• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د «غیرقانوني نیونو» په نوملړ کې د افغانستان د شاملولو پرېکړه خواشینوونکې بللې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «غیر قانوني نیونو» د ملاتړي حکومت په توګه نومولی، د تاسف وړ بولي. د یاد وزارت په وینا، طالبان غواړي دغه موضوع د دواړو لوریو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملو د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي.

په اعلامیه کې راغلي:«هغه کسان چې له نافذه قوانینو د سرغړونو په تور نیول شوي، په ډېرو مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشي شوي دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د تېر یو کال په اوږدو کې دوی د امریکا د بندي وګړو د قضیو په تړاو د حسن نیت له مخې مثبت ګامونه پورته کړي.

یاد وزارت همداراز ویلي، چې په دې اړه د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د قطر دولت په همکارۍ په بېلابېلو کچو خبرې اترې هم شوې دي، چې د دغو بحثونو په لړ کې د دواړو لوریو له خوا د یو شمېر مثبتو ګامونو ژمنې هم شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه داسې مهال ده، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت افغانستان د «غیرقانوني نیونو د ملاتړو هېوادونو» په توګه پېژندلی دی.

هغه پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان لا هم د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د ترهګرو له تګلارو سره ورته لارې چارې کاروي.

د هغه په وینا، دغه ډول چلند به د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې اغیزناک تمام نه‌شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې طالبان باید ژر تر ژره ډېنس کویل، محمود شاه حبیبي او ټول هغه امریکايي وګړي چې په ناحقه په افغانستان کې نیول شوي دي، خوشې کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: زرګونه افغانان د ایران له جګړې تښتي او له یوې بلې جګړې سره مخ کیږي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې هره ورځ زرګونه افغانان پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو د ځان ساتنې په موخه افغانستان ته ځي. دوی زیاته کړې:«ستنېدونکي کسان له یوې جګړې تښتي او بلې جګړې ته راځي، ځکه دوی داسې هېواد ته ستنېږي چې له پاکستان سره په شخړه کې دی».

الجزیرې د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) په افغانستان کې د کډوالو عالي کمشنرۍ د استازي عرفات جمال له قوله ویلي چې ستنېدونکې افغانان په ایران کې له ناامنۍ تښتي او داسي هېواد ته ځي چې له ګاونډي پاکستان سره په ترینګلتیا کې دی.

عرفات جمال زیاته کړې چې هره ورځ شاوخوا دوه زره کسان د ایران له پولو افغانستان ته ستنېږي. هغه ویلي: «دوی وايي چې د جګړې له هغو حالاتو تښتي چې په ایران کې ټول خلک ورسره مخ دي».

هغه زیاته کړې چې تر اوسه په ایران کې د افغانانو لپاره کوم ځانګړی خطر نه دی یاد شوی.

د نوموړي په وینا، تر دې دمه په روان کال کې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران نه وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه بیا ستنېدونکي کسان له یوې جګړې تښتي او بلې جګړې ته راځي، ځکه دوی داسې هېواد ته ستنېږي چې له ګاونډي پاکستان سره په شخړه کې دی. هغه وویل: «د دغو خلکو لپاره هېڅ ښه انتخاب نشته.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته: طالبان دې ټول یرغمل شوي کسان خوشې کړي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغه چې د طالبانو اداره یې د غیرقانوني نیونو د ملاتړ کوونکو په لېست کې شامله کړه افغانستان انټرنشنل ته وویل طالبان باید ټول امریکايي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

وزارت ټینګار کړی چې طالبان باید د یرغمل شویو ډیپلوماسي پای ته ورسوي کنه نو له پایلو سره به یې مخ شي.

د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیکلي یادښت کې ټولو بهرنیو لوبغاړو ته خبرداری ورکړ چې که دوی په غیرقانوني ډول د امریکا وګړي ونيسي نو دوی به یې قیمت ورکړي.

امریکا د دوشنبې په ورځ طالبان د «غیر عادلانه نیونې د ملاتړ دولت » په توګه معرفي کړه. طالبان د ایران وروسته د غیر عادلانه نیونې د ملاتړ کونکو هیوادونو په لیست کې دوهمه اداره ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې طالبان د سیاسي ګټې ترلاسه کولو لپاره د ترهګرۍ تاکتیکونه کاروي. ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې دا چلند به د امریکا پر وړاندې کار ونکړي.

تر اوسه پورې طالبانو د امریکا د دې اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د واشنګټن په وینا، د دوی درې تنه اوس مهال هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

په تېرو میاشتو کې د نیول شویو امریکايي وګړو موضوع د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د خبرو اصلي محور و.

د یرغمل شویو کسانو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ادم بوهلر د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې د دې کسانو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

طالبان: پر راستنو شوو کډوالو په نهو ولایتونو کې ۶۶۴۴ استوګنیزې نمرې وېشل شوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د دایمي مېشتېدنې کمېټې تر دې دمه په نهو ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو کورنیو ته ۶۶۴۴ استوګنیزې نمرې وېشلې دي او ټاکل شوې ده چې دا بهیر نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د راستنو شوو کډوالو د دایمي استوګنې په موخه په نهو ولایتونو کې زرګونه استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو نمراتو کې ۲۱۵۸ په کندهار، ۱۲۰۳ په ننګرهار، ۸۴۵ په لغمان، ۱۱۵۹ په کندز، ۵۰۶ په کونړ، ۱۱۴ په بامیان، ۴۸۴ په بلخ، ۱۰۰ په سمنګان او ۷۵ نمرې په میدان وردګ ولایت کې وېشل شوې دي.

