د دې ادارې په وینا، د دوی د بشري مرستو په فعالیتونو کې د خنډونو له امله شاوخوا ۱۳۴ زره کسان له مهمو خدمتونو لکه د روغتیايي پاملرنې، تغذیې، د ماشومانو د ساتنې او زدهکړو له پروګرامونو څخه بېبرخې شوي دي.
همدارنګه د سلګونو درسي ټولګیو او موقتي تعلیمي مرکزونو د ځنډېدو له امله له ۸ زرو څخه زیات ماشومان چې د ماشومانو د ژغورنې ادارې او د هغې د شریکانو له خوا یې ملاتړ کېده، دا مهال ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی، چې ماشومان په جدي ډول د ساتنې ملاتړ او رواني–ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري او د امنیتي وضعیت له امله د ماشومانو ځینې د پاملرنې مرکزونه هم په موقتي ډول تړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو لهمخې، د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې راهیسې د روانې جګړې له امله ۵۶ عام ملکي افغانان وژل شوي او له ۱۲۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د یوې بېځایه شوې کورنۍ کیسه
نسیم (مستعار نوم) یو ۵۰ کلن سړی چې په یوه هوټل کې د اشپز په توګه کار کاوه، وایي چې له خپلو دوو ماشومانو سره له جګړو تښتېدلی او د خپل ژوند ډېری وسایل یې د افغانستان په ختیځ کې د خپل کور دننه پرېښي دي. د هغه ۱۳ کلن زوی علي مخکې ښوونځي ته تللو او د ماشومانو د ژغورنې ادارې د ماشومانو د پاملرنې په یوه مرکز کې یې هم ګډون کاوه.
دا کورنۍ اوس د خپلو خپلوانو سره په یوې کوچنۍ کوټه کې ژوند کوي. نسیم وایي: «کله چې زما ماشومان له کوره بهر وځي، زه له وېرې لړزېږم چې هسې نه کومه مرمۍ پرې ولګېږي. زه هم کار ته نهشم تللی، ځکه زموږ هوټل په داسې ځای کې دی چې مرمۍ او هاوان پرې لګېږي. اوس که څه شی پیدا کړو خورو یې، که نه نو په وږې نس ویده کېږو. موږ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوو».
د خوړو کړکېچ او د مرستو درېدل
په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو یې د خوړو مرستو ته اړتیا لري، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان هم د خوراکي موادو د وېش د بندېدو له امله اغېزمن شوي دي، ځکه د خوړو نړۍوال پروګرام په زیانمنو سیمو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
ځینې کورنۍ چې ډېری یې په بشپړه توګه پر بشري مرستو تکیه لري، اوس اړ شوي چې د دویم ځل لپاره بېځایه شي. دغو کورنیو مخکې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ میاشتې د مرګوني زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یې کورونه نړېدلي وو. له هغې زلزلې شپږ میاشتې وروسته شاوخوا ۴۹ زره کسان د بېځایه کېدو په حالت کې ژوند کوي.
د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه
د اسیا لپاره د ماشومانو د ژغورنې ادارې سیمهییز مشر ارشاد ملک وایي: «لسګونه زره ماشومان هغه ټول څه له لاسه ورکړي چې هغوی ته یې ثبات او امنیت ورکاوه. هغوی له خپلو کورونو بېځایه شوي، له زدهکړو او روغتیايي خدمتونو محروم شوي او د ساتنې له ملاتړ څخه بېبرخې پاتې شوي دي. دا جګړې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره ویجاړونکي پایلې لري. په دوی کې داسې کورنۍ هم شته چې ډېری یې لا له وړاندې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ وې».
هغه ټینګار وکړ، چې د ماشومانو د ژوند د خوندي کولو یوازینۍ رښتینې لار د تاوتریخوالي بندېدل دي او زیاته یې کړه: «موږ له ټولو ښکېلو لوریو څخه سمدستي غوښتنه کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او په هر حالت کې د ماشومانو ساتنه وکړي. دا خورا مهمه ده چې ټول لوري د نړۍوال بشردوستانه قانون لهمخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، له ملکي وګړو په ځانګړي ډول له ماشومانو ساتنه وکړي او ژر تر ژره د اوربند د ټینګېدو لپاره جګړو ته د پای ټکی کېږدي».
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، چې تر اوسه یې په زیانمنو سیمو کې له ۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي. په دې مرستو کې د درې ګرځنده روغتیايي ټیمونو استول، شاوخوا ۴۵۰ ماشومانو ته رواني–ټولنیز ملاتړ او نږدې ۳۵۰ کورنیو ته څو اړخیزې نغدي مرستې شاملې دي.
دې ادارې ویلي، چې له خپلو شریکانو سره په همغږۍ به نورې بېړنۍ مرستې هم د زدهکړو، روغتیا، د ماشومانو د ساتنې، تغذیې، اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې د اغېزمنو ماشومانو او کورنیو لپاره برابرې کړي.