• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تاشقرغان تنګي کې تخنیکي ستونزه حل او د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو برېښنا بېرته ونښلول شوه

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي ستونزه چې د تاشقرغان تنګي سیمه کې د باران، توپان او ډبرو ښویېدو له امله رامنځته شوې وه، د شپې شاوخوا (٢:٠٠) بجې په بشپړه توګه حل او برېښنا بېرته په نورمال ډول ونښلول شوه.

د یاد شرکت په وینا؛ د دغه مزي نښلولو سره د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ او غزني ولایتونو د وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی و، په تاشقرغان تنګي کې د سخت باران او توپان له امله د وارداتي برېښنا په مزو کې تخنیکي ستونزه راغلې چې له امله یې د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو برېښنا پارچاو شوې ده.

د سختو بارانونو او توپانونو پرمهال ډېر کله له ازبکستان نه د افغانستان وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزې پیدا کوي او تر دې پخوا هم په ځلونو دغه ډول پارچاوۍ رامنځته شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د فدرالي پلټنو ادارې د طالبانو له بنده د امریکایانو د خلاصون په اړه خپله ژمنتیا تکرار کړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي پلټنو ادارې (اېف‌بي‌ای) اعلان کړی، چې د مارچ په ۹مه نېټه امریکا افغانستان د «ناعادلانه زندانیانو د ملاتړ کوونکي هېواد» په توګه نومولی. یاده اداره وایي، خپلو فدرالي او نړۍوالو شریکانو سره د همکارۍ ژمنه لري، ترڅو امریکايي وګړي بېرته راستانه کړي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا له پولو بهر په بند کې د ساتل کېدونکو امریکایانو د ازادېدو لپاره همکاري کولای شي او همدارنګه هڅه کوي هغه کسان چې دغه امریکایان یې نیولي یا اسیر کړي دي د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوستلو د همغږۍ څانګه (اېچ‌ار‌اېف‌سي) هغه هڅې همغږي کوي چې له مخې یې هغه امریکايي وګړي بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي چې د امریکا له پولو بهر یرغمل شوي دي.

اېف‌بي‌ای زیاته کړې، چې متحده ایالتونه به د دغو قضیو د تعقیب او د حل لپاره خپلو هڅو ته په ټینګ عزم او جديت سره دوام ورکړي. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په زندان کې دوه امریکایي وګړي زندانیان دي او تازه امریکایي چارواکو ګواښ کړی که طالبان دغه زندانیان ازاد نه کړي، نو د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره به مخ شي.

متحده ایالتونو ویلي، چې طالبان له امریکایي زندانیانو څخه د سیاسي فشارونو او د ګټې د وسیلې په توګه استفاده کوي.

امريکايي چارواکي وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتيا لري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د امريکا متحده ايالات وايي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعيت يوې «انساني فاجعې» ته ورته بلل کېږي، خو دې هېواد ته نړۍوالې مرستې بايد و ارزول شي، ځکه طالبان لا هم پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي او ښځې يې له بنسټيزو حقونو بې‌برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) بودیجه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د دې سازمان د ماموریت د غځېدو لپاره و ارزول شي.

والټز وويل: «د طالبانو د سختدریځۍ له امله موږ بايد په ډېر دقت له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو او تعامل ګټورتيا و ارزوو». نوموړي په عين حال کې ټينګار وکړ، چې افغانستان لا هم له يوې «انساني فاجعې» سره مخامخ دی.

هغه زياته کړه، چې د امنيت شورا بايد د هغو مالي سرچينو په اړه چې د دې ماموريت د بودیجې لپاره برابروي، په ډېر غور پرېکړه وکړي ځکه د ده په وينا د يوناما کارکوونکو ته ان اجازه نه ورکول کېږي چې د کار لپاره خپلو دفترونو ته ولاړې شي.

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د نړۍ له تر ټولو سختو انساني کړکېچونو څخه سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور له‌مخې، له ۱۷ ميليونو څخه زيات افغانان چې د هېواد شاوخوا يو پر درېيمه برخه نفوس جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له دې شمېر څخه ۴.۷ ميليونه کسان د لوږې په بېړني حالت کې ژوند کوي.

