• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: چین د منځګړیتوب له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه کمه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۰

دریو پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي، د چین د منځګړیتوب هڅو، چې د ولسمشر شي جین‌پینګ پیغام هم پکې شامل و، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې ده.د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر ټولو عاجل کار دا دی چې جګړه پراخه نه شي او دواړه هېوادونه خبرو ته کښېني.

په پاکستان کې د چین سفیر جیانګ زایدونګ د تیرې میاشتې په پای کې له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ناسته کې د شي جین‌پینګ پیغام شریک کړی، چې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې وه.

په وروستیو ورځو کې نه پاکستان او نه هم افغان طالبانو د هوایي بریدونو راپور ورکړی، خو ورځنۍ نښتې لاهم روانې دي.

چین ویلي چې له دواړو هېوادونو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په اړیکه کې دی، خو د شهباز شریف ویاند مشرف زیدي، چې مخکې یې ویلي و له طالبانو سره به خبرې ونه شي، د بیجینګ د هڅو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي چې مطلوب اهداف ترلاسه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ د رویټرز د نظر پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

اسلام‌اباد د فبرورۍ پر ۲۶مه د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه پیل کړل او ادعا یې وکړه چې طالبان وسله والو ته خوندي ځای ورکوي، خو کابل دا تور رد کړی او وايي چې په پاکستان کې ترهګري داخلي ستونزه ده.

چینایي هڅې په داسې حال کې کېږي چې قطر، سعودي عربستان او ترکیه، چې د تېرو نښتو پر مهال یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی و، اوس د منځني ختیځ جګړې برخه شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي: «د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره سفر کوي او په دواړو هېوادونو کې چینایي سفارتونه له اړوندو اړخونو سره نږدې اړیکې ساتي».

چین زیاته کړې: «تر ټولو بیړنی کار دا دی چې جګړه پراخه نه شي او دواړه هېوادونه ژر تر ژره د خبرو میز ته راستانه شي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د چین وزیر وانګ یي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره د جګړې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ او ځانګړي استازي یوی ژیاویونګ د دې اونۍ په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

طالبانو او پاکستان ویلي چې په جګړه کې یې یو بل ته درانه تاوانونه رسولي او سلګونه مخالف سرتېري یې وژلي، خو دغه ادعاوې په اسنادو نه دي تایید شوې.

بیجینګ، چې د پاکستان اوږدمهاله متحد دی، په دواړو هېوادونو کې په کانونو او نورو برخو کې سترې پانګونې کړې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د ۳۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د غالۍ اوبدنې مرکز پرانېستل شوی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د ۳۱ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانېستل شوی. دغه مرکز د یوناما په مالي ملاتړ جوړ شوی او نږدې ۴۰۰ راستنو شویو کډوالو ته پکې د غالۍ اوبدنې او اړوندو مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د هرات مقام مطبوعاتي دفتر پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد ولایت والي مولانا اسلام‌جار ویلي چې دا ډول پروژې د کارموندنې زیاتوالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال اندریکا راتواته هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د دوی اداره به د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په تېر یو کال کې نږدې ۲،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي، چې له ۲۰ سلنې څخه زیات یې د هرات ښار په مرکز او د انجیل او ګذرې ولسوالیو کې مېشت شوي دي.

طالبانو د «یوه کیلۍ» موټرو د واردولو او ګمرکي محصول کمولو موده وغځوله

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې هېواد ته د بې اسنادو یا «یوه کیلۍ» موټرو د وارداتو او ګمرکي محصول کمولو موده د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځوي.

د طالبانو په ولکه کې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ته هم لارښوونه شوې چې د ځینو وارداتي توکو د «شفافیت، کمیت او کیفیت» د ارزونې لپاره له سوداګرو سره غونډې وکړي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړي ډول په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې، په سړکونو د «یوه کیلۍ» او ښي لوري سټیرنګ لرونکو موټرو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

دوی وایي، د دغو موټرو لپاره د لنډمهالو اسنادو وېش له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه بې ساري زیاته شوې ده.

د خلکو په وینا، د دغو موټرو زیاتوالی د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل هم ګرځي.

د افغانستان اماني صندوق: په تېرو څلورو کلونو کې له ۴ مېلیونه افغان مېرمنو سره مرسته شوې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۰

د افغانستان اماني صندوق اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د طالبانو نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال له شاوخوا څلور مېلیونه افغان مېرمنو او نجونو سره مرسته کړې ده. یاد صندوق لیکلي، چې په دغه موده کې یې په ټول افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه د ډېرو پروژو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان اماني صندوق د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له‌ رسېدو وروسته یې د هغو ښځو ملاتړ کړی چې د خپلو ټولنو د بدلون پلان لري.

له بل پلوه په سویس کې د افغانستان اماني صندوق غړي انوارالحق احدي په لړم میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه صندوق تراوسه پورې له نیم مېلیارد ډالرو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه، د دغه صندوق نغدي کچه چې پخوا درې نیم مېلیارد ډالره وه؛ اوس څلور مېلیارد او شل مېلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. د افغانستان اماني صندوق تر دې وړاندې اعلان کړی و، تر ۲۰۲۵کال پورې به په افغانستان کې له یو مېلیون خلکو سره مرسته وکړي چې نیمایي برخه به یې ښځې وي.

له ملګرو ملتونو د طالبانو والي غوښتنه؛ د افغانستان کورنیو تولیداتو پېرلو ته لومړیتوب ورکړئ

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت لپاره د یادې ډلې والي اسلام جار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د خوراکي‌ او نورو اړینو توکو د پېرلو پرمهال د افغانستان کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي‌ ویلي، چې د کډوالو لويه څپه هرات ته داخل شوې او د نړۍوالو ادارو پاملرنې ته اړتیا لري. په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اجار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته او د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره په لیدنه کې ټينګار کړی چې د کورنیو تولیداتو په لومړیتوب سره به یې د افغان تولیدونکو ملاتړ کړی وي.

هغه دارنګه افغان صنعتکارانو او کرنیزو محصولاتو ته د نړۍوال بازار موندلو، د بانکي محدودیتونو لرې کولو، سوداګرو او خصوصي سکټور ته د ویزې ورکولو د انلاین پروسې اسانتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو له ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو ستنېدونکو کډوالو ته د مرستې رسولو د څار لپاره هرات ته تللي. د طالبانو والي وايي، چې د کډوالو لویه برخه په هرات کې ده او دا مهال د نړۍوالو مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګر یې په ننګرهار، بلخ، بغلان، فراه، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۸۲ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۸۰ اصلاحي ناستې لرلې.