ایمل ولي خان: په پښتون وطن کې د ترهګرۍ د اور بیا بلولو پالیسي باید ودریږي

د اې این پي ګوند مشر ایمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او وايي، چې د پښتونخوا خلک نور د تجربو او ناکامو پالیسیو قرباني کېدای نه شي. هغه زیاته کړې، چې د بیا ځل لپاره د ترهګرۍ په اور کې د پښتون وطن د غورځولو هر ډول پالیسي باید ودریږي.
