• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو کچه ۲۷ سلنه لوړه شوې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما تازه رپوټ وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر میاشتې نه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تیر کال ورته مودې په پرتله ۲۷،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

رپوټ وايي، چې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیتونو په دې موده کې د طالبانو واک او کنټرول ته جدي ګواښ نه دی پېښ کړی، خو ښيي چې څو وسله والې ډلې فعالې دي.

په بدخشان، بلخ، فاریاب، هرات، کونړ، کندز، کابل، کندهار، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې د افغانستان د زادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د ملي بسیج جبهې، د اسلامي ازادۍ حرکت او د افغانستان د ازادۍ حرکت د ۳۶ پېښو پېښو یادونه شوې، چې مسوولیت یې یادو ډلو پر غاړه اخېستې او ۱۴ پېښې یې تایید شوې دي.

یوناما وايي، چې دغه پېښې په جزوي ډول د راکټونو او لاسي بمونو بریدونه او د طالبانو پر پوستو او کاروانونو ډزې وې.

په رپوټ کې د جنورۍ پر ۱۹مه په کابل ښار کې پر یوه چینايي رستورانت د چاودنې یادونه هم شوې، چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه اخېستی و.

یوناما وايي، چې طالبان لاهم د دې ډلې پر ضد عملیات کوي.

په رپوټ کې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د جنوري تر۳۱ مې پورې په ایران کې او له پاکستان سره په سرحدي شخړو کې څو پېښې ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ملا ترابي له سویسي پلاوي سره د بشري او اقلیمي پروژو پر پیاوړتیا غږېدلی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس د سویس له یوه پلاوي سره د بشري او اقلیمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي. ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو غواړي چې له سیاسي ملاحظاتو پرته مرستې وکړي.

د یادې ادارې مرستیال او د اقلیمي بدلونونو د برخې مسول، محمد مصطفی صاحب‌زاده ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوې نوې پروژې د پلي کېدو پلان شته. د هغه په وینا، سربېره پر دې څلور نورې پروژې هم د پېښو د مدیریت اړوندو برخو کې تر کار لاندې دي چې د کورنیو موسسو له لارې به عملي شي.

ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو یې وغوښتل چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې رییس اریک مارکلي د خپلو فعالیتونو د تشریح پر مهال وویل چې د دوی کار په دریو اساسي برخو د بشر حقونو، اقلیمي بدلونونو او بشري مرستې او همدارنګه د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې داقتصاد د بیاځواکمنتیا په برخه کې تمرکز لري.

مارکلي زیاته کړې چې د دوی ادارې له شاوخوا یو کال راهیسې بېرته له تخنیکي ادارو سره حضوري همکاري پیل کړې ده او باور لري چې نږدې او دوامداره ګډ کار د پروژو د بریالیتوب لپاره مهم رول لري.

ازبکستان او اروپایي ټولنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر شخړو خبرې وکړې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشیف د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړو لوریو په دې انلاین ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي او په ځانګړي ډول یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وضعیت تمرکز کړی دی.

په غونډه کې همدارنګه د افغانستان اړوند مسایلو په برخه کې د ازبکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا پر فرصتونو هم بحث شوی دی.

د غونډې ګډونوالو د سیمه‌ییز امنیت او همکارۍ په برخه کې د منظمو او رغنده خبرو د دوام لپاره خپله ګډه لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دواړو لوریو همدارنګه موافقه کړې چې د سیمې د روان وضعیت په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره به منظمې سلا مشورې او اړیکې روانې وساتي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې له شاوخوا ۱۱ ورځو راهیسې روانې دي او ددواړو خواوو ترمنځ که څه لویې شخړې کمې شوې، خو پر کرښه د هاوان او توپ د مرمیو ډزې روانې دي.

ددغو شخړو له امله په لسګونو زره خلک له سرحدي ولسوالیو نه بېځایه شوي دي.

طالبانو چین ته د افغان صادراتو د ډېرولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره ولیدل او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې وزیر نورالدین عزیزي وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امن او مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

هغه له چینايي پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې له شته فرصتونو د دواړو هېوادونو په نفع ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

نوموړي همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ځانګړي ډول د پنبې، انارو، ځڼغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو صادراتي توکو لپاره دې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي، ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د چین سوداګر او پانګوال د افغانستان په بازار کې د حضور لپاره لېوالتیا لري.

