• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې ادعا کړې چې د اوکراین په ډرون برید کې ۸ تنه وژل شوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۰

د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د دونېڅک په سیمه کې پر یوه طبي مرکز د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې اته طبي کارکوونکي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وینا، دا پېښه د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ شوې ده.

د روسیې چارواکو ویلي چې برید د دونېڅک په هغه سیمه کې شوی چې ډېره برخه یې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، خو د دقیق ځای په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په ویرجینیا کې له برید وروسته یو وسله وال وژل شوی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰
 د امریکا په ویرجینیا  کې له برید وروسته یو وسله وال وژل شوی
100%

د امریکا د ویرجینیا ایالت دنورفولک ښار په اولډ ډومینیون پوهنتون کې د پنجشنبې په سهار د ډزو یوه پېښه شوې، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي. وسله وال کس امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د پوهنتون چارواکو ویلي، یوه وسله وال کس د پوهنتون په ساحه کې ډزې پیل کړې او دوه کسان یې ټپیان کړل. د هغوی په وینا ټپیان سملاسي روغتون ته ولېږدول شول.

چارواکو زیاته کړې چې وروسته وسله وال کس د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو او نور د خلکو لپاره کوم ګواښ نشته.

تر اوسه د پېښې د علت او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو امنیتي ادارو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.

انتونیو ګوترېش: لوږه له ماشومانو څخه د زده کړو فرصتونه اخلي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰
انتونیو ګوترېش: لوږه له ماشومانو څخه د زده کړو فرصتونه اخلي
100%

د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زده‌کوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زده‌کړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.

ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زده‌کړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»

هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زده‌کړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.

ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

روسیه: په افغانستان او سیمه کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو ضد پروګرام ملاتړ کوو

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۰
روسیه: په افغانستان او سیمه کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو ضد پروګرام ملاتړ کوو
100%

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر ضد دفتر د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ځوانانو ترمنځ د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي لپاره کېږي.

د «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو د کمیسیون په ۶۹مه غونډه کې په یوه اړخیزه ناسته کې ګډون کړی و. دغه ناسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په ډیجیټلي فضا کې له ځوانانو سره د کار او تجربو ارزولو ته ځانګړې شوې وه، څو د نشه‌يي توکو د کارونې مخه ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز دفتر له لوري د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره تنظیم شوی و او د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ملاتړ ترسره شوی دی.

په دې ناسته کې د ځوانانو ترمنځ د روږدتیا د مخنیوي او د سالم ژوند د ترویج پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا موضوع د مسکو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د یاد وزارت په وینا، روسیه له ۲۰۱۲کال راهیسې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد پروګرامونو کې د ځوانانو د نوښتونو له مهمو تمویل کوونکو څخه ده او په منځنۍ اسیا کې یې د ځوانانو د سیمه‌ییزې شبکې د جوړېدو ملاتړ هم کړی دی. مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې شبکې د پراختیا لپاره منظم مالي ملاتړ برابروي.

شهباز شریف په یوه لنډ او ناڅاپي سفر سعودي عربستان ته تللی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰
شهباز شریف په یوه لنډ او ناڅاپي سفر سعودي عربستان ته تللی
100%

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د څو ساعته لنډ سفر لپاره سعودي عربستان ته تللی. د شریف سفرداسې مهال دی، چې بلومبرګ د نوموړي د ویاند له قوله راپور ورکړ چې پاکستان د منځني ختیځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره چمتو دی د اړتیا په وخت کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دا سفر د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه شوی.

دواړه اړخونه به د سیمې د روانو ترینګلتیاوو، د امنیت وضعیت او د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث وکړي.

د شریف سفرداسې مهال دی، چې بلومبرګ د نوموړي د ویاند له قوله راپور ورکړ چې پاکستان د منځني ختیځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره چمتو دی د اړتیا په وخت کې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي.

ویاند مشرف زیدي ویلي چې اسلام‌اباد به هر وخت چې اړتیا وي له ریاض سره مرسته وکړي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري اوږده سابقه لري، چې تېر کال د سپتمبر په میاشت کې د متقابل دفاعي تړون له لاسلیک وروسته لا پیاوړې شوې.

امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۰
امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي
100%

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پېښور کې خپله کونسلګري د تل لپاره تړي. دا د امریکا هغه ډيپلوماټيک ماموریت و، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې او پر افغانستان د ۲۰۰۱کال تر برید مخکې د جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د لوژستیک مهم مرکز ګڼل کېده.

په راپور کې ویل شوي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه څو ورځې وړاندې کانګرس ته استولې او ویلي یې دي چې له دې سره ۷.۵ مېلیونه ډالره سپمولی شي. دغه وزارت ویلي، چې د یادې څانګې په تړل کېدو سره به په پاکستان کې د امریکا ګټې زیانمنې نه‌شي.

دغه پرېکړه له تېر یو کال راهیسې تر هغه وروسته تر غور لاندې ده، چې د ټرمپ حکومت د خپلو لګښتونو کمولو پرېکړه وکړه. په راپور کې ویل شوي، چې دغه پرېکړه د ایران د جګړې سره تړاو نه‌لري او نه هم په پاکستان کې د امریکا پر ډیپلوماټیکو مرکزونو د لاریونونو له کبله ده.

په تېرکال کې د امریکا د لګښتونو کمولو پلان په لړ کې د دغه وزارت څو زره کارکوونکي له دندو ګوښه شول او د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې نږدې ټول کارکوونکي له دندو ګوښه او دغه اداره په بشپړه توګه منحل شوه.

په پېښور کې د امریکا د کونسلګرۍ تړل د دغه هېواد لومړنی بهرنی ډيپلوماټیک ماموریت دی، چې په بشپړه توګه بندیږي. په راپور کې ویل شوي، چې په پېښور کې د امریکا کونسلګري ۱۸ امریکايي ډيپلوماټان او ۸۹ ځايي کارکوونکي لري او د یادې کونسلګرۍ په تړلو به شاوخوا ۳ مېلیونه ډالر لګښت راشي.

د معلوماتو له مخې؛ د دغه پېسو تر نیمايي‌ ډېر ۱.۸ مېلیونه ډالر به د هغه زغره‌واله کانټینري دفترونو پر لېږد ولګول شي، چې دوی د لنډمهاله اوسېدو لپاره کارول او پاتې پیسې به د ګاډو، برېښنايي او مخابراتي تجهیزاتو او د دفتر د فرنیچر پر لېږد مصرف شي. دوی وايي، چې دغه ټول به په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت، کراچۍ، لاهور او نورو څانګو ته ولېږدوي.