انتونیو ګوترېش: لوږه له ماشومانو څخه د زده کړو فرصتونه اخلي

د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زدهکوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زدهکړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.

د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زدهکوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زدهکړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.
ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زدهکړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»
هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زدهکړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.
ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشهيي توکو پر ضد دفتر د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ځوانانو ترمنځ د نشهيي توکو د کارونې د مخنیوي لپاره کېږي.
د «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو د کمیسیون په ۶۹مه غونډه کې په یوه اړخیزه ناسته کې ګډون کړی و. دغه ناسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په ډیجیټلي فضا کې له ځوانانو سره د کار او تجربو ارزولو ته ځانګړې شوې وه، څو د نشهيي توکو د کارونې مخه ونیول شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو د سیمهییز دفتر له لوري د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره تنظیم شوی و او د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ملاتړ ترسره شوی دی.
په دې ناسته کې د ځوانانو ترمنځ د روږدتیا د مخنیوي او د سالم ژوند د ترویج پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا موضوع د مسکو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
د یاد وزارت په وینا، روسیه له ۲۰۱۲کال راهیسې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو پر ضد پروګرامونو کې د ځوانانو د نوښتونو له مهمو تمویل کوونکو څخه ده او په منځنۍ اسیا کې یې د ځوانانو د سیمهییزې شبکې د جوړېدو ملاتړ هم کړی دی. مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې شبکې د پراختیا لپاره منظم مالي ملاتړ برابروي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د څو ساعته لنډ سفر لپاره سعودي عربستان ته تللی. د شریف سفرداسې مهال دی، چې بلومبرګ د نوموړي د ویاند له قوله راپور ورکړ چې پاکستان د منځني ختیځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره چمتو دی د اړتیا په وخت کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا سفر د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه شوی.
دواړه اړخونه به د سیمې د روانو ترینګلتیاوو، د امنیت وضعیت او د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړي.
د شریف سفرداسې مهال دی، چې بلومبرګ د نوموړي د ویاند له قوله راپور ورکړ چې پاکستان د منځني ختیځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره چمتو دی د اړتیا په وخت کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.
ویاند مشرف زیدي ویلي چې اسلاماباد به هر وخت چې اړتیا وي له ریاض سره مرسته وکړي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري اوږده سابقه لري، چې تېر کال د سپتمبر په میاشت کې د متقابل دفاعي تړون له لاسلیک وروسته لا پیاوړې شوې.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي. دا د امریکا هغه ډيپلوماټيک ماموریت و، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې او پر افغانستان د ۲۰۰۱کال تر برید مخکې د جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د لوژستیک مهم مرکز ګڼل کېده.
په راپور کې ویل شوي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه څو ورځې وړاندې کانګرس ته استولې او ویلي یې دي چې له دې سره ۷.۵ مېلیونه ډالره سپمولی شي. دغه وزارت ویلي، چې د یادې څانګې په تړل کېدو سره به په پاکستان کې د امریکا ګټې زیانمنې نهشي.
دغه پرېکړه له تېر یو کال راهیسې تر هغه وروسته تر غور لاندې ده، چې د ټرمپ حکومت د خپلو لګښتونو کمولو پرېکړه وکړه. په راپور کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د ایران د جګړې سره تړاو نهلري او نه هم په پاکستان کې د امریکا پر ډیپلوماټیکو مرکزونو د لاریونونو له کبله ده.
په تېرکال کې د امریکا د لګښتونو کمولو پلان په لړ کې د دغه وزارت څو زره کارکوونکي له دندو ګوښه شول او د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې نږدې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه او دغه اداره په بشپړه توګه منحل شوه.
په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ تړل د دغه هېواد لومړنی بهرنی ډيپلوماټیک ماموریت دی، چې په بشپړه توګه بندیږي. په راپور کې ویل شوي، چې په پېښور کې د امریکا کونسلګري ۱۸ امریکايي ډيپلوماټان او ۸۹ ځايي کارکوونکي لري او د یادې کونسلګرۍ په تړلو به شاوخوا ۳ مېلیونه ډالر لګښت راشي.
د معلوماتو له مخې؛ د دغه پېسو تر نیمايي ډېر ۱.۸ مېلیونه ډالر به د هغه زغرهواله کانټینري دفترونو پر لېږد ولګول شي، چې دوی د لنډمهاله اوسېدو لپاره کارول او پاتې پیسې به د ګاډو، برېښنايي او مخابراتي تجهیزاتو او د دفتر د فرنیچر پر لېږد مصرف شي. دوی وايي، چې دغه ټول به په اسلاماباد کې د امریکا سفارت، کراچۍ، لاهور او نورو څانګو ته ولېږدوي.
د ناروې پولیسو په اوسلو ښار کې د امریکا سفارت مخې ته د ماین چاودنې پېښې په تړاو درې عراقي وروڼه نیولي دي. دوی د یکشنبې په ورځ د امریکا سفارت دروازې ته نږدې تر ماین چاودنې وروسته ونیول شول، دغه چاودنې مرګ ژوبله نهلرله.
د ناروې ځایي چارواکو ویلي، دغه چاودنه چې د یکشنبې په سهار وشوه؛ د سفارت کونسلګرۍ ته د ننوتلو دروازه یې ویجاړه کړه، خو ځاني زیان یې نهلاره. د ناروې د پولیسو یو چارواکي په خبري ناسته کې وویل، چې د دغه پېښې د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.
کرېسټین هاټلو زیاته کړه: «موږ لاهم د څو فرضیو پر بنسټ کار کوو. له هغو فرضیو څخه یوه دا ده، چې وکتل شي ایا د دغه چاودنې تر شا د کوم جکومتي بنسټ لاس شته که نه». هغه وویل: «د نړۍوال وضعیت او د امریکا سفارت په نښه کولو ته په پام، دغه فرضیه ښایي سمه وي».
هغه زیاته کړه، پولیس دا احتمال هم نه ردوي چې دغه درې کسان دې له جرمي شبکو سره تړاو ولري. د ناروې امنیتي خدماتو تېره میاشت د خپلو کلنیو ارزونو په راپور کې ویلي و، چې ایران ښايي د خپلو عملیاتو د ترسره کولو لپاره له جرمي شبکو کار واخلي.
د امریکا سفارتونه پر ایران د امریکا او اسراییل له وروستیو بریدونو وروسته له لوړ ګواښ سره مخ دي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، امریکا به د تېلو د بیو د راټیټولو په موخه له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۷۲ میلیونه بېلره تېل بازار ته عرضه کړي.
د انرژۍ نړۍوال اژانس چې امریکا یې یو له بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی، اعلان کړی چې ۳۲ غړي هېوادونه یې په ټولییزه توګه بازار ته د ۴۰۰ میلیونه بېلره تېلو پر وړاندې کولو هوکړه کړې ده.
رایټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ د انرژۍ وزارت ته اجازه ورکړه چې له راتلونکې اوونۍ څخه د تېلو له ستراتیژیکو زېرمو ۱۷۲ میلیونه بېلره بازار ته عرضه کړي».
همدارنګه نوموړي زیاته کړې: «بازارونو ته د دغه اندازې تېلو رسول به د پلان شویو قیمتونو پر بنسټ شاوخوا ۱۲۰ ورځې وخت ونیسي».
د رایټ له بیانیې څو ساعته وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و، چې امریکا به له خپلو بېړنیو زېرمو څخه د تېلو د هغو بیو د راټیټولو لپاره کار واخلي، چې له ایران سره د جګړې پر مهال لوړې شوې دي.