په سیمه کې د ناسم وضعیت له کبله د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ سیالۍ وځنډېدې

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې په سیمه کې د روان وضعیت او د رامنځته شويو لوژستيکي ننګونو او د الوتنو محدودیتونو له کبله د افغانستان او سریلانکا ترمنځ شل اوریزه او یو ورځنۍ سیالۍ وځنډول شوې. ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ چې په پام کې وه؛ د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي وځنډول شوې.
یادې سیالۍ د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېدې. کرېکټ بورډ ویلي، چې له ټولې پروسې یې د سریلانکا کرېکټ بورډ هم خبر کړی او د هغوی سره په مشوره یې یاده پرېکړه کړې ده. د افغانستان کرېکټ بورډ ډاډ ښودلی، چې یادې سیالۍ به په مناسب وخت کې ترسره شي.
