روسیه: د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ مذاکره نهشته

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسيلي نبنزیا وویل، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ ډول مذاکره نهشته.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې، نوموړي دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ او عربي مشرانو سره د خبرو اترو وروسته د مذاکرې د احتمال په اړه ترې شوې وه.
نبنزیا وویل: «موږ چمتو یو چې له هغه کړکېچن وضعیت څخه د وتلو لپاره مرسته وکړو چې ټوله سیمه او متحده ایالات پهکې راګیر شوي دي».
