• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لکي مروت کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه ماشومان ټپیان شوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په تختي‌خېل سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه ماشومان ټپیان شوي دي. پولیس وایي، چاودېدونکي توکي له الوتکې غورځول شوي او ښایي دغه برید د وسله‌والو له‌خوا ترسره شوی وي.

د لکي مروت د پولیسو یو افسر وایي، چې دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ د شهید عصمت‌الله خان خټک د پولیسو حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. هغه د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي: « دغه برید پنځه کم‌عمره ماشومان ټپیان کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د ټپیانو له ډلې دوه هلکان د سختو ټپونو له امله د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي. بل‌خوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي شاداب خان هم ویلي، چې درې نورې ټپي شوې نجونې د سرای نورنګ تحصیل مرکزي روغتون ته انتقال شوې دي.

د پولیسو په وینا؛ له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو یو پلاوی سیمې ته رسېدلی او د برید د عاملانو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ایمل ولي خان: «تاسې افغانستان ته پسې ولاړئ خو ترهګر په پېښور کې راڅرګند شول»

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر د خیبر په باړه کې د پاکستاني طالبانو د تلاشۍ ویډیو ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ د وسله والو پر ضد په افغانستان کې عملیات وکړل، خو وسله وال د پېښور حیات اباد سیمې ته نږدې په خیبر سیمه کې راڅرګند شوي دي.

ایمل ولي خان د وسله والو د یوې ویډیو خپرېدو ته په غبرګون کې، چې ویل کیږي په باړه کې یې د موټرو تلاشي کوله، پر خپل اېکس ولیکل، « دا حالت ښيي چې لومړی باید په هېواد کې دننه د ترهګرۍ پر ضد روښانه او یو شان پالیسي خپله شي».

هغه زیاته کړې، چې تر هغه وخته په سیمه کې امن نه راځي تر څو په پاکستان کې د «ښه او بد» پالیسي پای ته ونه رسېږي.

ایمل ولي خان وايي، د خېبرپښتونخوا جنوبي ولسوالۍ لا له وړاندې د وسله والو تر اغېز لاندې دي او که حالت همداسې دوام وکړي نو د پېښور امنیت هم له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د ده په وینا، حکومت باید د خلکو پام د انتخاباتي فورمونو ۴۷ او ۴۵ په بحثونو کې بوخت نه کړي او د امنیت پر ټینګښت تمرکز وکړي.

اېمل ولي خان ویلي چې په خېبرپښتونخوا کې د امن لپاره سلګونو زره پښتنو او زرګونو سیاسي فعالانو قربانۍ ورکړې دي، نو باید د هغوی قربانۍ بې ځایه نه شي. هغه د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د سیمې د امن د ټینګښت لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ او حکومت په دې وروستیو کې د خیبر په تیرا کې د عملیاتو په هدف ددې سیمو له خلکو وغوښتل چې سیمه پریږدي، خو د خلکو له وتلو وروسته تر دې مهاله په دې سیمه کې عملیات نه دي شوي.

په خیبر پښتونخوا کې تر ۲زره ډېر افغان کډوال نیول شوي دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ دغه کډوال د فبرورۍ له ۲۷مې او د مارچ ۴مې نېټې ترمنځ نیول شوي دي. د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان کډوال په پېښور ښار کې او نږدې ۴۰۰ نور په نوشهره او چارسده سیمو کې نیول شوي دي.

پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د طالبانو تر نښتو وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده. د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د تړلو لارو له امله د کډوالو د نیونې او اېستنې لړۍ په لنډمهالي ډول درول شوې ده او ښایي چې دغه عملیات تر کوچني اختر وروسته بیا پیل شي.

خو تېره ورځ هم په اسلام‌اباد کې د پاکستاني پولیسو د عملیاتو پرمهال د افغان خبریالانو په ګډون یوشمېر کورنۍ نیول شوې دي.

د ښځو نړیواله ورځ؛ په پېښور کې د بشري حقونو فعالانو د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت سوله‌ییز لاریون ترسره شوی، چې ګډونوالو یې له حکومت څخه د سولې، امنیت او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د لاریون پر مهال یو شمېر د بشري او ښځینه حقونو فعالانو وویل چې په پاکستان او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او ترهګرۍ له امله ښځې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. د دوی په وینا، د روانو ستونزو له امله ښځې له اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره مخ دي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو پوځي کړکېچونو له امله د سیمې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې او ښځې اړ شوې دي چې د خوندي پاتې کېدو لپاره د برتانوي دورې په زړو رېلي تونلونو کې پناه واخلي.

لاریونوالو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د ټینګښت لپاره جدي او بېړني اقدامات ترسره کړي، څو په سیمه کې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو لپاره د امنیت او ثبات فضا رامنځته شي.

جنوبي وزیرستان کې د بمي چاودنې له امله دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰

پاکستاني پولیس وايي، چې د جنوبي وزیرستان په واڼا ښار کې د بمي چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. پولیسو وویل، چې چاودېدونکي توکي د ګڼې ګوڼې په سیمه کې د یوه سوپر مارکیټ دروازې ته نږدې ځای پر ځای شوي وو.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو له لوري ترسره شوي دي.

تېره ورځ هم ځايي امنیتي سرچینو ویلي و، چې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پاکستاني پوځیانو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده.

دا پېښې په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې پاکستان کې د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل دغه هېواد د افغان طالبانو لخوا د ټي ټي پي ملاتړ بولي.

د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه ادامه لري خو دوی تراوسه د ټي ټي پي د مهمو مشرانو په وژلو کې پاتې راغلي، د افغان طالبانو او د نړیوالو سازمانونو مستند راپورونه ښیي چې په پاکستاني بریدونو کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان په مېرانشاه کې د پاکستاني نظامیانو پوستې ته څېرمه چاودنه شوې ده

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۱ GMT+۰

ځايي امنیتي سرچینو ویلي، چې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې نن ماښام د پاکستاني پوځیانو پوستې ته نږدې چاودنه شوې ده. د پولیسو د مالوماتو له مخې چاودنه د میرانشاه په چشمه پول سیمه کې موټر بم په واسطه ترسره شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چې تر دې دمه د پاکستان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د چاودنې ځای یو له ګڼې ګوڼې ډک وړوکی بازار دی.

د سیمې د خلکو په وینا، د پېښې ځای ته نږدې د تېلو پمپ، عام دوکانونه او نور کاروباري مرکزونه موجود دي.

د میرانشاه روغتون مشر ایم ایس اصف اقبال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تر دې مهاله ۱۴ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د پېښې وروسته په روغتون کې بېړنۍ حالت اعلان شوی او د نورو ټپیانو د راوړلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

بل لور ته د پاکستان امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده.

د عیني شاهدانو په وینا، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري ډزې هم شوي دي.

تراوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې ورته بریدونه د پاکستاني طالبانو له لوري ترسره شوي دي.