• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نتنیاهو ایرانیانو ته: په راتلونکو ورځو کې به داسې شرایط برابر شي چې خپل برخلیک خپله وټاکئ

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د ازادۍ لپاره په «تاریخي جګړه» کې ښکېل دي او دا د ایران د خلکو لپاره یو بې‌ساری فرصت دی، څو د ایت‌الله رژیم نسکور او خپله ازادي ترلاسه کړي.

نتنیاهو زیاته کړه: «د متحده ایالاتو سره په ګډه موږ د تهران پر مستبدینو تر بل هر وخت سخت ګوزارونه کوو. ایت‌الله نور وجود نه لري او زه پوهېږم چې تاسو نه غواړئ هغه له یوه بل مستبد سره بدل شي. نو ځکه تاسو باید اقدام وکړئ. موږ داسې شرایط برابروو چې تاسو دا کار ترسره کړئ».
د اسراییل لومړي وزیر ټینګار وکړ: «موږ د رژیم پر بې‌شمېره اهدافو بریدونه کړي دي. موږ د سپاه پاسداران زرګونه تنه اراذل او د هغوی په سلګونو توغندیز توغونکي له منځه وړي دي. زموږ تمرکز د رژیم پر اهدافو دی او خپل ټول توان کاروو چې د ایران خلکو ته زیان ونه رسېږي. موږ ستاسو متحد یو؛ ستاسو تر ټولو غوره متحد».
نتنیاهو وویل: «موږ ستاسو ځمکنۍ بشپړتیا، کلتور او میراث ته پوره درناوی لرو. تاسو د مرستې غوښتنه کړې وه او مرسته تر تاسو ورسېده. موږ به د هغو مستبدینو پر وړاندې په زیاتېدونکي ځواک سره بریدونه وکړو چې له لسیزو راهیسې یې تاسو په وېره کې ساتلي یاست. ایت‌الله‌خېل او د هغوی نوکران په تېښته دي، خو هغو بزدلانو ته د پټېدو ځای نشته».
هغه زیاته کړه: «په راتلونکو ورځو کې به موږ داسې شرایط برابر کړو چې تاسو خپله خپل برخلیک وټاکئ. ستاسو خوبونه به په حقیقت بدل شي. کله چې مناسب وخت راشي او هغه وخت په چټکۍ سره رانږدې کېږي موږ به مشال تاسو ته وسپارو. چمتو اوسئ چې له دې شېبې ګټه پورته کړئ».

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