طالبانو په زابل، بدخشان او تخار کې ۱۱ کسانو ته تنفيذي بند او تعزیري سزاوې ورکړې

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په زابل، بدخشان او تخار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي دي. دغه کسان د «نامشروع اړيکو»، قمار وهنې، له کوره تېښتې، او د الکولي مشروباتو د پېر، پلور او لېږد په تور په دُرو هم وهل شوي دي.
