• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۵۶۰ کسان د غلاوو په تړاو نیول شوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د فقر کچه لوړه شوې او له ایران څخه د زرګونو افغان کارګرو له شړلو وروسته له دې هېواد سره په سرحدي هرات ولایت کې د غلاوو ګراف ډېر لوړ شوی. د موندنو له‌مخې، په تېرو ۳ میاشتو کې ۵۶۲ کسان یوازې په همدې ولایت کې د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د میلیونونو ګډوالو له راستنېدو او په ځانګړې توګه د کاري زمینو د کمښت، فقر او د افغان کارګرو پر مخ د ګاونډيو هېوادونو د دروازو په تړل کېدو سره په هېواد کې د غلاوو ګراف ډېر لوړ شوی دی.
د طالبانو اړوندې ادارې یوازې د نیول شویو غلو او د نورو جنايي پېښو د عاملینو د نیول کېدو په اړه څرګندونې کوي، خو د غلاوو کچه له دغو څرګندونو لوړه ده، ځکه طالبان د ثبت شویو پېښو راپور نه رسنیز کوي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، یوازې په لیندۍ، مرغومي او سلواغې میاشتو کې په هرات ولایت کې د ښځو په ګډون ۵۶۲ کسان د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو نیول شوي او ځینې یې یا د سیمې د اوسېدونکو او یا هم د طالبانو له لوري د مقاومت پر مهال وژل شوي هم دي. په دغو کسانو کې څه باندې ۸۵ سلنه یې د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.
د موندونو پر بنسټ، ډېری غلاوې له کورونو، په لارو کوڅو کې د موټرو، موټرسایکل، رېکشاوو او موبایلونو شوي او ان له هټیو ګاز ډبې او همداراز د کورونو له بامونو او کرنیزو ځمکو سولر او اب‌بازکونه هم غلا شوي دي.
د موندنو له‌مخې، ډېری غلاوې په هرات ښار کې د پنځمې، دویمې، یولسمې او دیارلسمې امنیتي حوزو او همداراز په ولسوالیو کې ډېری غلاوې بیا د انجیل، ګذرې، غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو په شاوخوا کې شوې دي.
د هرات په لویو لارو او په ځانګړې توګه د هرات- اسلام‌کلا تر منځ لاره کې له وسله‌والو غلاو سربېره د نشه‌يي توکو، وسلو او سپینو زرو قاچاقچیان چې غوښتل یې یاد مواد ایران ته ولېږدوي نیول شوي دي.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، په دغه ولایت کې تر ډېره غلاوې له کورونو سربېره د موټرسایلکونو، موټرو، رېکشاوو او موبایلونو کېږي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، له دغو غلو څخه لسګونه موټر، موټرسایکلونه او رېکشاوې، څه باندې یو میلیون افغانۍ، یوه اندازه سره زر او سپین زر، لسګونه وسلې، سلګونه موبایلونه، سلګونه کیلوګرامه تریاک، زرګونه نشه‌ کوونکي تابلیتونه، سولر، اب‌بازک او د ګازو ډبې هم ترلاسه شوې دي.
یوازې په سلواغې میاشت کې د ځايي طالبانو په وینا، د هرات ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې یو غل د غلا پر مهال د سیمې د اوسېدونکو له لوري وژل شوی دی.
همداراز په وروستۍ میاشت کې ۷ جعلکاران نیول شوي، چې د دغه ولایت له ځینو سیمو یې له خلکو په دې پلمه پیسې اخیستلې چې ګواکې نومونه یې د مرستو په بهیر کې شاملوي او یا هم جعلي پاسپورټونه یې جوړول.
د غلاوو د پېښو زیاتوالی یوازې په یوه ولایت پورې تړلی نه دی، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې خلک د سختې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د غلاوو غوندې نامطلوبو کړنو ته اړ شوي دي.
د هرات او کابل یو شمېر اوسېدونکو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، د ټولنې د امنیت د ټینګښت او د غلاوو او نورو جنايي پېښو د کچې د راټیټولو لپاره طالب چارواکي مکلف دي، چې د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا او د صنعتي، کرنیزو او سوداګریزو پروژو په پیلولو سره خلکو ته د کار مناسبې زمینې برابرې کړي. د دوی په خبره، تر هغه چې د بې‌وزلۍ، فقر او بې‌کارۍ رېښې ونه اېستل شي او ځوان نسل ته د حلالې روزګار لاره پرانیستل نه‌شي، یوازې د مجازاتو له لارې د جرمونو مخنیوی لنډمهاله حل لاره ده او د دایمي امنیت لپاره اړینه ده چې د اقتصادي ځان‌بساینې په لور عملي ګامونه پورته شي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۴

