د ایران د کړکېچ او د انرژۍ د بیو په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د مشرانو ناسته جوړېږي

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر امانوېل مکرون به د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د اوو صنعتي هېوادونو له مشرانو سره یوه ټلیفوني ناسته وکړي، ترڅو د ایران د کړکېچ او د انرژۍ د بیو د لوړېدو په اړه خبرې اترې وکړي.
