• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: ایراني چارواکي لا نه پوهېږي چې پر دوی څه راغلي دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په کنتاکي ایالت کې د یوې غونډې پر مهال وویل، چې متحده ایالات ایران ته د «یو تفریحي سفر» لپاره تللی دی. هغه پر ایران برید تفریحي سفر ته ورته بللی دی.

نوموړي ټینګار وکړ: «هغوی نه پوهېږي چې څه پرې تېر شوي دي. دوی د امریکا د پوځ له لوري تر برید لاندې راغلي دي».
ټرمپ په دې څرګندونې سره چې «دوی د داسې څه تمه نه درلوده»، زیاته کړه: «موږ د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواک ۵۸ کښتۍ له کاره غورځولې دي».
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران د توغندیو شمېر «کم شوی» او زیاته یې کړه: «د دوی د بې‌پیلوټه الوتکو شمېر ۸۵ سلنه کم شوی دی. هغه کارخونې چې دا هر څه په‌کې جوړېږي، یو په بل پسې الوځوو. په رښتیا سره باید ووایم، هېچا کله داسې څه نه دي لیدلي. هېچا کله د هغه څه په څېر چې تاسو یې اوس وینئ، څه نه دي لیدلي».
هغه وویل: «تر څو چې کار بشپړ شوی نه وي، موږ دا ځای نه پرېږدو.» هغه زیاته کړه: «امریکا نه غواړي چې په هرو دوو کلونو کې له ایران سره د جګړې حالت ته راوګرځي».

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰
مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي
100%

د طالبانو مخالفې وسله‌والې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـ‌علي‌اباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.

یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۰
امریکا له لبنان څخه د خپل سفارت لسګونه کارکوونکي واېستل
100%

اسراییلي ټلویزوني شبکې «کان» راپور ورکړی، چې امریکا په لبنان کې د خپل سفارت لسګونه تنه کارکوونکي له دغه هېواده وایستل. لبناني رسنیو هم ویلي، چې واشنګټن خپل لسګونه کسان د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

همدارنګه لبناني ټلویزون «ایل بي سي اې» هم ویلي، چې په بیروت کې د امریکا سفارت د احتیاطي اقدام په توګه خپل لسګونه کارکوونکي د رفیق حریري نړیوال هوايي ډګر له لارې تخلیه کړي دي.

د باخبره سرچینو په وینا، دغه اقدام د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره شوی، په ځانګړي ډول که امریکا پر ایران برید وکړي، نو یاد کارکوونکي به د تهران له متقابل ځواب څخه خوندي واوسي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په لبنان کې د امریکا سفارت ښايي ډېر ژر په یوې اعلامیې کې د دې اقدام جزییات او احتمالي پایلې روښانه کړي.

یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی

۳ کب ۱۴۰۴ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰
یو کس چې غوښتل یې د ټرمپ استوګنځي ته له اجازې پرته ننوځي وژل شوی
100%

د امریکا د استخباراتو ادارې ویلي، چې مامورانو یې یو شل کلن کس هغه مهال په ډزو وواژه، چې نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استوګنځي خوندي ساحې ته د «غیرقانوني ننوتلو» هڅه کوله.

د «این بي سي نیوز» د راپور له مخې، یاده پېښه د امریکا په وخت د یکشنبې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه د فلوریډا ایالت په ویسټ پام بیچ ښار کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کې حضور لري.

امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۰
پزشکیان: د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، نړیوالو فشارونو او کورنیو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران حکومت به د دغو ننګونو پر وړاندې هېڅکله تسلیم نه شي.

هغه د نړیوالو فشارونو او ننګونو یادونه وکړه او ویې ویل: «د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو پر وړاندې به سر ټیټ نه کړو.»

پزشکیان همداراز د ایران د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ دنده لرو چې هغه ټپونه چې د ټولنې پر بدن لګېدلي، بېرته ورغوو.»

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دا هېواد له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، او چارواکي هڅه کوي د خلکو باور وساتي او د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې

۲ کب ۱۴۰۴ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰
د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې
100%

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مار‌ي‌اګنس اشترک‌زیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماري اګنس ویلي چې هغه په ښکاره ډول د ایراني ډیپلوماتانو د اخراج د غوښتنې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې هغه کسان چې د ترور او ځپنې تنظیم او ملاتړ کوي، باید له عادي ډیپلوماتیکو اړیکو برخمن نه شي.

نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي هېوادونو له لوري باید د ایران پر وړاندې قاطع او روښانه دریځ خپل شي، څو د دې هېواد له لوري د امنیتي ګواښونو او احتمالي اقداماتو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې د سیاسي اختلافاتو او امنیتي اندېښنو له امله ترینګلې شوې دي. اروپايي چارواکو مخکې هم د ایران د امنیتي بنسټونو پر ځینو غړو بندیزونه لګولي او د بشري حقونو او امنیتي مسایلو په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده.