• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: په پاکستان کې د افغان ښځینه خبریالانو بندي کول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې یوه افغان ښځینه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو غړو سره په زندان کې ساتل کېږي او ټینګار یې کړی چې دا عمل د بشري کرامت خلاف او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان په اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان خبریالانو روان وضعیت په پاکستان کې خورا اندېښمن دی. په اعلامیه کې راغلي چې د نړیوالو قوانینو سره سره افغانان په پاکستان کې د مجرمانو په څېر چلند سره مخ دي.

امسو زیاته کړې چې د پولیسو له‌خوا د افغانانو نیول او د کمپونو پر ځای زندانونو ته د هغوی لېږدول غیرانساني اقدامات دي. د سازمان په وینا، تر ټولو بوږنوونکې پېښه دا ده چې یوه افغان خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره درې ورځې مخکې د اسلام‌اباد په یو زندان کې بندي شوې ده. د امنیتي دلایلو له مخې د نوموړې خبریالې هویت نه‌دی افشا شوی، خو تر دې مخکې هم یوه بله افغان خبریاله ورته برخلیک سره مخ شوې وه.

سازمان ټینګار کړی چې دا خبریاله او لسګونه نور مسلکي کادرونه د خپل هېواد د ناوړه امنیتي وضعیت او د ژوند د ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې ده، او پوښتنه کوي: «ایا د خپل ژوند د ژغورنې لپاره هجرت کول جرم دی؟»

امسو له پاکستاني حکومت غوښتي چې نیول شوې خبریاله او د هغې کورنۍ سملاسي خوشې کړي او د افغان خبریالانو پر وړاندې ځورونې پای ته ورسوي. همداراز، سازمان له ملګرو ملتونو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو بنسټونو غواړي چې د پناه‌غوښتونکو د حقونو د ساتنې لپاره پاکستاني حکومت باندې فشار راوړي.

اعلامیه پای کې له نړیوالې ټولنې، اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو، رسنیو او د رسنیو فعالانو غوښتنه کوي چې د بې‌عدالتۍ او بندي شویو خبریالانو ستونزې راپورته کړي او د عدالت غږ پورته کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د پاکستان درې کسیزه پلاوی د طالبانو سره په خبرو بوخت دي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۰

کابل کې باوري سرچینو تایید کړې چې د پاکستان درې کسیزه پلاوی د طالبانو سره په خبرو بوخت دی، خو پاکستاني چارواکو د رسمي سفر او د پلاوي د ماموریت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي. بل پلو طالبانو ټینګار کړی چې یوازې د صادقانه نیت په صورت کې به د خبرو میز ته کېني.

رسنیو ته سرچینو تایید کړې چې پاکستاني پلاوی، چې پکې مولوي فضل الرحمن خلیل، مولوي عبدالله شاه مظهر او مولوي ساجد عثمان شامل دي، په کابل کې د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

پاکستاني چارواکو د سمدستي پوښتنو ځواب نه دی ورکړی چې ایا دا پلاوی په رسمي ماموریت افغانستان ته تللی؟ او ددې ترڅنګ د ماموریت محتوا هم نه ده افشا شوې.

د طالبانو نشراتي ادارې المرصاد هم په ایکس تایید کړې چې، د پاکستان پوځ او ادارې د افغانستان د وضعیت له مخې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

المرصاد ټینګار کړی چې طالبان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع ترڅنګ د خبرو دروازې پرانستې ساتلي، خو یوازې هغه وخت به د مذاکراتو میز ته کېني چې د پاکستاني پلاوي نیت صادقانه وي او هڅه د کمزوریو پټولو یا وخت ضایع کولو لپاره نه وي.

علي خېل: په دوحه کې د مذاکراتو بهیر او توافق د ناټو غړو هېوادونو څخه هم پټ ساتل شوی و

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب‌الله علي‌خېل ویلي، چې د دوحیې تړون د افغانستان سیاسي حل نه بلکې موخه یې د بهرنیو عسکرو وتل و. نوموړي زیاته کړې چې په دوحه کې د مذاکراتو له بهیر، توافق او هم عسکرو د وتلو د نېټې اعلان، د ناټو د غړو هېوادو څخه پټ ساتل شوي و.

علي خېل د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو له تړون څخه واشنګټن یوازې غوښتل «د یوې بې موخې جګړې څخه چې بریا یې ناشونې» وه ووځي. د نوموړي په خبره له افغانستان نه د بهرنیو پوځیانو دا ډول وتل د کوم منظم پلان له مخې نه و، بلکه د ناکامۍ او ماتې په مانا وه.

هغه زیاته کړې: «کله چې د دوحې تړون ته اشاره کېږي او د افغانستان د مسایلو لپاره یې اړین بولي، صرف د وخت ضایع کول دي.»

