• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سي‌اېن‌اېن او نیویارک‌ټایمز: د میناب ښوونځی ښايي د امریکا له لوري په تېروتنې په نښه شوی وي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د امریکا دوو خبري شبکو راپور ورکړی، چې د «لومړنیو پوځي څېړنو د موندنو» له‌مخې، په میناب ښارګوټي کې یو لومړنی ښوونځی د امریکايي ځواکونو له لوري په تېروتنې سره په نښه شوی.

سي‌اېن‌اېن د پوځي څېړنو له لومړنیو موندنو سره د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا پوځ په ناڅاپي ډول د شجره طیبه پر ښوونځي برید کړی دی.
په ایران کې دولتي رسنیو ویلي، چې د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۶۸ ماشومان او ۱۴ ښوونکي وژل شوي دي.
سي‌اېن‌اېن په دې اړه اشاره کړې، چې پر دغه ښوونځي برید ښايي د هغه سیمې ته نږدې د یوې سمندري اډې په اړه د زړو استخباراتي معلوماتو له امله شوی وي.
د نیویارک‌ټایمز ورځپاڼې هم د «څېړنو له لومړنیو پایلو سره د باخبرو سرچینو» په حواله لیکلي، چې دغه تېروتنه د دفاعي استخباراتو د ادارې د زړو معلوماتو له امله رامنځته شوې ده.
نیویارک‌ټایمز زیاته کړې، د سپوږمکۍ د انځورونو ارزونه ښيي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د سپاه پاسداران د مجتمع او یاد ښوونځي ترمنځ یو دېوال جوړ شوی و. دغې ورځپاڼې لیکلي، چې په دې اړه څېړنې لا هم روانې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو په تېره بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ او د حقیقت موندونکې ډلې په خپلو اعلامیو کې د دغه برید د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې وه.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