• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د کډوالو او زیان منونکو په برخه کې له افغانستان سره دوه مېلیونه ډالر مرسته وکړه

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۰

د جاپان حکومت له ایران او پاکستان نه د راستنېدونکو افغان کډوالو او دارنګه په ټول افغانستان کې زیان منونکو کوربه ټولنو ته د بېړنۍ مرستې چمتو کولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره دوه مېلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغانستان د راستنېدونکو افغان کډوالو د لوړې شمېرې له امله له سخت بشري وضعیت سره مخ دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وضعیت په ۲۰۲۵کال کې د دوو زورورو زلزلو له امله لا پېچلی شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې تر ۲.۸ مېلیونه ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د سرپناه، خوړو او د نورو بېړنیو اړتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جاپان هېواد په مرسته دغه پروژه به د لسو میاشتو په اوږدو کې پلي شي او ورسره به له ۱۱۶زره او ۳۱۰ کسانو سره مرسته وشي. خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د دغه پروژې له لارې به شاوخوا ۲۳زره راستنېدونکو ته بېړنۍ نغدي مرستې چمتو شي او ښځینه سرپرستو او معلولیت لرونکو کسانو ته به په‌کې لومړیتوب ورکړل شي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، د دغه پروژې له لارې به تر ۷۷زرو د ډېرو راستنېدونکو او کوربه ټولنې غړو لپاره د خوندیتوب څارنې او ارزونې ترسره کړي، ۱۱زره مېرمنو او نجونو ته به د خوندیتوب ځانګړي خدمتونه چمتو شي، نږدې ۴زره او ۴۰۰ زیان منونکو ماشومانو سره به مرسته وکړي او ۸۴ کورنیو لپاره به د دایمي سرپناه زمینه برابره شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

قطر کې بندپاتې افغان کډوال: موږ هېر شوي یو او نه پوهېږو څه به راسره کېږي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې د امریکا د کډوالو پروګرام له لارې قطر ته انتقال شوي وو، د امریکا د ولسمشر د پرېکړې له امله له یوه کال راهیسې په دغه هېواد کې بندپاتې دي. د ایران د توغندیزو بریدونو له زیاتېدو سره دغه افغانان چې له یوې جګړې تښتېدلي وو، د بلې جګړې په منځ کې ګیر شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه افغان کډوال د قطر د «اس السیلیه» په پخواني پوځي پنډغالي کې مېشت دي، چې د منځني ختیځ د امریکا تر ټولو لوی پوځي اډې «العدید» ته نږدې موقعیت لري. د دغه افغانانو تر نیمایي ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

یو تنکی افغان چې په دغه پنډغالي کې ژوند کوي ویلي:« موږ د ماښام ډوډۍ خوړله، چې ناڅاپه مو د خپل پنډغالي پر سر د توغندیو د چاودنو غږ واورېد. ډېر وېرېدلی یم، بدن مې رېږدي او نه پوهېږم څه وکړم».

هغه زیاتوي، چې کورنۍ یې د تېښتې یا پټېدو لپاره هېڅ خوندي ځای نه‌لري؛ ځکه پنډغالی د هغو سیمو ترڅنګ پروت دی، چې د ایران د بریدونو اصلي موخې دي. د راپور له مخې؛ دغه پنډغالی په اصل کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو لپاره لنډمهاله تمځای ټاکل شوی و، چې د امریکا له پوځ یا ادارو سره یې کار کړی و او د وېزو د پروسې په تمه وو.

خو د ۲۰۲۵کال په جنورۍ میاشت کې د امریکا د کډوالو د پروګرام د ځنډولو پرېکړې وروسته زرګونه افغانان په همدې ځای کې بند پاتې شول. د پنډغالي اوسېدونکي وایي، چې له پیل راهیسې د دوی اصلي ستونزه امریکا ته د تګ د پروسې ځنډ و؛ خو اوس د جګړې له امله د ژوند او مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یو بل اوسېدونکي ویلي:« دا ځای لکه زندان دی. موږ نه‌شو کولای بهر ووځو او د توغندیو له بریدونو د خوندي کېدو لپاره هېڅ پناه ځای نه‌لرو». د هغه په وینا؛ تېره اوونۍ د توغندي یوه ټوټه د ماشومانو د خوب خونې ته لوېدلې وه؛ خو د پېښې پرمهال هغوی په بل ځای وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه پنډغالی به د مارچ تر پایه وتړل شي؛ خو دا یې نه‌ده روښانه کړې، چې دغه افغانان به کوم ځای ته ولېږدول شي. راپور وایي، چې د پنډغالي شاوخوا ۷۰۰ اوسېدونکي لا دمخه د امریکا د تګ لپاره بشپړ ارزول شوي او منل شوي دي.

