په دیره اسماعیل خان کې د ټي ټي پي یو جګپوړی غړی وژل شوی

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په مودي سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د یوې څانګې جګپوړی غړی ابوبکر چې د احسان په نامه هم پېژندل کېده، وژل شوی دی. پاکستاني چارواکو د ابوبکر پر سر ۹میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام ټاکلی و.
