د ښځو فوټبال ټیم مسوولینو په کوالالمپور کې ایراني وګړي له لوبغاړو سره له خبرو منع کړل

د ایران انټرنشنل هغه ویډیوګانې چې د کوالالمپور په نړۍوال هوايي ډګر کې د ایران د ښځو د فوټبال ټیم د غړو د رارسېدو پر مهال اخیستل شوي، ښيي چې د ټیم مسوولینو په هوايي ډګر کې حاضرو ایرانیانو ته اجازه نه ورکوله چې له لوبغاړو سره خبرې وکړي.
په هوايي ډګر کې حاضرو ایرانیانو لوبغاړو ته سپارښتنه کوله چې د خپل امنیت د ساتلو په خاطر بېرته ایران ته ستانه نهشي، خو د ایران د ښځو د فوټبال ټیم مسوولینو د هغوی په ځواب کې ویل: «دا ستاسو کار نه دی».
