• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ته د محقق خبرداری: ژر به ستاسو پر خلاف میدان ته ښکته شم

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰

محمد محقق چې دمګړۍ په جلاوطنۍ کې شپې او ورځې تېروي، د طالبانو له پرله‌پسې فشارونو وروسته سخت غبرګون ښودلی دی. نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې میدان ته دې د ده د راتلو انتظار وباسي.

محقق په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرې فشارونه زیات کړي او پر ضد یې پراخ تبلیغاتي کمپاینونه پیل کړي دي. د ده په وینا، طالبان د هغه پر وړاندې «ناسم او درواغجن تبلیغات» خپروي.

د وحدت اسلامي ګوند مشر ټینګار وکړ: «دا تبلیغات او تورونه د هغوی د وېرې نښه ده. د خدای تعالی او د خپل ګران ولس په مرسته به ډېر ژر میدان کې راښکاره شو. هغوی دې انتظار وباسي».

نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل چې دقیقاً به کله او په څه ډول میدان ته داخلېږي.

طالبانو په دې وروستیو کې په کابل او مزار شریف ښارونو کې د محمد محقق کورونه او شتمنۍ ضبط کړې دي. همدارنګه یې د «راه فردا» په نوم د هغه د یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې فعالیت هم بند کړی دی.

دا اقدامات وروسته له هغه ترسره کېږي، چې محمد محقق او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په دې وروستیو کې یو لړ سیاسي خوځښتونه پیل کړي دي. ځینې سرچینې وایي، چې د محقق په ګډون د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو هڅه دا ده، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې نوې پوځي جبهه پرانیزي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

یوه طالب چارواکي پر درېیو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

یوه طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل. دغه چارواکي په یادو درېیو ولایتونو کې د مشخصو ځایونو د په نښه کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

خو تر دې مخکې سرچینو په کندهار او کابل ولایتونو کې د نظامي مرکزونو له په نښه کېدو خبر ورکړی وو.

لا تر اوسه طالبانو او پاکستان په رسمي توګه د دغو بریدونو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره وایي تل به د افغان ښځو غږ پورته کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې انالنا بربوک د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په نیویارک کې له درې افغان ورزشکارانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او په دغه هېواد کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې د کمپاین په اړه خبرې وکړې.

بربوک وویل، چې هغې تل د افغان ښځو د ملاتړ غږ پورته کړی او په هره دنده او مقام کې به د هغوی له غوښتنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پارا المپیک سیالیو د مډال ګټونکې ذکیه خدادادي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له مشرې سره په لیدنه کې یې ترې غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو له نړیوال کمپاین څخه ملاتړ وکړي.

انالنا بربوک چې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره هم وه، پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې هغې له دغو افغان شخصیتونو سره «په افغانستان کې د جنسیتي عدالت لپاره د مبارزې او د سولې د راوستو لپاره د ورزش د کارونې» په اړه خبرې کړې دي.

هغې ټینګار کړړی، چې په هر مقام کې به د افغان ښځو د مبارزې او هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طالبان وايي په پنځو ولایتونو کې یې له ایران او پاکستان څخه واردېدونکي قاچاقي توکي نیولي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو مالیه وزارت وايي، چې په تېرو درېیو اونیو کې یې په کندهار، نیمروز، فراه، هرات او هلمند ولایتونو کې له پاکستان او ایران څخه لسګونه زره کیلوګرامه واردېدونکي قاچاقي توکي نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست د ګمرکونو د ګرځنده څار ډلو په تېرو درېیو اونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې لسګونه زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولې دي.

طالبانو ویلي، چې قاچاقبرو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته وارد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده موده کې ۸۹۶۴۸ کیلو ګرامه انساني او حیواني درمل، خوراکي توکي، د سینګار توکي، د وسایلو پرزې او نور توکي نیولي دي.

طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې د یادو قاچاقي توکو په تړاو یې څوک نیولي او که نه.

د طالبانو مالیې وزارت پر داسې مهال د زیاتو قاچاقي توکو له نیولو خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له امله د دواړو لورو ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سوداګري په ټپه درول شوې او تازه پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته د افغانستان په بازارونو کې د تېلو په ګډون د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

ذبیح‌الله مجاهد: امریکا د پلمو په لټه کې ده

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د امریکا هغه پرېکړه چې افغانستان یې د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړی، د دې لپاره ده، چې د طالبانو پر ضد د راتلونکو سناریوګانو لپاره پلمه برابره کړي.

