• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بریدونو له امله کونړ کې ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د پاکستان د بریدونو له امله په کونړ کې ګڼ شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښي او د اسعداباد ښار په څنډو کې په خیمو او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په کونړ کې د پاکستان د بریدونو له امله ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، د کونړ پر بېلابېلو ولسوالیو د پاکستان د بریدونو له امله ګڼې کورنۍ د کونړ مرکز اسعداباد ته کډه شوي او هلته د سیند تر غاړې په خیمو او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

د عبدالقاهر په نوم یو بې‌ځایه شوی وايي: «پاکستان پر موږ وحشت شروع کړی دی، همدا بمباري او توپونه دي چې وېشتل کېږي، ماشومان، ښځې او نارینه په‌کې وژل کېږي. ځکه دلته راغلي یو چې له بریدونو په امن کې پاتې شو».

د کونړ شپږ ولسوالۍ پر ډیورنډ کرښه پرتې دي او ملي تلویزیون ویلي، چې پاکستاني ځواکونو د یادو ولسوالیو عام وګړي په خپلو هوايي او توپچي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.

د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالکریم چې د پاکستان د بریدونو له امله د کونړ مرکز اسعداباد ته کډه شوی او په خیمه کې ژوند کوي زیاته کړې: «د پاکستان پوځ باید د افغانستان له نظامیانو (طالبانو) سره کار ولري، پر عامو خلکو ولې باید برید وکړي، له دې ښکاري چې د پاکستان پوځ بې وسه دی، نو ځکه ملکي خلک په نښه کوي».

طالبانو د پاکستان د بریدونو له امله په کونړ کې د بې‌ځایه شویو کورنیو د کره شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو بې‌ځایه شوې کورنۍ له طالبانو او خیره بنسټونو څخه د سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو غوښتنه لري.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان د وسلو او ډرون الوتکو د تولید فابریکو د جوړېدو ادعا کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د وسلو او مهماتو د تولید او ترمیم څو فابریکې جوړې کړې او د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو وړتیا یې هم پیدا کړې ده. طالبانو په یوه رپوټ کې ویلي، چې د هوايي دفاع ځینې سیستمونه یې بیا فعال کړي او له پاکستان سره په وروستیو نښتو کې ترې کار اخیستل شوی.

د طالبانو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس، احمد الله متقي، پر ایکس یو ویډیویي راپور خپور کړی، چې پکې ویل کېږي د طالبانو دفاع وزارت د هوايي دفاع ځینې سیستمونه بیا فعال کړي او له پاکستان سره په وروستیو نښتو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د اوږده واټن ځینې دفاعي تجهیزات یې هم بیارغولي چې د جنګي او ډرون الوتکو پر وړاندې کارول کېږي. همداراز په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پوځي تجهیزاتو د برابرولو او تخنیکي خدمتونو څو مرکزونه جوړ کړي چې د سپکو او درندو وسلو او زغره والو ګاډو د برابرولو مسوولیت لري.

طالبانو ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او مهماتو د تولید څو فابریکې جوړې شوې او موخه یې دا ده چې د خپلو ځواکونو د پوځي تجهیزاتو د واردولو اړتیا کمه کړي.

خو په خپاره شوي راپور کې د دغو ادعاوو د ښودلو لپاره ځینې داسې انځورونه کارول شوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي یا د نورو هېوادونو د وسلو له فابریکو اخیستل شوي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت ځینې متخصصان ادعا کوي چې د روسي ټکنالوژۍ یو شمېر برخې، لکه لارښودي سیستمونه، برېښنایي وسایل او د هوايي دفاع تجهیزات یې بیا رغولي دي.

بلخوا د فوربز په نوم مجلې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې طالبانو د پاکستان پر ضد جګړو کې د لنډ واټن ډرون د خپلې اصلي وسلې په توګه کارولي او دغه بریدونه ځینې وخت له تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) سره په همغږۍ شوي دي.

اروپايي پارلمان د طالبانو د سیاسي او پوځي مخالفانو د استازو کوربه توب کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي چې ټاکل شوې ده د روانې کب میاشتې پر ۲۷ او ۲۸مه نېټه اروپایي پارلمان او د بلجیم سنا مجلس د لومړي ځل لپاره د طالبانو د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفانو کوربه توب وکړي.

د سرچینو په وینا، دا به لومړی ځل وي چې اروپا په ښکاره ډول د طالبانو له مخالفینو سره د افغانستان د کړکېچ د ارزونې لپاره تعامل کوي.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نړیوالې غونډې تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو د حقونو او د کډوالو د موضوعاتو پر محور راڅرخېدې، خو دا ځل د خبرو پام د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفت او وسله‌وال مقاومت ته اوښتی دی.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې تل له طالبانو سره د محدود تعامل پر سیاست ټینګار کړی او د دوی له مخالفو جبهو سره یې له ښکاره اړیکو ډډه کړې وه.