په همدې غونډه کې د يوناما سرپرستې ګانيون وويل، چې افغانستان له بېړنۍ بشري اړتياوو سره مخ دی او په دې هېواد کې انساني کړکېچ د مرستو د بودیجې د کمېدو له امله لا پسې ډېر شوی دی.

هغې وويل، بشري مرستندويه ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷.۵ ميليونو افغانانو ته مرستې ورسوي او د همدې موخې لپاره يې د ۱.۷۱ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يوازې شاوخوا لس سلنه دا بودیجه برابره شوې ده.

ګانيون دا هم وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې دوه اوونيزه نښته «درانه انساني او اقتصادي لګښتونه» لري او له بلې خوا د افغانستان پر بل سرحد د ايران جګړې د بنسټيزو توکو بيې لوړې کړې دي.

هغې زياته کړه، چې له دې ستونزو سره سره يو شمېر مثبت بدلونونه هم ليدل کېږي چې د افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل ارزښت څرګندوي، له هغې جملې څخه د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیلي بندیز دی.

د يوناما سرپرستې خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان د بشري حقونو او انساني کړکېچ مسلو ته پاملرنه ونه‌شي، دا هېواد ښايي «يو ځل بيا د سيمه‌ييزې او نړۍوالې بې‌ثباتۍ عامل» وګرځي؛ داسې بې‌ثباتي چې د کډوالۍ د زياتېدو، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو ګواښونو په بڼه راڅرګندېدای شي.

د ماشومانو د ژغورنې اداره: د افغانستان ختیځ کې د جګړو له امله ۶۸ زره ماشومان بې‌ځایه شوي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د ماشوم ژغورنې نړۍوالې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو نښتو د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د دې ادارې په وینا، د دوی د بشري مرستو په فعالیتونو کې د خنډونو له امله شاوخوا ۱۳۴ زره کسان له مهمو خدمتونو لکه د روغتیايي پاملرنې، تغذیې، د ماشومانو د ساتنې او زده‌کړو له پروګرامونو څخه بې‌برخې شوي دي.

همدارنګه د سلګونو درسي ټولګیو او موقتي تعلیمي مرکزونو د ځنډېدو له امله له ۸ زرو څخه زیات ماشومان چې د ماشومانو د ژغورنې ادارې او د هغې د شریکانو له خوا یې ملاتړ کېده، دا مهال ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی، چې ماشومان په جدي ډول د ساتنې ملاتړ او رواني–ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري او د امنیتي وضعیت له امله د ماشومانو ځینې د پاملرنې مرکزونه هم په موقتي ډول تړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له‌مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې راهیسې د روانې جګړې له امله ۵۶ عام ملکي افغانان وژل شوي او له ۱۲۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ کیسه

نسیم (مستعار نوم) یو ۵۰ کلن سړی چې په یوه هوټل کې د اشپز په توګه کار کاوه، وایي چې له خپلو دوو ماشومانو سره له جګړو تښتېدلی او د خپل ژوند ډېری وسایل یې د افغانستان په ختیځ کې د خپل کور دننه پرېښي دي. د هغه ۱۳ کلن زوی علي مخکې ښوونځي ته تللو او د ماشومانو د ژغورنې ادارې د ماشومانو د پاملرنې په یوه مرکز کې یې هم ګډون کاوه.

دا کورنۍ اوس د خپلو خپلوانو سره په یوې کوچنۍ کوټه کې ژوند کوي. نسیم وایي: «کله چې زما ماشومان له کوره بهر وځي، زه له وېرې لړزېږم چې هسې نه کومه مرمۍ پرې ولګېږي. زه هم کار ته نه‌شم تللی، ځکه زموږ هوټل په داسې ځای کې دی چې مرمۍ او هاوان پرې لګېږي. اوس که څه شی پیدا کړو خورو یې، که نه نو په وږې نس ویده کېږو. موږ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوو».

د خوړو کړکېچ او د مرستو درېدل

په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو یې د خوړو مرستو ته اړتیا لري، شاوخوا ۱۶۰ زره کسان هم د خوراکي موادو د وېش د بندېدو له امله اغېزمن شوي دي، ځکه د خوړو نړۍوال پروګرام په زیانمنو سیمو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

ځینې کورنۍ چې ډېری یې په بشپړه توګه پر بشري مرستو تکیه لري، اوس اړ شوي چې د دویم ځل لپاره بې‌ځایه شي. دغو کورنیو مخکې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ میاشتې د مرګوني زلزلې له امله په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یې کورونه نړېدلي وو. له هغې زلزلې شپږ میاشتې وروسته شاوخوا ۴۹ زره کسان د بې‌ځایه کېدو په حالت کې ژوند کوي.