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان "افغان اېواک" مشر شان وانډیور وایي:«په دغه پنډغالي کې د امریکا د پوځ د فعالو سرتېرو د کورنیو شاوخوا ۱۵۰ غړي هم شته. دا ډېر دردناک حالت دی، چې سرتېري ښايي په جګړه کې وي؛ خو د هغوی کورنۍ د توغندیو تر سیوري لاندې په دغه پنډغالي کې بند پاتې دي».

د پنډغالي ډېری اوسېدونکي وایي، چې ماشومان یې ټوله شپه له وېرې خوب نه‌شي کولای او له خپلو مېندو پوښتي: «ایا موږ به مړه شو؟» یو شمېر کورنیو بیا هڅه کړې، چې له دغه پنډغالي ووځي؛ خو د ساتونکو له‌خوا بېرته ګرځول شوې دي.

ځینو نورو ته بیا وړاندیز شوی، که په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي؛ مالي مرسته به ورکړل شي. اوس دغه افغانان چې یو ځل یې د جګړې له وېرې خپل هېواد پرېښی و، د بلې جګړې تر سیوري لاندې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

طالبانو په روزګان کې د چټکو او ځانګړو عملیاتو لپاره موټرسایکل لرونکې قطعه جوړه کړه

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۹ GMT+۰

په روزګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له لوري د چټکو او ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره موټرسایکل لرونکې نوې قطعه جوړه شوې ده. د طالبانو امنیتي مسوولینو په وینا؛ دغه قطعه ۳۰ منسوبین لري، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او موخه یې د امنیت ټینګښت او پېښو ته چټکه رسېدنه ده.

په روزګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د څار امر محمدشاه خیاط د یادې قطعې د جوړېدو په اړه وايي، چې دغه ځواکونه په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

نوموړی وایي: «دغه ۳۰ کسیزه قطعه د چټکو او ځانګړو عملیاتو لپاره جوړه شوې ده او د اختر په شپو او ورځو کې به د خلکو په خدمت کې وي؛ څو خلک وکولای شي اختر په خوښۍ او ډاډه زړه ولمانځي».

د یادې قطعې یوشمېر غړي وايي، دوی به په ښار او اړوندو سیمو کې منظمې ګزمې کوي او هڅه به وکړي چې د هر ډول پېښو مخه ونیسي او د خلکو امنیت خوندي کړي. د یادې قطعې یو طالب غړی اسدالله وايي، چې د موټرسایکلونو کارول د دې لامل کېږي چې دوی وکولای شي ژر د پېښې ځای ته ورسېږي.

په روزګان کې یاده قطعه داسې مهال جوړېږي، چې په دغه ولایت کې خلک د جنايي پېښو په ځانګړې توګه د وسله‌والو غلاو، هدفي وژنو او قومي بدیو د زیاتېدو شکایت کوي. د طالبانو تر واک لاندې په روزګان کې امنیتي وضعیت د ځینو اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

که څه هم طالب چارواکي ادعا کوي، چې په دغه ولایت کې عمومي امنیت ښه شوی؛ خو ځینې خلک وایي چې لا هم د غلاوو، شخړو او ځینو ناڅرګندو پېښو له امله ځان بشپړ خوندي نه احساسوي.

د سیمې اوسېدونکي غواړي، چې امنیتي ادارې د خلکو د خوندیتوب لپاره لا ډېر عملي ګامونه واخلي. د روزګان د خلکو په خبره؛ د دوامدار امنیت لپاره یوازې پوځي اقدامات بسنه نه‌کوي؛ بلکې ټولنیز ثبات، اقتصادي پرمختګ او د خلکو او حکومت ترمنځ باور هم مهم رول لري.

تاشقرغان تنګي کې تخنیکي ستونزه حل او د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو برېښنا بېرته ونښلول شوه

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا مزي ستونزه چې د تاشقرغان تنګي سیمه کې د باران، توپان او ډبرو ښویېدو له امله رامنځته شوې وه، د شپې شاوخوا (٢:٠٠) بجې په بشپړه توګه حل او برېښنا بېرته په نورمال ډول ونښلول شوه.

د یاد شرکت په وینا؛ د دغه مزي نښلولو سره د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ او غزني ولایتونو د وارداتي برېښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی و، په تاشقرغان تنګي کې د سخت باران او توپان له امله د وارداتي برېښنا په مزو کې تخنیکي ستونزه راغلې چې له امله یې د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو برېښنا پارچاو شوې ده.

د سختو بارانونو او توپانونو پرمهال ډېر کله له ازبکستان نه د افغانستان وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزې پیدا کوي او تر دې پخوا هم په ځلونو دغه ډول پارچاوۍ رامنځته شوې دي.

