طالبان وایي د کندهار په دوه ولسوالیو کې یې پاکستان ته د څارویو د قاچاق مخه نیولې

په کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ اداره وايي چې په ریګستان او سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د ۳۸۳ لویو او کوچنیو څارویو د قاچاق مخه نیولې. طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي خو شمېر یې نه دی یاد کړی.
په کندهار کې د طالبانو یادې ادارې د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) ویلي چې په دې څارویو کې ۳۵۰ پسونه پاکستان ته او له پاکستان څخه ۳۳ غواوې کندهار ته د قاچاق پر مهال نیول شوي دي. طالبانو زیاته کړې چې په دې تړاو نیول شوي کسان به تر څېړونو وروسته اړوند قضايي ادراو ته وسپارل شي.