هغه په وینا، د چین په ستراتیژۍ کې افغانستان داسې هېواد بلل کېږي چې د پانګونې په برخه کې ډېر نوي او نه کارول شوي اقتصادي فرصتونه لري.

هغه زیاته کړې ده، چې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو همکاري د خصوصي سکتور د ملاتړ او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه ده.

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړی. د تړون له مخې به د ۱۴ ډوله توکو لپاره ګمرکي تعرفې لغوه شي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډ فورم د روژې میاشتې له پای وروسته په کابل ښار کې جوړ شي.

دا پرېکړه د مارچ پر۶مه د ازبکستان د قانوني اسنادو په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې ده.

د دې هوکړې بنسټ د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۰مه د تاشکند د پانګونې نړیوال فورم په ترڅ کې کېښودل شو. هغه مهال د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر عزیز قدرتوف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پر تړون لاسلیکونه کړي وو.

د تړون له مخې به د ۱۴ ډوله توکو لپاره ګمرکي تعرفې لغوه شي. سربېره پر دې، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره به د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کولو بهیر هم اسانه شي. همدارنګه به د صادروونکو شرکتونو لپاره د ملاتړ میکانېزمونه پراخ شي.

د تړون د عملي کولو مسوولیت د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ګمرک کمېټې ته سپارل شوی، په داسې حال کې چې د ټول بهیر څارنه به د وزیرانو کابینه کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې چې افغان لوري ته د تړون د عملي کېدو رسمي خبر ورکړي.

تېره میاشت د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خواجه‌یف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ویډیويي غونډې له لارې خبرې وکړې. په دې خبرو کې د ترجیحي سوداګرۍ د رژیم د پلي کېدو نېټه، د ګډې پانګونې پروژې او د صنعتي همکارۍ پراخوالی وڅېړل شول.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډ کاروباري فورم د روژې میاشتې له پای وروسته په کابل ښار کې ترسره شي.

چین د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۰

چین د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي چې ټول لګښت یې ۴۲۴ میلیونه او ۸۳۰ زره چینایي یوان اټکل شوی. د تاجکستان حکومت دغه پروژه له مالیاتو، ګمرکي محصولاتو او نورو اجباري تادیاتو معاف کړې ده.

دا تړون د مارچ پر۴مه د تاجکستان د پارلمان په غونډه کې وڅېړل شو او تصویب شو. د چارواکو په وینا، د پروژې اساسي هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د مادي او تخنیکي امکاناتو پیاوړي کول دي.

د اسیا پلس د رپوټ له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د مرستیال مرادعلي رجب‌زاده په وینا، پروژه به په درې پړاوونو کې عملي شي او د دویم پړاو د پلي کېدو لپاره اړوند تبادله شوي لیکونه لا دمخه لاسلیک شوي دي.

د تاجکستان د پارلمان د قانون، دفاع او امنیت د کمېټې غړي بهریدین ضیايي ویلي چې چین به د پروژې د څېړنې او ډیزاین چارې ترسره کړي او اړین تجهیزات او ودانیز توکي به هم برابر کړي.

همدارنګه به چین انجینران تاجکستان ته ولېږي، تخنیکي تجهیزات به نصب او تنظیم کړي او دفترونو او استوګنځایونو ته به فرنیچر او کمپیوټرونه برابر کړي.

د پروژې په چوکاټ کې به سړکونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو شبکې، برېښنا او نور اړین زیربنايي خدمات هم جوړ شي.

چارواکي وايي، د چین له لوري د دې پروژې مالي تمویل به هغه وخت پیل شي چې په چین کې اړوند داخلي قانوني مراحل بشپړ شي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې پلی شو، د چین په مالي مرسته د افغانستان پولې ته نږدې ۱۲ سرحدي تاسیسات جوړ شوي وو.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې چین غواړي د تاجکستان په بدخشان سیمه کې پوځي اډه جوړه کړي. دغه موضوع په ۲۰۲۱ کال کې د تاجکستان په پارلمان کې هم مطرح شوې وه.

خو وروسته د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د تاجکستان په خاوره کې د چین د پوځي اډې د جوړېدو په اړه راپورونه ناسم دي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله په دې وروستیو کې څو پېښو دوشنبه او بیجنګ له افغان خاورې د ګواښونو له اړخه اندېښمن کړي دي.