• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف او عاصم منیر د سعودي عربستان ولیعهد ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۴ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر جدې ته د خپل سفر په لړ کې د سعودي عربستان ولیعهد ته ډاډ ورکړی، چې په دې حساسو شرایطو کې به یې اسلام‌اباد په ملاتړ کې ولاړ وي. دا لیدنه په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر ایران د بریدونو په لړ کې کېږي.

د دې کتنې پر مهال د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېواد يې په سختو حالاتو کې د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ ترې کوي. جیونیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د سیمې پر بدلونونو او روانو حالاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په دې ليدنه کې پاکستان او سعودي عربستان هوکړې کړې، چې د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره به خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

شهباز شريف په خپلو څرګندونو کې وويل، چې پاکستان به تل د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ وي او د ګډ هدف، يعنې په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. پاکستاني چارواکي داسې مهال سعودي ته سفر کوي، چې اسلام اباد له دغه هېواد سره دفاعي تړون لري. د دې تړون له‌مخې، که پر هر یوه دغو هېوادونو برید وشي، نو بل به یې ملاتړ ته رادانګي، خو په روانو حالاتو کې دا هوکړه نه‌ده عملي شوې.

له یوې خوا پاکستان له طالبانو سره جګړه کې دی او له بلې خوا ایران پر سعودي عربستان بریدونه کړي، خو دواړو هېوادونو له یو بل دفاع نه‌ده کړې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د جمعې په شپه د افغانستان په درېیو ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰

وروسته له‌هغه چې رویټرز د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د چین د منځګړیتوب په هڅو، چې د ولسمشر شي جین‌پینګ پیغام هم په‌کې شامل و، د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې، خو پاکستان د جمعې په شپه یو ځل بیا د کابل په ګډون پر درېیو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسې پر افغانستان خپل هوايي بریدونه بند کړي و او د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو شدت خورا کم شوی وو.

د راپورونو له‌مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې د شدت کمښت د چین په منځګړیتوب شوی دی.

سرچینې: چین د منځګړیتوب له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه کمه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

په ورته مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تر ټولو عاجل کار دا دی چې جګړه پراخه نه‌شي او دواړه هېوادونه خبرو ته کېني.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي: «د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب لپاره سفر کوي او په دواړو هېوادونو کې چینایي سفارتونه له اړوندو اړخونو سره نږدې اړیکې ساتي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د جګړې په اړه ټېلیفوني خبرې هم کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ځانګړي استازي د دې اونۍ په لړ کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

په ورته مهال تازه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین استازي یو شیاویونګ په اسلام اباد کې د «ټي‌ټي‌پي او د ترکستان اسلامي غورځنګ» د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي.

د چین او پاکستان استازو د «ټي‌ټي‌پي او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» په تړاو خبرې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

محمد صاددق ویلي، چې دواړه وسله‌والې ډلې پاکستان او چین ته ترهګریز ګواښونه پېښوي.

خو د چین له یادو هڅو سره سره د پاکستان هوايي ځواکونو د جمعې په شپه ناوخته، په کابل کې د څرخي پله په سیمه کې، د کندهار پر قول اردو او د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه سرحدي کنډک هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو او پاکستان تر اوسه د یادو بریدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

خو څلور ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو: «که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد به هم ناامنه کېږي، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام اباد به وېشتل کېږي».

د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم د خوست په علي‌شېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندیز بریدونه غندلي دي. دې سازمان ویلي، چې پنج‌شنبه (د کب ۲۱مه) سهار وختي پاکستاني عسکرو په توغندیزو بریدونو کې ۳ ماشومان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ وایي خوست کې پر ملکي وګړو د پاکستان توغندیز بریدونه باید وڅېړل شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملا یعقوب له یادو څرګندونو څلور ورځې وروسته، تېره شپه پاکستان پر کابل، کندهار او پکتیا هوايي بریدونه وکړل، خو څرګنده نه ده، چې طالبان به د ملا یعقوب څرګندونو ته په پام سره د یادو بریدونو ځواب په څه ډول ورکړي.

یوه طالب چارواکي پر درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

یوه طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل. دغه چارواکي په یادو درېیو ولایتونو کې د مشخصو ځایونو د په نښه کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

خو تر دې مخکې سرچینو په کندهار او کابل ولایتونو کې د نظامي مرکزونو له په نښه کېدو خبر ورکړی وو.

لا تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي توګه د دغو بریدونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ وایي خوست کې پر ملکي وګړو د پاکستان توغندیز بریدونه باید وڅېړل شي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د بشري حقونو نړیوال بنسټ په یوې تازه اعلامیه کې د خوست په علي‌شېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندیز بریدونه غندلي دي. دې سازمان ویلي، چې پنج‌شنبه د کب (۲۱مه) سهار وختي پاکستاني عسکرو په توغندیزو بریدونو کې ۳ ماشومان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې پر علي شېر ولسوالۍ پاکستاني عسکرو درنې وسلې کارولي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو یې جدي اندېښنې راپارولې دي. اعلامیه کې راغلي، د تفکیک د اصل له مخې، چې د نړیوال بشر دوستانه حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ګڼل کېږي، د جګړې ښکېل لوري مکلف دي، څو د پوځي اهدافو او ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو تر منځ روښانه توپیر وساتي.

