• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو اېستل؛ تازه له ایران او پاکستان نه ۷۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي‌، چې ۳۲ نورې کورنۍ یې بیا خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې پرون د چهارشنبې په ورځ د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۲۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۵ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې د سلګونه نورو ستنو شویو کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغانان خوشې شوي دي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

له جرم او محکمې پرته سزا؛ کندهار محبس کې د بې‌عدالتۍ ترسیوري لاندې د پخوانيو پوځیانو فریاد

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۴ GMT+۰

د کندهار محبس د زندانیانو کورنۍ وايي، د مرکزي زندان دیوالونه نن یوازې د بند لپاره نه‌دي؛ بلکې د هغه سلګونه کسانو د چوپو فریادونو انعکاس دی، چې له ډېرې مودې راهیسې د ناروښانه برخلیک، له محکمې پرته سزا، زور او سپکاوي لاندې ساتل کېږي.

په دغه زندان کې دا مهال تر ۴۴۰ زیات پوځي بندیان او ګڼ ملکي پخواني مامورین د زندان له ناوړه وضعیت، غیرانساني چلند او ناروښانه برخلیک سره مخ دي. د زندانیانو یوشمېر کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه محبس کې د جمهوري نظام پخواني پوځیان او ګڼ مامورین پرته له کوم روښانه تور او خپلواکې محاکمې زنداني دي.

په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۴۰ تنه پوځي بندیان او ګڼ ملکي پخواني مامورین د زندان د ناوړه وضعیت، غیرانساني چلند او ناروښانه برخلیک پر ضد راپاڅېدلي وو. دغه اعتراضونه یوازې د لوږې او تنګ ځای پر ضد نه وو؛ بلکې دا د عدالت او د دوی قضیو ته د نه لاسرسي اړوند وو.

یوشمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ــ پښتو ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې درې زندانیان په دغه زندان کې وژل شوي چې انګېزه یې لاتراوسه نه‌ده روښانه شوې. د بندیانو د کورنیو غړي وایي، که څوک تورن وي نو باید په ښکاره، عادلانه او خپلواکه محکمه کې دې محاکمه شي.

د دوی په وینا؛ له محکمې پرته سزا، شکنجه او مرموزې وژنې نه دیني توجیه لري، نه قانوني او نه هم انساني. دوی په ټینګار سره د طالبانو دغه کړنې غندي، د ټولو بندیانو د حقونو د درناوي غوښتنه کوي او دغه راز د بندیانو پر وړاندې هر ډول زور، فشار او مرګ ژوبله ښکاره ظلم او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.

یوه کونډه مور چې یوازینی زوی یې په تېر جمهوري نظام کې مامور و، د خپل زوی د بند له امله د ژوند تر ټولو سختې شپې سبا کوي. هغه وایي:« زما زوی نه وسلې لرلې، نه یې له چا سره جنګ کړی و او نه یې چا ته تاوان رسولی و. یوازې یې له یوه طالب سره لفظي شخړه شوې وه، چې له امله یې بندي دی. میاشتې کېږي نه محکمه شته او نه څوک زموږ غږ اوري، موږ چاته وژاړو؟»

د یوه بل پوځي بندي ورور چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: «ورور مې په پخواني حکومت کې پولیس و، له یوه کال راهیسې بندي دی، موږ له عریضو، محکمې او ادارو ستړي شوي یو؛ ځکه هیڅوک مو غږ نه اوري او نه هم زما د ورور جرم راته ښيي، چې د هغه جرم څه و».

د بندیانو د کورنیو غړي وایي، په کندهار محبس کې بندیان په ډېر تنګ ځای کې زیات شمېر ساتل کېږي؛ داسې خونې چې د انساني کرامت له هر معیار سره په ټکر کې دي. د دوی په خبره؛ د دغه کسانو نه قضیې معلومې دي، نه محکمې شته او نه هم د بند موده روښانه ده او دغه حالت د رواني او جسمي ناروغیو د خپرېدو لپاره خطرناک چاپېریال رامنځته کړی دی.

د یوه بل بندي ورور چې په اونۍ کې یو ځل زندان ته د خپل ورور د لیدو لپاره ورځي وايي:« زما ورور راته وایي، موږ په یوه کوټه کې له پنځوسو زیات کسان اچول شوي یو او هلته په بد حالت کې یو، د شپې که څوک وغځېږي بل کس ته یې پښې رسېږي، ځینې کسان شپه تر سهاره په ناسته تېروي».

د دغه بندیانو د کورنیو غړي دا هم وایي، چې په محبس کې خوراکي او نور د لومړنيو اړتیاوو توکي په لوړه بیه پلورل کېږي او د زندان د ځینو مسوولینو لاس په‌کې دی. د دوی په وینا؛ تر دې هم دردونکې دا چې بندیان که غواړي له کورنیو سره اړیکه ونیسي، د پنځو دقیقو زنګ وهلو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ترې اخیستل کېږي او دا پيسې د محبس د مسوولینو جېبونو ته ځي.