بلجیم تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه پاتې شوی دی. د بېلګې په توګه، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د ۱۴۰۴کال د غبرګولي په ۲۷مه په بروکسل کې د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت او اساسي اړتیاوو په اړه د لوړپوړو چارواکو غونډه جوړه کړې وه.

همداراز اروپايي پارلمان په ۱۴۰۱کال کې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه علني غونډې وکړې او د «افغان ښځو ورځې» تر سرلیک لاندې یې ځانګړی پروګرام هم جوړ کړی و.

اروپايي ټولنه د طالبانو پر وړاندې د «محدود او تخنیکي تعامل» سیاست تعقیبوي، خو تر اوسه یې دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې او سیاسي مشروعیت یې نه دی ورکړی.

اروپايي چارواکو ویلي چې دغه تعامل تر ډېره د افغان کډوالو د اخراج، د افغانستان د وضعیت ارزونې، له خلکو سره د مرستې او د امنیتي اندېښنو د څار لپاره کېږي. اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې د ټول‌شموله نظام پر جوړېدو، د بشري حقونو پر رعایت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ښځو او نجونو د حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کانونو وزیر د ټاپي پروژې له رییس سره د چارو پر پرمختګ غږېدلی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له رییس سره د دې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د کانونو وزارت وايي، په ناسته کې د ګازو نل لیکې د عملي چارو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ټاپي پروژې رییس د پروژې د تازه پرمختګونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ګازو نل لیکې د لیږد چارو، د عملي کار پړاوونو، د ځمکې د استملاک او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې د لازمو اسانیتاوو رامنځته کولو له امله د طالبانو مننه کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وزیر هدایت الله بدري د پروژې د اړوندو هلو ځلو ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې د درې نورو هېوادونو لپاره هم یوه حیاتي او مهمه پروژه ده.

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، بدري په ټاپي پروژه کې د سیمې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرېدو، په ټاکلي وخت د کاري پلانونو شریکولو او د یادې پروژې د متخصصینو له لوري د کانونو وزارت د انجنیرانو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار کړی دی.

د کابل اوسیدونکي: طالبانو د جمهوريت د شهیدانو او معلولینو امتیازي معاشونه ځنډولي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰

یو شمېر کورنیو، چې د جمهوريت دورې د شهیدانو او معلولینو د امتیازي معاشونو د ترلاسه کولو حق لري، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې شکایت کړی چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي او کارکوونکي ورته وایي چې له اختر وروسته دې د خپلو معاشونو پوښتنه وکړي.

د دغو کورنيو په وينا، په طالبانو پورې اړوند شهیدانو کورنیو ته امتیازات ورکړل شوي، خو د جمهوريت دورې د شهیدانو امتیازي معاشونه تر اوسه معطل پاتې دي او هېڅ څرګند دلیل یې نه دی بیان شوی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی یو مکتوب ښیي چې د طالبانو د مالیي وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې مشر د حکم له مخې ویل شوي چې د دولتي کارکوونکو د ۱۴۰۴کال د سلواغې او کب معاشونه دې له کوچني اختر څخه مخکې ورکړل شي.

100%

خو دغو کورنیو ویلي چې د کب میاشتې امتیازات لا ځنډول شوي دي. دغه کورنۍ دا هم وایي چې د طالبانو اړوند د شهیدانو کورنیو ته امتیازي معاشونه (د دواړو میاشتو سلواغې او کب) ورکړل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلو پیغامونو کې یو کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: «اته نيم زره افغانۍ معاش لرم، خو د غوړیو د پېرلو پیسې نه لرم. مخکېني معاشونه مې قرضدارانو ته ورکړي، اوس د اختر لپاره هیڅ نه لرم».

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی و. دوی وايي چې د خوراکي توکو، تېلو او مایع ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغیز کړی.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستۍ جګړې او د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ له امله په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د عامو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن شوی دی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.

هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په پېښو کې د مداخلې ادعاوې رد کړې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې نوی ډیلی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د شدت لامل شوی، رد کړې او دا یې «بې‌اساسه» تورونه وبلل. نوموړي وویل، «هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې خپل ځان پکې د ترهګرۍ قرباني ښیي».

جیسوال، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۱مه، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ داسې بې‌اساسه تورونو ردوو. پاکستان دا عادت لري چې تل خپلې تېروتنې د هند غاړې ته ور اچوي.»

هغه زیاته کړه: «دا ډول کیسې واقعیتونه نه شي بدلولی او هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې پاکستان پکې خپل ځان د ترهګرۍ قرباني ښیي.»

د یادولو ده، چې پاکستان او طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې د یو بل پر ضد بریدونه پیل کړل چې د دواړو خواوو د ځواکونو او ملکي وګړو تلفات هم پکې شامل دي.