اعلامیه کې راغلي: «هر هغه برید چې د ملکي وګړو او جنګیالیو تر منځ توپیر ونه‌کړي یا څرګند ملکي سیمې په نښه کړي، کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي».

د بشري حقونو نړیوال بنسټ ټینګار کړی، چې د خوست پېښه یوازنی مورد نه‌دی. د دې بنسټ په وینا، اسناد او شواهد ښيي چې په وروستیو کلونو کې د ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان یو شمېر توپچي بریدونه ثبت شوي دي. په پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ملکي وګړي څو ځله له داسې توپچي بریدونو سره مخ شوي چې له امله یې خلک وژل شوي، ټپیان شوي، کورونه یې ویجاړ شوي او کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ مشره جایومه اورګل وایي: «په کور کې د درېیو ماشومانو وژل کېدل یوه ټکان ورکوونکې تراژیدي ده او دا یادونه کوي چې کله د جګړې قوانین له پامه وغورځول شي، نو ملکي وګړي یې دروند قیمت پرې کوي. پر استوګنیزو سیمو بې‌توپیره توپچي بریدونه په بشپړه توګه منعه دي. د دې برید په اړه باید سمدستي، بې‌طرفه او روڼ تحقیق ترسره شي او مسوول کسان باید حساب ورکولو ته اړ شي».

د بشري حقونو نړیوال بنسټ له ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي چې د مارچ د ۱۲مې د خوست پېښه او ورته نورو بریدونو کې د ملکي وګړو د زیان ټول موارد په بېړنۍ توګه وڅېړي. همدا راز باید ډاډ ترلاسه شي چې هر هغه څوک یا پوځي واحد چې نړیوال بشري قوانین یې مات کړي وي، قانوني حساب و کتاب ته راوکاږل شي. اعلامیه کې زیاته شوې، چې ډیورند کرښې ته څېرمه د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي، په ځانګړي ډول په استوګنیزو سیمو کې د توپچي او چاودېدونکو وسلو کارول ودرول شي.

اعلامیه لیکي: «د بشري حقونو خپلواکو بنسټونو او د حقیقت موندنې پلاوو ته باید اجازه ورکړل شي چې سیمو ته لاسرسی ومومي، د دې بریدونو اغېزې ثبت کړي او وضعیت وڅاري».

دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې د قربانیانو له کورنیو او ټولو هغو افغان ملکي وګړو سره ولاړ دی چې لا هم د جګړې او تاوتریخوالي له پایلو سره مخ دي. د بشري حقونو بنسټ په پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملکي وګړو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

د چین او پاکستان استازو د «ټي‌ټي‌پي او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ» په تړاو خبرې کړي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین استازي یو شیاویونګ نن په اسلام اباد کې د «ټي‌ټي‌پي او د ترکستان اسلامي غورځنګ» د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي. محمد صادق ویلي، چې دواړه وسله‌والې ډلې پاکستان او چین ته ترهګریز ګواښونه پېښوي.

هغه زیاته کړې، چې دواړو لورو د تلپاتې سولې ټینګښت او همغږو هڅو پر اړتیا هوکړه وکړه. دغو استازو دا خبرې داسې مهال کړي، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ تر بل هر وخت ډېر شوی دی. پر ډیورنډ کرښه بېلابېلو نقطو کې همدا تېره شپه هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې وه.

پاکستان ادعا لري، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي، خو پر کابل واکمن بیا دغه ادعاوې ردوي او برعکس دعوه کوي، چې اسلام‌اباد د کابل په خلاف خپله خاروه کې داعش خراسان ډلې ته مرکزونه ورکړي او هلته یې د افغانستان پر ضد روزي.

که څه هم دواړو لورو په دې تړاو په قطر، سعودي او ترکیې کې څو پړاوه مذاکرات وکړل، خو بیا هم سره کومې پایلې ته ونه رسېدل.

د امریکا په ویرجینیا کې له برید وروسته یو وسله وال وژل شوی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د امریکا د ویرجینیا ایالت دنورفولک ښار په اولډ ډومینیون پوهنتون کې د پنجشنبې په سهار د ډزو یوه پېښه شوې، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي. وسله وال کس امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د پوهنتون چارواکو ویلي، یوه وسله وال کس د پوهنتون په ساحه کې ډزې پیل کړې او دوه کسان یې ټپیان کړل. د هغوی په وینا ټپیان سملاسي روغتون ته ولېږدول شول.

چارواکو زیاته کړې چې وروسته وسله وال کس د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو او نور د خلکو لپاره کوم ګواښ نشته.

تر اوسه د پېښې د علت او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو امنیتي ادارو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.