د امنیت شورا پر خلیج هېوادونو د ایران د بریدونو د غندنې پرېکړهلیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په ۱۳ موافقو او پرته له کومې مخالفې رایې، یو داسې پرېکړهلیک تصویب کړ چې پر سعودي عربستان، قطر، کویټ، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو یې د ایران بریدونه غندلي دي.
روسیې او چین دغه پرېکړهلیک ته چې د بحرین لهخوا وړاندې شوی و، ممتنع رایې ورکړې.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیر مایکل والټز د امنیت شورا په ناسته کې وویل: «ایران پر ټولو لورو ډزې کوي او هغه ملتونه چې پخوا یې جدي اختلافات لرل، اوس سره یوځای شوي دي. هغوی اوس په خپلو کې متحد دي».
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لهمخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر امیر سعید اېرواني پر دغه پرېکړهلیک نیوکه وکړه او ویې ویل: «متحده ایالاتو او اسراییل د نړۍوالو قوانینو په نقضولو سره پر ایران بریدونه کړي دي».
په ورته وخت کې، د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه د روسیې په مشرۍ د پرېکړهلیک مسوده په امنیت شورا کې تصویب نه شوه. دغې مسودې یوازې څلور موافقې او دوې مخالفې رایې ترلاسه کړې او ۹ نورو غړو له رایې ورکولو ډډه وکړه.
د سعودي عربستان هرکلی
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د خلیج عربي هېوادونو او اردن پر وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریدونو په اړه د امنیت شورا د ۲۸۱۷ شمېرې پرېکړهلیک د تصویب هرکلی وکړ.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په هغې اعلامیه کې چې په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، د دغه هېواد په ګډون د بحرین، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان، کویټ او اردن لهخوا د دې پرېکړهلیک چمتو کولو ته په اشارې سره د ایران د اسلامي جمهوریت توغندیز او ډرون بریدونه «بوږنونکي» وبلل.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې دغه پرېکړهلیک د ایران د اسلامي جمهوریت بریدونه «د نړۍوالو قوانینو نقض او د نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ» بولي.