وزارت زیاتوي چې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنیزو نمراتو د وېش لړۍ روانه ده او پلان لري چې دا بهیر نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو نویو ښارګوټو کې د عامه خدمتونو د برابرولو چارې هم پیل شوې دي، چې پکې د سړکونو جوړول، د ښوونځیو، جوماتونو، کلینیکونو او نورو اړینو تاسیساتو رامنځته کول شامل دي، څو راستنې شوې کورنۍ وکولای شي په مناسب چاپېریال کې دایمي استوګنه وکړي.

وزارت وايي، د استوګنیزو نمراتو وېش به د راستنو شوو کډوالو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي او هغوی ته به د سرپناه ترڅنګ د باثباته ژوند زمینه برابره کړي.

همت غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، تر څو ازاد ژوند ولري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۰

د همت په نامه د افغان مېرمنو غورځنګ په برازیل کې د برازیلۍ مېرمنو سره په ګډه، د افغان مېرمنو د ازاد ژوند په موخه د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې. د غورځنګ غړو ټینګار کړی چې افغان ښځې باید د زده‌کړې، کار او بشري حقونو برابر فرصت ولري او د جنسیتي توپیر پر ضد مبارزه دې نړیوال ملاتړ ومومي.

د همت غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، په دې مراسمو کې د ښځو د حقونو فعالانې، د پوهنتونونو او ښوونځیو استادانې او د برازیل عام ولس ګډون وکړ او د افغان ښځو ملاتړ یې اعلان کړ.

اعلامیه کې راغلي:«ښځې د انسانیت ستنې او د ټولنې د عزت، پوهاوي او پرمختګ سرچینه ده. دوی باید د سیاست او نورو اهدافو د وسیلې پر ځای د برابر او کرامت لرونکي وګړي په توګه وپيژندل شي.»

غورځنګ د نړیوالو بنسټونو، د برازیل حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي، د جنسیتي توپیر پېژندنه ومني او د ښځو له اساسي حقوقو څخه ملاتړ وکړي.

همداراز په اعلامیه کې ویل شوي چې «همت» غورځنګ د مارچ ۸، ۲۰۲۶ ورځ د ښځو د مدني مبارزې، عدالت او برابري لپاره د ژمنې ورځ بولي او یادونه یې کړې چې افغان ښځې هیڅکله د ظلم پر وړاندې خاموشې نه پاتې کېږي.

امسو: په پاکستان کې د افغان ښځینه خبریالانو بندي کول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۱ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې په پاکستان کې یوه افغان ښځینه خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو غړو سره په زندان کې ساتل کېږي او ټینګار یې کړی چې دا عمل د بشري کرامت خلاف او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان په اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان خبریالانو روان وضعیت په پاکستان کې خورا اندېښمن دی. په اعلامیه کې راغلي چې د نړیوالو قوانینو سره سره افغانان په پاکستان کې د مجرمانو په څېر چلند سره مخ دي.

امسو زیاته کړې چې د پولیسو له‌خوا د افغانانو نیول او د کمپونو پر ځای زندانونو ته د هغوی لېږدول غیرانساني اقدامات دي. د سازمان په وینا، تر ټولو بوږنوونکې پېښه دا ده چې یوه افغان خبریاله د خپلې کورنۍ له دوو نورو ښځینه غړو سره درې ورځې مخکې د اسلام‌اباد په یو زندان کې بندي شوې ده. د امنیتي دلایلو له مخې د نوموړې خبریالې هویت نه‌دی افشا شوی، خو تر دې مخکې هم یوه بله افغان خبریاله ورته برخلیک سره مخ شوې وه.

سازمان ټینګار کړی چې دا خبریاله او لسګونه نور مسلکي کادرونه د خپل هېواد د ناوړه امنیتي وضعیت او د ژوند د ګواښونو له امله پاکستان ته پناه وړې ده، او پوښتنه کوي: «ایا د خپل ژوند د ژغورنې لپاره هجرت کول جرم دی؟»

امسو له پاکستاني حکومت غوښتي چې نیول شوې خبریاله او د هغې کورنۍ سملاسي خوشې کړي او د افغان خبریالانو پر وړاندې ځورونې پای ته ورسوي. همداراز، سازمان له ملګرو ملتونو او د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو بنسټونو غواړي چې د پناه‌غوښتونکو د حقونو د ساتنې لپاره پاکستاني حکومت باندې فشار راوړي.

اعلامیه پای کې له نړیوالې ټولنې، اروپا، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو، رسنیو او د رسنیو فعالانو غوښتنه کوي چې د بې‌عدالتۍ او بندي شویو خبریالانو ستونزې راپورته کړي او د عدالت غږ پورته کړي.