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۵

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

•
•
•

نور کیسې

محمد محقق: طالبان د پاکستان پر وړاندې جګړه ګټلی نه‌شي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰
محمد محقق: طالبان د پاکستان پر وړاندې جګړه ګټلی نه‌شي
100%

د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، د طالبانو او پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د پوځي وړتیاوو تر منځ هېڅ ډول پرتله نه‌شته. نوموړی زیاتوي، طالبان به له اسلام‌اباد سره په روانه نښته کې هېڅکله بريالي نه‌شي او په ورته مهال ټي‌ټي‌پي هم په هغه کچه نه‌دی چې پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

محقق له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې وویل: «جګړه دواړو لوریو ته زیان رسوي». د نوموړي په خبره، داسې معلومات نه‌لري چې ګوندې پاکستان دې د طالبانو مخالفینو سره اړیکې کړې وي، خو که روان کړکېچ ډېرېږي نو احتمال ډېر دی چې ښايي اسلام‌اباد داسې یو اقدام وکړي. محقق همداراز په خپلو خبرو کې وویل، چې پاکستان د شوروي یرغل پر مهال له افغان مجاهدینو څخه کلک ملاتړ وکړ او ښې مرستې یې هم ورسره کړې وې.

هغه زیاتوي، چې د مجاهدینو په څېر پاکستان له طالبانو سره هم خپله یارانه ساتلې وه او د دغه ډلې کلک ملاتړ یې کاوه، خو اوس یې ترې تمې پرې شوې دي. محقق وویل: «پاکستان غوښتل چې طالبان باید له دوی سره په ګډه په سیمه کې د اسلام‌اباد د دوښمنانو په خلاف ودرېږي، خو طالبانو یې دا هیله او توقع پوره نه‌کړه».

د وحدت ګوند مشر نیوکه کوي، چې طالبانو یې په کابل او مزار شریف کې یو شمېر شتمنۍ او جایدادونه غصب کړې دي. هغه همداراز په کابل کې د «راه فردا» ټلوېزیون بندېدو ته هم اشاره وکړه چې دی یې بنسټګر دی او تازه یې طالبانو د خپرونو د بندېدو امر کړی دی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د طالبانو د حکومت له لوري د افغان سیاستوالو پر شتمنیو او جایدادونو د ولکې د ټینګولو یا د هغوی د غصب ادعاوې مطرح کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر لوړپوړو چارواکو او سیاسي څېرو پر وړاندې ورته چلند شوی او د هغوی شتمنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې دي.

روژه او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي وايي چې اوسنی ژوند د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۶ GMT+۰
روژه او لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي وايي چې اوسنی ژوند د پخوا په پرتله ډېر سخت شوی
100%

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی دی. دوی وايي چې د خوراکي توکو، تېلو او مایع ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغیزمن کړی.

رسول جان چې د کابل یو نانوايي دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې د خوراکي توکو عمومي بیې له کنټروله وتلې دي.

هغه زیاتوي چېد ډوډۍ پخولو لپاره لومړني توکي لکه اوړه، تیل او ګاز ټول قیمته شوي دي او دغه وضعیت د نانوایانو کار ستونزمن کړی دی.

رسول جان وایي: «دومره قیمتي ده، چې خلک د لوړ نرخ توان نه لري او که په همغه پخواني قیمت یې ورکوو موږ تاوان کوو».

د کابل د زړو مکروریانو په یوه ښوونځي کې معلم نبي الله بیا وايي چې معاشونه یې پر خپل وخت نه ورکول کیږي خو بیې هره ورځ لوړېږي.

هغه وايي: «د معلم به څه معاش وي، د خوړو او ورځنیو اړتیاوو بیې دومره لوړې شوې چې زموږ د معاش سره یې برابرول ناممکن کړي».

د کابل یوه اوسېدونکې مینه په خپل پیغام کې وايي چې د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو بیې د تېر په پرتله ډېرې لوړې شوې دي. د هغې په وینا، د خوراکي توکو او ګاز د قیمتونو زیاتوالي د کور د لګښتونو بار دروند کړی دی. نوموړې زیاتوي: «اوس هغه پیسې چې پخوا به زموږ ټوله میاشت خرڅ کېدې، د یوې اونۍ لپاره هم نه بس کیږي».

همدا راز قادر جان، چې په کابل کې ښاري موټر چلوي، وايي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي، خو د طالبانو او مسافرو د فشار له امله دوی نه شي کولای کرایه لوړه کړي. هغه په خپل پیغام کې ویلي: «کله چې تېل ګران شي، کرایه باید لوړه شي، طالبان د دې پر ځای چې زموږ سره مرسته وکړي، برعکس وهي او ځوروي مو، موږ مجبور یو په همغه پخوانۍ کرایه کار وکړو، چې دا زموږ لپاره تاوان دی».