مجاهد په یوې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکايي بندیانو موضوع «نه پېچلې ده او نه هم ډېره جدي ده». د هغه په وینا، دغه بندیان به یا د قضايي بهیر له لارې او یا هم د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو له لارې ازاد شي. د طالبانو ویاند ټینګار وکړ، چې یوازې دوه امریکايي وګړي د دې ډلې په بند کې دي او د محمودشاه حبیبي د نیول کېدو خبره یې رد کړه.

خو امریکاوایي، چې د دې هېواد درې وګړي د طالبانو په بند کې دي، چې په هغوی کې افغان توکمه امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي هم شامل دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د «برمته نیولو» تور پرې لګېدلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، طالبان د امریکايي وګړو له بندي کېدو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي.

د طالبانو ویاند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې طالبانو هېڅ‌کله د امریکايي وګړو له بندي کولو څخه سیاسي استفاده نه‌ده کړې. هغه زیاته کړه: «موږ هېڅ ډول ناقانونه نیونې نه‌دي کړي. امریکايي وګړي د افغانستان د قوانینو د سرغړونې له امله نیول شوي دي».

مجاهد همدارنګه وویل، چې فشار او ګواښ د دې ستونزې حل لاره نه‌ده.

د طالبانو ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دا موضوع نه ډېره جدي ده او نه هم داسې ده چې حل یې ناشونی وي، خو زیاته یې کړه، چې د امریکا له‌خوا افغانستان د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شاملول او د بندیانو د موضوع لویه ښودنه، «د راتلونکو ځینو سناریوګانو لپاره پلمه جوړول» دي.

مجاهد روښانه نه کړه،چې د دغو سناریوګانو مطلب څه دی. خو ځینې شنونکي باور لري چې کېدای شي امریکا د طالبانو پر ضد کوم اقدام ترسره کړي.

د برمته نیونکو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي اډم بولر ګواښ کړی، که طالبان بندي امریکايي وګړي خوشې نه‌کړي، نو له هغه برخلیک سره به مخ شي چې ایران ورسره مخ دی او دا مهال د امریکا له سختو هوايي بریدونو سره مخامخ دی.

مجاهد همدارنګه وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا تګلاره لا هم د جګړې د دورې په شان ده. د هغه په خبره، دا چلند نه یوازې د بندیانو په موضوع کې، بلکې د بندیزونو، تور نوملړ او د ده په وینا «د سیمې د ناامنه کولو لپاره د پاکستاني جنرالانو د کارولو» په برخه کې هم لیدل کېږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت نه سقوط

د طالبانو ویاند د مرکې په بله برخه کې د سیمې وروستیو بدلونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې «د ایران رژیم به سقوط ونه کړي». د هغه په وینا، ایران مخکې هم ورته ډېرې تجربې لرلې او یو پیاوړی پوځ لري.

مجاهد ټینګار وکړ، چې طالبان د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل په جګړه کې لاسوهنه نه‌کوي، خو د جګړو له دوام څخه اندېښنه لري. هغه وویل: «موږ له دې جګړې اغېزمن کېږو. جګړه د حل لاره نه ده او هېڅ ګټونکی نه‌لري».

په داسې حال کې چې له ایران سره د شخړې کچه لوړه شوې، امریکا پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي دي. د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، د جګړې وزیر، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي او امریکايي سناتورانو پرله‌پسې له افغانستان څخه د وتلو او «له بګرام اډې څخه د تېښتې» په اړه څرګندونې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پرون وویل، که د بګرام پوځي اډه د امریکا په واک کې وای، نو واشنګټن به له هغې څخه پر ایران د برید لپاره کار اخیستی وای.

طالبان وايي په غزني کې یې راستنو شویو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل کړه

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په غزني کې یې په ۱۹۰۷ جریبه ځمکه کې د کډوالو د ښار ګوتي جوړولو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) یې په غزني ولایت کې د کډوالو لپاره د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کډوالو لپاره جوړیدونکی ښارګوټی پر ۱۹۰۷ جریبه ځمکه جوړېږي او یاد ښار ګوټی به ۱۸۰۰ نمرې ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي، چې د یادې ډلې په خپله داخلي بودجه او امکاناتو راستنېدونکو کورنیو لپاره د استوګنې ترڅنګ د ژوند نور بنسټیز خدمات لکه سړکونه، د اوبو رسولو سیستم، برېښنا او عامه تاسیسات هم جوړ کړي.