د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه

د اسیا لپاره د ماشومانو د ژغورنې ادارې سیمه‌ییز مشر ارشاد ملک وایي: «لسګونه زره ماشومان هغه ټول څه له لاسه ورکړي چې هغوی ته یې ثبات او امنیت ورکاوه. هغوی له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي، له زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو محروم شوي او د ساتنې له ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې شوي دي. دا جګړې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو لپاره ویجاړونکي پایلې لري. په دوی کې داسې کورنۍ هم شته چې ډېری یې لا له وړاندې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ وې».

هغه ټینګار وکړ، چې د ماشومانو د ژوند د خوندي کولو یوازینۍ رښتینې لار د تاوتریخوالي بندېدل دي او زیاته یې کړه: «موږ له ټولو ښکېلو لوریو څخه سمدستي غوښتنه کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او په هر حالت کې د ماشومانو ساتنه وکړي. دا خورا مهمه ده چې ټول لوري د نړۍوال بشردوستانه قانون له‌مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي، له ملکي وګړو په ځانګړي ډول له ماشومانو ساتنه وکړي او ژر تر ژره د اوربند د ټینګېدو لپاره جګړو ته د پای ټکی کېږدي».

د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، چې تر اوسه یې په زیانمنو سیمو کې له ۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي. په دې مرستو کې د درې ګرځنده روغتیايي ټیمونو استول، شاوخوا ۴۵۰ ماشومانو ته رواني–ټولنیز ملاتړ او نږدې ۳۵۰ کورنیو ته څو اړخیزې نغدي مرستې شاملې دي.

دې ادارې ویلي، چې له خپلو شریکانو سره په همغږۍ به نورې بېړنۍ مرستې هم د زده‌کړو، روغتیا، د ماشومانو د ساتنې، تغذیې، اوبو او روغتیايي خدمتونو په برخو کې د اغېزمنو ماشومانو او کورنیو لپاره برابرې کړي.

د امریکا د کانګرس استازي: د طالبانو د برمته کولو تګلاره نور د زغملو وړ نه ده

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د امريکا د کانګرس دوو استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان يې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې په ناقانونه توګه امریکایي وګړي زنداني کوي. دوی ټينګار کړی، چې د طالبانو «د برمته کولو ډيپلوماسي» نور د زغملو نه ده.

د برمته شويو کسانو د چارو لپاره د ټرمپ استازي اډم بولر د سې‌شنبې په ورځ وويل، چې طالبان بايد امريکايي وګړي د يو ارزښتناک توکي په څېر ونه‌ګڼي تر څو د هغوی په بدل کې د امريکا له حکومت څخه سياسي او ډيپلوماتيک امتيازونه ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه، چې ټرمپ به د دې ناوړه چلند او ناوړه ګټې اخيستنې دې کړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان په رسمي ډول د هغو هېوادونو په توګه معرفي شوی چې په ناقانونه ډول امریکایي وګړي بندي کوي. هغه وويل: «طالبان له ترهګريزو تګلارو کار اخلي، خلک د تاوان اخيستو يا د سياسي او ډيپلوماتيکو امتيازونو د ترلاسه کولو لپاره تښتوي. دا ناوړه او کرکجنې تګلارې بايد پای ته ورسېږي».

د کانګرس جمهوري غوښتونکې استازې ماریا سالازار هم د دې پرېکړې په غبرګون کې وليکل: «نور به د برمته کولو ډيپلوماسي ونه زغمل شي». هغې ټينګار وکړ: «د ډونالډ ټرمپ د حکومت پيغام روښانه دی، امريکايي وګړي خوشې کړئ، که نه نو له جدي پايلو سره به مخ شئ».

