلان نشته».
نوموړي زیاته کړه: «موږ د یوې بېپایه جګړې غوښتونکي نه یو او نه غواړو چې ځمکنۍ بشپړتیا لهمنځه لاړه شي».