د فدرالي پلټنو ادارې د طالبانو له بنده د امریکایانو د خلاصون په اړه خپله ژمنتیا تکرار کړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي پلټنو ادارې (اېف‌بي‌ای) اعلان کړی، چې د مارچ په ۹مه نېټه امریکا افغانستان د «ناعادلانه زندانیانو د ملاتړ کوونکي هېواد» په توګه نومولی. یاده اداره وایي، خپلو فدرالي او نړۍوالو شریکانو سره د همکارۍ ژمنه لري، ترڅو امریکايي وګړي بېرته راستانه کړي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا له پولو بهر په بند کې د ساتل کېدونکو امریکایانو د ازادېدو لپاره همکاري کولای شي او همدارنګه هڅه کوي هغه کسان چې دغه امریکایان یې نیولي یا اسیر کړي دي د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوستلو د همغږۍ څانګه (اېچ‌ار‌اېف‌سي) هغه هڅې همغږي کوي چې له مخې یې هغه امریکايي وګړي بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي چې د امریکا له پولو بهر یرغمل شوي دي.

اېف‌بي‌ای زیاته کړې، چې متحده ایالتونه به د دغو قضیو د تعقیب او د حل لپاره خپلو هڅو ته په ټینګ عزم او جديت سره دوام ورکړي. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په زندان کې دوه امریکایي وګړي زندانیان دي او تازه امریکایي چارواکو ګواښ کړی که طالبان دغه زندانیان ازاد نه کړي، نو د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره به مخ شي.

متحده ایالتونو ویلي، چې طالبان له امریکایي زندانیانو څخه د سیاسي فشارونو او د ګټې د وسیلې په توګه استفاده کوي.

امريکايي چارواکي وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتيا لري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د امريکا متحده ايالات وايي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعيت يوې «انساني فاجعې» ته ورته بلل کېږي، خو دې هېواد ته نړۍوالې مرستې بايد و ارزول شي، ځکه طالبان لا هم پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي او ښځې يې له بنسټيزو حقونو بې‌برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) بودیجه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د دې سازمان د ماموریت د غځېدو لپاره و ارزول شي.

والټز وويل: «د طالبانو د سختدریځۍ له امله موږ بايد په ډېر دقت له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو او تعامل ګټورتيا و ارزوو». نوموړي په عين حال کې ټينګار وکړ، چې افغانستان لا هم له يوې «انساني فاجعې» سره مخامخ دی.

هغه زياته کړه، چې د امنيت شورا بايد د هغو مالي سرچينو په اړه چې د دې ماموريت د بودیجې لپاره برابروي، په ډېر غور پرېکړه وکړي ځکه د ده په وينا د يوناما کارکوونکو ته ان اجازه نه ورکول کېږي چې د کار لپاره خپلو دفترونو ته ولاړې شي.

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د نړۍ له تر ټولو سختو انساني کړکېچونو څخه سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور له‌مخې، له ۱۷ ميليونو څخه زيات افغانان چې د هېواد شاوخوا يو پر درېيمه برخه نفوس جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له دې شمېر څخه ۴.۷ ميليونه کسان د لوږې په بېړني حالت کې ژوند کوي.

په همدې غونډه کې د يوناما سرپرستې ګانيون وويل، چې افغانستان له بېړنۍ بشري اړتياوو سره مخ دی او په دې هېواد کې انساني کړکېچ د مرستو د بودیجې د کمېدو له امله لا پسې ډېر شوی دی.

هغې وويل، بشري مرستندويه ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷.۵ ميليونو افغانانو ته مرستې ورسوي او د همدې موخې لپاره يې د ۱.۷۱ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يوازې شاوخوا لس سلنه دا بودیجه برابره شوې ده.

ګانيون دا هم وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې دوه اوونيزه نښته «درانه انساني او اقتصادي لګښتونه» لري او له بلې خوا د افغانستان پر بل سرحد د ايران جګړې د بنسټيزو توکو بيې لوړې کړې دي.

هغې زياته کړه، چې له دې ستونزو سره سره يو شمېر مثبت بدلونونه هم ليدل کېږي چې د افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل ارزښت څرګندوي، له هغې جملې څخه د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیلي بندیز دی.

د يوناما سرپرستې خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان د بشري حقونو او انساني کړکېچ مسلو ته پاملرنه ونه‌شي، دا هېواد ښايي «يو ځل بيا د سيمه‌ييزې او نړۍوالې بې‌ثباتۍ عامل» وګرځي؛ داسې بې‌ثباتي چې د کډوالۍ د زياتېدو، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو ګواښونو په بڼه راڅرګندېدای شي.