امريکايي سناتور کورنین د سې‌شنبې په ورځ د ډینس کوېل له خويندو سره وکتل. ډينس کوېل هغه امريکايي وګړی دی چې د طالبانو له خوا بندي شوی دی. کورنين وويل: «اوس وخت رارسېدلی چې ډينس کويل خوشې شي او خپل هېواد ته بېرته راستون شي».
هغه زياته کړه: «زه خوښ يم چې مارکو روبيو افغانستان د ناقانونه بندي کولو د ملاتړ کوونکي په توګه معرفي کړی او زه به له هغه او د ولسمشر سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړم څو ټول امريکايي برمته شوي وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي».

په وروستيو ورځو کې امريکا پر طالبانو فشار زيات کړی، څو درې امريکايي وګړي خوشې کړي. طالبانو ويلي، چې په دې اړه خبرو اترو ته چمتو دي، خو تل يې د محمود شاه حبیبي د نيولو خبره رد کړې ده.

امريکا ټينګار کوي، چې محمود شاه حبيبي په کابل کې د اېمن‌الظواهري د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو نيول شوی دی.

امریکايي څېړونکی: پر طالبانو د واشنګټن فشار له سيمه‌ييزو بدلونونو سره تړاو لري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰

يوه پېژندل شوي امريکايي څېړونکي مایکل کوګلمن ويلي، چې په افغانستان کې پر طالبانو د واشنګټن وروستي فشارونه «حيرانوونکي» ښکاري او ښايي د سيمې له روانو بدلونونو سره تړاو ولري.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امريکا يوه چارواکي طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې که امريکايي بنديان خوشې نه کړي، له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان يې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې امريکايي وګړي په ناقانونه ډول نيسي او د سياسي امتيازونو په بدل کې يې خوشې کوي.

اوس مهال په دې نوملړ کې يوازې ايران او افغانستان شامل دي.

له دې پرېکړې وروسته يو شمېر امريکايي سياستوالو او چارواکو پر طالبانو سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې طالبان امريکايان برمته کوي. د لومړي ځل لپاره يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي طالبانو ته د امريکايي وګړو د بندي کولو له امله د پوځي اقدام ګواښ هم وکړ.

د امريکا د ولسمشر د برمته شويو کسانو د چارو استازي اډم بولر خبرداری ورکړ، چې طالبان بايد د امريکا له هغو بريدونو عبرت واخلي چې پر ايران او ونزوېلا شوې دي او د ټرمپ جديت دې نه ازمويي. هغه له طالبانو وغوښتل، چې امريکايي وګړي ژر تر ژره خوشې کړي.

د اتلانتيک شورا د جنوبي اسيا د څېړنو مشر مايکل کوګلمن د سې‌شنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې وليکل: «د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت بنسټيز هدف دا دی چې هغه امريکايي وګړي ازاد کړي چې د طالبانو په بند کې دي».

تر دې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو او سفرونو د يو شمېر امريکايي بنديانو د خوشې کېدو لامل شوی و. اوس مهال ډینس کوېل، محمود شاه حبیبي او يو بل امريکايي وګړی د طالبانو په بند کې دي او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د محمود شاه حبيبي د نيولو خبره رد کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ د واشنګټن د توند بيان په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د امريکايي بنديانو د خوشې کېدو په اړه خبرو ته چمتو دي.

کوګلمن وويل، چې له پخوانيو مذاکراتو وروسته د يو شمېر بنديانو خوشې کېدل ښيي چې خبرې اغېزمنې وې، له همدې امله د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي ناڅاپي زياتوالی حيرانوونکی ښکاري. هغه زياته کړه: «ښايي دا وضعيت د سيمې په سياسي او امنيتي معادلو کې له چټکو بدلونونو سره تړاو ولري».

د نوموړي اشاره د امريکا او اسراییل هغو بريدونو ته ده، چې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد ترسره شوي دي. دا بريدونه وروسته له هغې پيل شول، چې ډونالډ ټرمپ د ايران سره له خبرو ناخوښي وښوده او تهران له واشنګټن سره معاملې ته چمتو نه‌شو.

له بلې‌خوا، پاکستان هم پر ډیورنډ کرښه پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره له تاوتريخوالي او نښتو سره مخ دی او امريکا د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد د دريځ ملاتړ کړی دی. طالبانو بيا د امريکا پر وړاندې له ایران څخه ملاتړ ښکاره کړی دی.