د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې د بیو د کنټرول لپاره حکومتي مداخله، د وارداتو تنظیم او د بازار څارنه اړینه ده او که نه نور هم د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتېدای شي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستۍ جګړې او د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ له امله په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د عامو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن شوی دی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.

بل خوا د طالبانو د کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشریف، هرات، خوست او پکتیا ښاروالیو په بېلابېلو خبرتیاوو کې ویلي چې دوی په ښارونو کې د توکو د بیو د خپلسرې لوړېدا مخنیوی کړی دی.

طالبان وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو او هاوان ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۰
طالبان وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو او هاوان ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي
100%

د طالبانو د ویاند مرستیال ویلي، چې له تېرې شپې راهیسې پاکستان د افغانستان پر پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان ولایتونو هوايي او راکټي بریدونه کړي. د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان په بریدونو کې ۳ ملکیانو ژوند له لاسه ور کړی او ۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سې شنبه، د کب پر ۱۹مه په اېکس کې د پاکستان د بریدونو په اړه جزییات خپاره کړي دي.

فطرت لیکلي، چې د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په کوټ کلی کې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځ د هاوان مرمۍ له یوه کور سره لګېدلې چې درې ملکي وګړي پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

نوموړي ویلي، چې د پکتیکا په شکین ولسوالۍ کې هم د عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو د پاکستان پوځ د هاوان ۱۲ مرمۍ او ۱۴ د ډي سي توپ مرمۍ توغولې دي.

هغه پر خپل اېکس لیکلي، چې مرمۍ په شاړو ځمکو، تخلیه شویو کورونو او د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته نږدې سیمو کې لګېدلې دي.

د طالبانو ویاند مرستیال تایدوي، چې له سهار راهیسې د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ په څو کلیو کې د درندو وسلو په مټ د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي او تر اوسه د یو ملکي کس د ټپي کېدو راپور ترلاسه شوی.

د پاکستان پوځ د بریدونو له امله د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په نواباد، دونیژه او ډبه کلیو کې هم د هاوان او توپ مرمۍ لوېدلي دي، چې څو کورونه پکې نیمه تخریب شوي او ۲۰ څاروي وژل شوي.

د طالبانو ویاند مرستیال د پاکستان پوڅ له خوا پر څلورو ولایتونو د بریدونو راپور په داسې حال کې خپروي، چې ویل کېږي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره یو پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی دی. پاکستان په رسمي ډول ددغه پلاوي سفر نه دی تایید کړی، خو د پلاوي غړي د وسله والو ډلو پخواني جګپوړي مشران او قوماندانان دي.

د ملي مقاومت جبهه وایي چې په کابل کې یې ۴ طالبان وژلي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰
د ملي مقاومت جبهه وایي چې په کابل کې یې ۴ طالبان وژلي
100%

د طالبانو مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې ویلي، چې تېره شپه د کب پر ۱۸مه یې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند د طالبانو پر یوه موټر برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې د استخباراتو څلور غړي وژل شوي دي.

دغې جبهې د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاده پیسه د شپې د کابل ښار د قصبې سړک سیمه کې شوې او د طالبانو موټر پکې ویجاړ شوی.

جبهه زیاتوي په برید کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ظاهر قدیر خپلوان وايي چې د نوموړي محاکمه ځنډېدلې ده

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۰ GMT+۰
د ظاهر قدیر خپلوان وايي چې د نوموړي محاکمه ځنډېدلې ده
100%

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د نوموړي راتلونکې محاکمه له ځنډ سره مخ شوې ده. د قدیر د کورنۍ په وینا، د هغه د محاکمې په اړه څو ځله نېټې اعلان شوې خو لا نه ده ترسره شوې او بیا هم یوه نیمه میاشت وخت ورکړل شوی دی.

د روان کال د غويي په میاشت کې ټاکل شوې وه، چې د پخوانۍ ولسي جرګي د غړي عبدالظاهر قدیر محاکمه، چې څه موده وړاندې د کینیا د نایروبي پولیسو له لوري نیول شوی، په نایروبي کې پیل شي، خو د قدیر کورنۍ ویلي و، چې محاکمه یې ځنډېدلې ده.

د عبدالظاهر قدیر د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و:« وکیل مو ورته نیولی دی، نن یې محاکمه وه، خو وځنډیدله. وکیل سره موږ په اړیکه کې یو، وکیل خپله پوره هڅه کوي چې همدلته یې محاکمه وشي او امریکا ته له انتقال پاتي شي.»

د عبدالظاهر د کورنۍ غړي او وکیل یې هڅه کوي د نوموړي محاکمه په کینیا کې ترسره شي.

عبدالظاهر قدیر د تېر کال ۲۰۲۵ په اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

رپوټونه وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.