د یوه زنداني کورنۍ وایي: «پر پنځه دقیقو زنګ وهلو زما له ورور څخه ۲۰۰ افغانۍ اخلي. هغه وایي، نور شیان هم په لوړه بیه پر بندیانو پلوري او بندیان ډېری وخت نفستنګي وي؛ نو غواړي له کورنیو سره خبرې وکړي خو دوی ډېرې پیسې ترې غواړي».

د کندهار اوسېدونکي وایي، کندهار محبس نن د عدالت د نشتوالي، د قانون د چوپتیا او د سپکاوي بېلګه ده او تر هغې چې له محکمې پرته سزا، ناروښانه تورونه او ناانساني چلند پای ته ونه رسېږي، دغه دیوالونه به د ظلم شاهدان پاتې وي.

د ورېښمو پله له لارې؛ هره ورځ د صادراتو او وارداتو څه باندې ۵۰۰ ترانزیټي موټر تګ‌راتګ کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۴ GMT+۰

په نیمروز کې د طالبانو د ټرانسپورټ د تنظیم رییس مولوي محمداقبال کلیم‌الله وایي، چې هره ورځ د دغه ولایت د ورېښمو پله له لارې د صادراتو او وارداتو څه باندې ۵۰۰ ترانزیټي موټر تګ‌راتګ کوي.

د هغه په وینا؛ سره له دې چې په ایران کې جګړه او کړکېچ دوام لري، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګ‌راتګ بهیر لاهم په عادي ډول روان دی او تراوسه په‌کې خنډ نه‌دی رامنځته شوی؛ خو یوازې د جګړې په لومړیو درېیو ورځو کې د سوداګرۍ بهیر یو څه ګډوډ شوی و.

هغه زیاته کړې، چې اوس‌مهال د ورېښمو پله له لارې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستان نه ایران ته او نږدې ۳۰۰ نور بار وړونکي موټر بیا له ایران نه افغانستان ته تګ‌راتګ کوي.
ورته مهال په نیمروز کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس نجیب‌الله خاشرودي هم ویلي:« د ورېښمو پله له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ بهیر په عادي ډول روان دی او د ایران کورني توکي د بازارچې او ترمینل له لارې په عادي ډول واردېږي؛ خو د بندرعباس ترانزیټي لاره ۸۰ سلنه کمه شوې او دامهال یوازې ۲۰ سلنه ترانزیټي لاره فعاله ده».
د نوموړي په وینا؛ د بندرعباس د ترانزیټي لارې د کمېدو لامل د ګمرکي تصفیې په سیستم کې شته ستونزې دي، چې ژر تر ژره به حل شي.

هاخوا بیا په هرات کې د ایران سرکونسل هم وایي، چې د جګړې له دوام سره، سره د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لاهم دوام لري؛ خو د امریکا له‌خوا د ایران د ځینو سوداګریزو بندرونو په نښه کېدل کله ناکله د مالونو د لېږد په بهیر کې ستونزې رامنځته کوي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ اوس‌مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم شاوخوا ۴ مېلیارد ډالره اټکل شوی، چې له دې څخه ۵۴ سلنه د فراه له لارې د ارزانه کرايې او لنډ واټن له امله ترسره کېږي او پاتې ۴۶ سلنه د هرات د اسلام‌ کلا بندر او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ترسره کېږي.
خو د طالبانو له دغه ادعاوو سره، سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی دی. دوی وايي، چې د خوراکي توکو، تېلو او اوبلن ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغېز کړی.

د ټرمپ استازی: له هغو کسانو سره اړیکې نه ساتو چې امریکایان نیسي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ استازي اډم بولر د امریکا د هغې پرېکړې په تړاو چې افغانستان یې د امریکايي وګړو د غېرقانوني نیولو د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، وویل چې امریکا له دا ډول هېوادونو سره اړیکې نه‌شي ساتلی.

تر دې وړاندې طالبانو غوښتنه کړې وه، چې امریکا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي او له دې ډلې سره باید اړیکې ښې کړي.

د بندیانو په چارو کې د امریکا استازي د چهارشنبې په ورځ اېکس کې ولیکل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د برمته نیولو د تګلارې له امله افغانستان د هغو ډلو او هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي.

بولر ټینګار وکړ، چې طالبانو امریکایي وګړي په ناعادلانه ډول نیولي دي. که څه هم طالبانو یو شمېر امریکایي وګړي له بند څخه خوشې کړي، خو درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي. طالبانو د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې او له امریکا څخه یې غوښتي، چې دا موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د طالبانو د چلند له امله افغانستان د «ناقانوني نیونو ملاتړی هېواد» په توګه ونوماوه. د ایران له اسلامي جمهوریت وروسته، افغانستان دویم هېواد دی چې نوم یې په دې نوملړ کې راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبانو دا وګړي د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره نیولي دي. هغه ټینګار وکړ، چې دا ډول کړنلاره به د امریکا پر وړاندې هېڅ پایله ور نه‌کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا اقدام د افسوس وړ بللی دی. دې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي او ځینې کسان یوازې د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دې ډلې حکومت غواړي د امریکایي وګړو د نیولو موضوع د روانو خبرو اترو او د دواړو لوریو ترمنځ د رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.

تر دې وړاندې د برمته شویو کسانو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي اډم بولر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یوځای د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د دغو کسانو د ازادۍ په اړه خبرې کړې وې.

طالبانو د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده د یوه غړي د ازادېدو غوښتنه کړې ده. دا کس محمد رحیم نومېږي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ګوانټانامو په زندان کې ساتل کېږي. نوموړی له اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور تورن دی.

فرید حمیدي: د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن وروستی اقدام جدي فشار نه ګڼل کېږي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په تړاو د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن وروستی اقدام جدي نه‌شي ګڼل کېدای. د هغه په وینا، د بهرنیانو یرغمل کول د طالبانو لپاره پر یوې عایداتي سرچینې بدل شوي دي.

د افغانستان یاد پخواني لوی څارنوال له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغه هېوادونو په نوملړ کې د شاملولو له امله چې د غېر عادلانه توقیفونو ملاتړ کوي ویلي، چې د امریکا یاد اقدام د طالبانو پر وړاندې جدي نه‌شي ګڼل کېدای، ځکه دا پرېکړه د امریکا د خپلو کورنیو پالیسیو په چوکاټ کې شوې ده.

حمیدي زیاته کړې: «دا یو جدي فشار نه دی، بلکې د امریکا د کورنیو سیاستونو او یا د بندیانو د کورنیو له لوري د فشارونو یوه پایله ده؛ نو ځکه ورته جدي اقدام نشو ویلای. لومړی دا چې د غېرقانوني نیونو نوملړ یوه نوې پدیده ده چې د ولسمشر ټرمپ د فرمان پر بنسټ د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې رامنځته شوه. ایران تېره میاشت (د فبرورۍ پر ۲۸مه) او افغانستان هم د مارچ په میاشت کې په دغه نوملړ کې شامل شول. دا تازه دوه هېوادونه دي چې په دې نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي».

نوموړي ویلي، چې طالبانو له ۲۰۰۵ کال راهیسې د نورو هېوادونو د وګړو په غېرقانوني نیولو پیل وکړ، چې موخه یې پر یادو هېوادونو فشار راوړل، د پیسو ترلاسه کول او د خپلو بندیانو خوشې کول وو.

حمیدي زیاته کړې: «طالبان ادعا کوي چې پر افغانستان واکمن دي، خو د یوې غېرمسوولې ډلې په توګه چې هېڅ قانون ته درناوی نه لري، خپل دغه سیاست ته یې دوام ورکړی دی. هغوی ډېر ګټه خوړونکي شوي دي؛ هغه امتیازونه چې نورو هېوادونو د خپلو وګړو د خوشې کېدو په بدل کې ورکول، ډېر د شرم وړ وو».

نوموړي ویلي، چې د امریکايي وګړو د یرغمل کېدو له امله د طالبانو پر وړاندې د امریکا اقدامونه تر ډېره سیاسي او اقتصادي دي او دا ډول بندیزونه د امریکا د داخلي قوانینو له‌مخې لګول کېږي.

حمیدي زیاته کړې: «د امریکا حکومت کولای شي پر بشري مرستو، صادراتو او اشخاصو بندیزونه ولګوي او په عین حال کې افغانستان ته د خپلو وګړو پر سفرونو محدودیتونه وضع کړي. خو زما په اند، له دې ورهاخوا د جدي اقداماتو ترسره کېدل د تمې وړ نه دي او نه هم امریکا اوسمهال د نورو پرېکنده ګامونو د اخیستو وړتیا لري. په هر صورت، دا په افغان سیاست کې د امریکا یوه نوې تګلاره ګڼل کېدای شي».

د تېر جمهوري نظام یاد پخواني چارواکي ویلي، طالبان چې په کومه اندازه د افغانانو پر وړاندې مېړانه لري، خو د نورو هېوادونو پر وړاندې دغه ډول مېړانه نه لري او د امریکا هر ډول اقدام به د دې لامل شي، چې طالبان به بلاخره امریکايي وګړي خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د پخواني رییس محمود شاه حبیبي د برخلیک پر سر د طالبانو او امریکا ترمنځ لویه لانجه روانه ده. نوموړی د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري په یرغمل نیول شوی دی، خو طالبانو د هغه د نیول کېدو په اړه هر ډول ادعا رد کړې او وايي، چې د دوی په زندانونو کې په دغه نوم هېڅ امریکايي وګړی شتون نه‌شته.