تر دې وړاندې طالبانو غوښتنه کړې وه، چې امریکا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي او له دې ډلې سره باید اړیکې ښې کړي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا استازي د چهارشنبې په ورځ اېکس کې ولیکل، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د برمته نیولو د تګلارې له امله افغانستان د هغو ډلو او هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي.
بولر ټینګار وکړ، چې طالبانو امریکایي وګړي په ناعادلانه ډول نیولي دي. که څه هم طالبانو یو شمېر امریکایي وګړي له بند څخه خوشې کړي، خو درې نور امریکایان لا هم د طالبانو په بند کې دي. طالبانو د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې او له امریکا څخه یې غوښتي، چې دا موضوع د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ د طالبانو د چلند له امله افغانستان د «ناقانوني نیونو ملاتړی هېواد» په توګه ونوماوه. د ایران له اسلامي جمهوریت وروسته، افغانستان دویم هېواد دی چې نوم یې په دې نوملړ کې راغلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبانو دا وګړي د سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره نیولي دي. هغه ټینګار وکړ، چې دا ډول کړنلاره به د امریکا پر وړاندې هېڅ پایله ور نهکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دا اقدام د افسوس وړ بللی دی. دې وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي او ځینې کسان یوازې د نافذو قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې د دې ډلې حکومت غواړي د امریکایي وګړو د نیولو موضوع د روانو خبرو اترو او د دواړو لوریو ترمنځ د رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسوي.
تر دې وړاندې د برمته شویو کسانو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي اډم بولر د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني استازي زلمي خلیلزاد سره یوځای د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د دغو کسانو د ازادۍ په اړه خبرې کړې وې.
طالبانو د نیول شویو امریکایانو د خوشې کولو په بدل کې د القاعده د یوه غړي د ازادېدو غوښتنه کړې ده. دا کس محمد رحیم نومېږي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د ګوانټانامو په زندان کې ساتل کېږي. نوموړی له اسامه بن لادن سره د همکارۍ په تور تورن دی.