دا تړون د مارچ پر۴مه د تاجکستان د پارلمان په غونډه کې وڅېړل شو او تصویب شو. د چارواکو په وینا، د پروژې اساسي هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د مادي او تخنیکي امکاناتو پیاوړي کول دي.
د اسیا پلس د رپوټ له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د مرستیال مرادعلي رجبزاده په وینا، پروژه به په درې پړاوونو کې عملي شي او د دویم پړاو د پلي کېدو لپاره اړوند تبادله شوي لیکونه لا دمخه لاسلیک شوي دي.
د تاجکستان د پارلمان د قانون، دفاع او امنیت د کمېټې غړي بهریدین ضیايي ویلي چې چین به د پروژې د څېړنې او ډیزاین چارې ترسره کړي او اړین تجهیزات او ودانیز توکي به هم برابر کړي.
همدارنګه به چین انجینران تاجکستان ته ولېږي، تخنیکي تجهیزات به نصب او تنظیم کړي او دفترونو او استوګنځایونو ته به فرنیچر او کمپیوټرونه برابر کړي.
د پروژې په چوکاټ کې به سړکونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو شبکې، برېښنا او نور اړین زیربنايي خدمات هم جوړ شي.
چارواکي وايي، د چین له لوري د دې پروژې مالي تمویل به هغه وخت پیل شي چې په چین کې اړوند داخلي قانوني مراحل بشپړ شي.
د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې پلی شو، د چین په مالي مرسته د افغانستان پولې ته نږدې ۱۲ سرحدي تاسیسات جوړ شوي وو.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې چین غواړي د تاجکستان په بدخشان سیمه کې پوځي اډه جوړه کړي. دغه موضوع په ۲۰۲۱ کال کې د تاجکستان په پارلمان کې هم مطرح شوې وه.
خو وروسته د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د تاجکستان په خاوره کې د چین د پوځي اډې د جوړېدو په اړه راپورونه ناسم دي.
د تاجکستان او افغانستان پر پوله په دې وروستیو کې څو پېښو دوشنبه او بیجنګ له افغان خاورې د ګواښونو له اړخه اندېښمن کړي دي.