علي خېل اندېښنه ښودلې، چې په ایران کې خطرناکه جګړه ییز وضعیت او د پاکستان سره کړکېچ د افغانستان په اقتصادي، امنیتي شرايطو، بشري ناورین او د افغان کډوالو پر ژوند به مستقیم اغېز ولري.

طالبانو په لغمان او پروان کې ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تور نیولي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۰۶ GMT+۰

طالبان وايي، په لغمان او پروان ولایتونو کې یې ۱۱ کسان د نشه‌يي توکو د پېر، پلور، ساتنې او قاچاق په تور نیولي دي. د طالبانو په وینا، له دغو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز مهترلام ښار سربېره په بېلابېلو ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ ۶ کسان یې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تړاو کې نیول دي.

یادو مسوولینو ویلي، له دغو کسانو یوه اندازه نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

له دې سره سم، د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۵ کسان یې د نشه‌يي توکو د ساتنې، قاچاق او کاروبار په تړاو نیولي دي. د یادو مسوولینو په وینا، په دغو نیول شویو کسانو کې ۳ هغه کسان هم شامل دي، چې غوښتل یې یوه اندازه «شیشه او هیرویین» په خپلو بوټونو کې د دغه ولایت زندان ته ولېږدوي.

یادې قومندانۍ همداراز ویلي، د دغه ولایت له سیدخېل ولسوالۍ څخه یې ۶ روږدي کسان هم تر نیولو وروسته د درملنې په موخه په کابل کې د روږدو د ۲ زره بستریز کمپ ته لېږدولي دي.

جېم‌رېش: اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو جرمونو سزا وویني

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۴ GMT+۰

وروسته له هغې چې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې د بهرنیو وګړو د غېرقانوني نیولو ملاتړ کوي د دغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس جېم‌رېش وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو جرمنو سزا وویني.

جېم‌رېش د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هغه اقدام چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې د بهرنیو وګړو د غېرقانوني نیولو ملاتړ کوي وستایه او زیاته یې کړه: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د خپلو جرمونو سزا وویني».

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس د سې‌شنبې په سهار وختي (د کب ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، طالبانو د امریکايي مالیه ورکوونکو ډالر د خپلو «ترهګریزو کمپاینونو» د تمویل لپاره کارولي، سخت شرعي قوانین یې پلي کړي او ډېر امریکایان یې بندیان کړي دي.

هغه څرګنده کړه، چې لا هم د ډینس کوېل او محمود شاه حبیبي په ګډون یو شمېر امریکایان د طالبانو په منګولو کې دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری ورکړ وو، چې د طالبانو دغه ډول چلند د امریکا لپاره د زغم وړ نه‌ده او دغه ډله باید د ډېنس کوېل او محمود شاه حبیبي په ګډون ټول امریکایان خوشې کړي.

امریکا افغانستان د «ناحقه نیونو د ملاتړو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو بیا لا تر اوسه د امریکا د دغې پرېکړې په تړاو څه نه‌دي ویلي او تر دې مخکې یې د محمود شاه حبیبي له نیولو هم انکار کړی دی.

طالبانو ته د امریکا د استازي خبرداری: د ونزوېلا او ایران له برخلیک څخه ووېرېږئ

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۶ GMT+۰

په داسې حال کې چې افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې بهرني وګړي یرغمل نیسي، د امریکا استازي طالبانو ته ګواښ کړی چې د ونزوېلا او ایران له برخلیک څخه ووېرېږي.

د امریکا د ولسمشر د یرغمل شویو چارو استازي ادم بولر له طالبانو غوښتنه کړې، چې بندي امریکايي وګړي خوشې کړي.

ادم بولر د دوشنبې ماښام (د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب ۱۹مه) خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باید د امریکا هوډ او اراده و نه ازمايي، ځکه که داسې وکړي نو ښايي د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې امریکايي وګړي په ناقانونه ډول بندي کوي. مارکو روبیو وویل، طالبان د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي، خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره کومه پایله ورنه‌کړي.

بولر چې لږ تر لږه دوه ځله یې افغانستان ته سفر کړی او تر دې مخکې یې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو د خوشې کېدو په برخه کې بریا ترلاسه کړې، پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «متحده ایالات به نور دا ونه زغمي چې کوم هېواد دې زموږ وګړي یرغمل کړي. افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکايي وګړي په بند کې ساتلي دي».

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې هغوی خوشې کړئ. که نه نو که د امریکا د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر روبیو او سب ګورکا اراده وازمویئ، نو ښايي د ونزوېلا یا ایران په شان بل هېواد وګرځئ».

دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی د طالبانو اداره په ښکاره ډول د پوځي برید له خبرداري سره مخ کوي. دا دریځ د واشنګټن د فشار او ګواښ له ډیپلوماسۍ سره سمون لري، چې د امتیاز اخیستو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان بیا د امریکايي وګړو د خوشې کولو په بدل کې د یوه افغان بندي د ازادېدو غوښتنه کوي. دغه ډلې همدارنګه له امریکا غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي.