• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپټانې د ایرانۍ لوبغاړو د پناه‌غوښتنې ملاتړ وکړ

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپتانې او بنسټ اېښودونکې خالده پوپل د ایران د ښځینه فوټبال لوبغاړو د زړورتیا ستاینه کړې او په اسټرالیا کې یې د هغوی د پناه غوښتنې له پروسې ملاتړ کړی دی.

هغې د فوټبال له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چې د ښځینه ورزشکارانو د ساتنې لپاره لا زیات ګامونه واخلي. نوموړې د فوټبال نړۍوال فډراسیون (فیفا) او د اسیا د فوټبال له کنفدراسیون څخه وغوښتل، د هغو ښځینه ورزشکارانو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي چې له ګواښونو او فشارونو سره مخ دي.

د ایراني لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د ایران دولتي ټلوېزیون دا لوبډله د اسیا د ښځو د فوټبال د ملتونو جام سیالیو پر مهال د ملي سرود د نه ویلو له امله «د جګړې د وخت خاینان» وبلله.

رويټرز زیاتوي، خالده پوپل چې په ۲۰۱۱ کال کې د ښځو د فوټبال د ودې لپاره د خپلو فعالیتونو له امله اړه شوه افغانستان پرېږدي او وروسته یې په ډنمارک کې پناه واخیسته، ویلي چې ایراني لوبغاړو له سختو فشارونو سره سره یوه زړوره پرېکړه کړې ده.

هغې وویل: «هغه څه چې ایراني ښځې یې اوس کوي، د یو ظالم حکومت د فشارونو پر وړاندې درېدل دي. دا یو ډېر زړور اقدام دی او هغوی باید پر ځان وویاړي».

د پناه غوښتونکو ورزشکارانو رواني فشارونه

پوپل د پناه غوښتونکې په توګه د خپلې شخصي تجربې یادونه وکړه او ویې ویل، چې دا ډول پرېکړې حتی د امنیت تر ترلاسه کولو وروسته هم سخت رواني فشارونه رامنځته کوي. هغې زیاته کړه: «ممکن له فزیکي پلوه په امن کې اوسئ، خو له رواني اړخه له فشار، اندېښنې او د ګناه له احساس سره مخ کېږئ؛ ځکه تاسو خوندي یاست، خو نور کسان لکه تاسو ښايي ووژل شي، چوپ کړل شي یا زنداني شي».

پوپل همدارنګه وویل، چې کله یې افغانستان پرېښود، له ژور خپګان، فشار او د خپلې کورنۍ په اړه له دوامدارې اندېښنې سره مخ وه.

د ښځینه ورزشکارانو د ملاتړ غوښتنه

خالده پوپل چې د «نجونو ځواک» په نوم یې یو بنسټ هم جوړ کړی، د ایراني لوبغاړو د ملاتړ لپاره یې د اسټرالیا د حکومت له اقدام څخه مننه وکړه. د اسټرالیا حکومت د ایران د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو ته بشردوستانه پناه ورکړې ده.

په همدې حال کې د فوټبال د لوبغاړو نړۍوالې ټولنې «فیف‌پرو» هم د دې لوبې له بنسټونو غوښتي، چې د دغو لوبغاړو د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي. خالدې پوپل ټینګار وکړ، چې د فوټبال نړۍوال فډراسیون او د اسیا د فوټبال کنفدراسیون باید ژر او پرېکنده عمل وکړي.

هغې وویل: «اوس وخت رارسېدلی چې دا بنسټونه د ایران د ښځو تر څنګ ودرېږي. د هغوی امنیت باید لومړیتوب ولري. نړۍ هره ورځ له لا زیاتو کړکېچونو سره مخ کېږي او ورزش هم باید د داسې حالتونو لپاره چمتو وي».

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د ایران جګړې له امله د افغانستان او سریلنکا کرېکټ سیالۍ لغوه شوې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د منځني ختیځ د شخړې له کبله، چې اسراییل او امریکا په ایران بریدونه ترسره کړل او په سیمه کې حالات ترینګلي شول، سریلانکا د افغانستان پر وړاندې د شپږ لوبو سیریز نامعلوم وخت ته وځنډاوه.

د افغانستان کرېکټ لوبډله باید سریلانکا په متحده عربي اماراتو کې کوربه وای، خو د روانې جګړې او د الوتنو د ګډوډۍ له امله دا سیریز لغوه شو.

د سریلنکا کرېکټ چارواکو ویلي: «موږ اړ شو چې د الوتنو وضعیت او سیمه کې روانو جګړو له امله سیریز لغوه کړو.»

په پام کې وه چې د افغانستان او سریلنکا ترمنځ درېشل اوریزېنړیوالې لوبې په شارجا کې د مارچ په ۱۳، ۱۵ او ۱۷ او درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې په دوبۍ کې د مارچ په ۲۰، ۲۲ او ۲۵ ترسره کیدې.

د شپږو سیالیو دا سیریز د منځني ختیځ له شخړې وړاندې ټاکل شوی خو د متحده ایالاتو او اسراییل د فبروري په ۲۸په ایران باندې برید وکړ، او تهران یې د غچ په توګه ځینې اهداف وویشتل. د دې شخړې له امله د دوبۍ په ګډون د سیمې الوتنې ګډوډې شوې.

تر اوسه د افغانستان کرېکټ بورډ ددغه سیالیو د لغوه کولو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د ټرمپ د لاسوهنې مخه ونیسي

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۰ GMT+۰

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسټرالیا کې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو د پناه غوښتنې ملاتړ وکړ، د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا څخه وغوښتل چې د فوټبال په برخه کې د ټرمپ د «سیاسي لاسوهنې» مخه ونیسي.

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، چې د ایران د فوټبال فدراسیون د ټرمپ څرګندونې «بې حسه» وبللې او هغه یې «په فوټبال کې ښکاره سیاسي لاسوهنه» وګڼله.

د فدراسیون په اعلامیه کې راغلي دي: «د فوټبال نړیوال چارواکي باید د امریکا د ولسمشر مستقیمو سیاسي مداخله کوونکو څرګندونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه دا په فوټبال کې د سیاسي لاسوهنې ښکاره بېلګه ده. هغوی باید ژر اقدام وکړي څو دا بهیر دوام ونه مومي».

د ایران انټرنشنل د راپور له مخې، عاطفه رمضاني‌ زاده، زهرا سربالي، مونا حمودي، فاطمه پسندیده او زهرا قنبري چې د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پنځه لوبغاړې دي د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۸مه) د لوبډلې له کمپ څخه تر وتلو وروسته یې په اسټرالیا کې د پناه غوښتنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: «اسټرالیا د ایران د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو په مجبورولو سره یوه لویه انساني تېروتنه کړې ده».

ټرمپ دا هم وویل چې هغه د ایران د ښځینه فوټبال لوبډلې ​​د وضعیت په اړه د اسټرالیا له لومړي وزیر انتوني البانیز سره خبرې کړې دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ سوشل» شبکه کې لیکلي چې هغه دغه مسله تعقیبوي او زیاته یې کړه:«تر اوسه د پنځو کسانو وضعیت ته رسېدنه شوې ده او پاتې نور په لاره کې دي.»

اېمل ولي خان په «جی هند» ویلو سره هند ته د اتلولۍ مبارکي وویله

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د کرېکټ په نړۍوال جام کې د اتلولۍ د ګټلو له امله هند ته د «جی هند» په ویلو سره مبارکي وویله. د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ نن د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

اېمل ولي خان په همدې تړاو په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د ستاینې حق باید ادا شي او همداراز یې د هند لوبډله د اتلولۍ مستحقه بللې ده.

هغه زیاته کړې: «جې هند! د هند بریا نه یوازې په ټورنمنټ کې د هغوی پیاوړې لوبه، بلکې د یو منظم او بنسټیز کرېکټ سیسټم ځواک هم منعکس کوي. دا یوه یادونه ده چې په سپورټ کې تلپاتې بریا پر پیاوړو بنسټونو ولاړه وي. لوبډلې ته د دې مستحقې اتلولۍ مبارکي وایم».

«جی هند» چې معنا یې «ژوندی دې وي هند» دی دا شعار په هند کې د ازادۍ د مبارزې پر مهال مشهور شو او دا د دغه هېواد د یوه ملي شعار په توګه په رسمي مراسمو، پوځي سلامیو او د هېوادپالنې د څرګندولو لپاره کارول کېږي او «جی هند» بیا د لوبو پر مهال «هند دې تل بریالی وي» په معنا تعبیرېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ پایلوبه د هند او نیوزیلنډ تر منځ تر سره شوه او د هند لوبدلې نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو نړۍوال جام اتلولي د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړه.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ پایلوبه د هند او نیوزیلند تر منځ تر سره شوه او د هند لوبدلې نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو نړۍوال جام اتلولي د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړه.

د ۲۰۲۶ کال شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ چې د هند او سریلانکا په کوربه‌توپ پیل شوې وې په څلورو ګروپونو کې د شلو هېوادونو لوبډلو په‌کې ګډون کړی وو.

په یادو سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې هم په خپل ګروپي سیالیو کې دوه لوبې وګټلې او دوه یې وبایللې او د سیالیو له دوام څخه حذف شوه.

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام سیالیو پایلوبه نن په هند کې د نرېندرا موډي په کرېکټ لوبغالي کې تر سره شوه چې زرګونه نندارچیان یې هم نندارې ته ورغلي وو.

د لوبې په لومړۍ برخه کې د هند لوبډلې نیوزیلنډ ته په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان سره د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ، خو د نیوزیلنډ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ونه شو کولای ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه د هند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام اتلولي هم ګټلې وه.

د هرات یوه تکواندو کار د تکواندو د نامناسب وضعیت له کبله خپلې ورزشي جامې وسوځولې

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۰ GMT+۰

په هرات کې د تکواندو یوه روزونکي او تکواندو کار د اعتراض په توګه د خپل ورزشي دوکان د تکواندو جامې وسوځولې، څو د طالبانو پام د دې ورزشي څانګې اندېښمن حالت ته راواړوي. د معلوماتو له‌مخې، په وروستیو کلونو کې په هرات کې د تکواندو ورزش له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د امکاناتو کمښت، د سیالیو د تر سره کولو لپاره د برېښنايي سیسټم او د منظمې تګلارې نشتوالی او همداراز د تکواندو د لیګ سیالیو نه ترسره کېدل هغه لاملونه دي، چې په هرات کې یې د دې ورزش د پام وړ رکود رامنځته کړی دی.

په تېرو ورځو کې سید بهار مبارز، چې د دې ولایت یو تکواندو کار او روزونکی دی، د اعتراضي اقدام په توګه په خپل ورزشي دوکان کې د تکواندو جامې وسوځولې. هغه وايي، د دې کار موخه یې دا ده چې مسوولین د هرات د تکواندو خراب او ګډوډ حالت ته متوجه کړي.

د ورزشي سرچینو په وینا، پخوا په هرات کې د تکواندو کلپونو ته شاوخوا ۶۰ رسمي جوازونه ورکړل شوي وو او ډېری دغو کلپونو فعالیت درلود. هغه مهال تکواندو په دې ولایت کې له فعال او ډېر مینه‌وال لرونکو ورزشونو څخه شمېرل کېده، خو اوس د هماغو لسګونو کلپونو له منځه یوازې اته کلپونه فعال پاتې دي او ډېر هغ یې د شته ستونزو له امله تړل شوي دي.

ویل کېږي، چې همدا پاتې کلپونه هم د هرات د تکواندو فډراسیون له لوري د ملاتړ او روښانه پروګرام د نشتوالي له امله پراخ او اغېزناک فعالیت نه‌لري.

د اوسني وضعیت معترضان وایي، چې د دې ولایت د تکواندو فډراسیون د پام وړ فعالیت نه‌لري او له ورزشکارانو څخه یې لازم ملاتړ نه‌کېږي. د هغوی په باور، هغه ورزش چې یو وخت د افغانستان د ورزش له ویاړونو څخه شمېرل کېده او په اسیايي، نړیوالو او حتی د المپیک په سیالیو کې یې هېواد ته مډالونه ګټلي وو، اوس د جدي رکود له ګواښ سره مخ دی.

سید بهار مبارز چې د افغانستان له هغو تکواندوکارانو څخه دی چې په بهرنیو سیالیو کې یې مډالونه ګټلي وایي، د تکواندو د وسایلو، امکاناتو او جامو د برابرولو په برخه کې یې پانګونه کړې وه، خو په هرات کې د کلپونو له تړل کېدو او د ورزشي فعالیتونو له کمېدو وروسته له پام وړ مالي زیان سره مخ شوی دی.

هغه زیاتوي، چې د دې اعتراضي اقدام موخه یې د مسوولینو پام د تکواندو حالت ته را اړول او په هرات کې د دې ویاړلي ورزش د بیا راژوندي کولو لپاره هڅه ده. د هغه په وینا، که مناسبه تګلاره، ملاتړ او سم مدیریت رامنځته شي، تکواندو کولای شي یو ځل بیا د افغانستان په ورزش کې خپل پخوانی ځای بېرته ترلاسه کړي.