په دغه زندان کې دا مهال تر ۴۴۰ زیات پوځي بندیان او ګڼ ملکي پخواني مامورین د زندان له ناوړه وضعیت، غیرانساني چلند او ناروښانه برخلیک سره مخ دي. د زندانیانو یوشمېر کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه محبس کې د جمهوري نظام پخواني پوځیان او ګڼ مامورین پرته له کوم روښانه تور او خپلواکې محاکمې زنداني دي.
په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۴۰ تنه پوځي بندیان او ګڼ ملکي پخواني مامورین د زندان د ناوړه وضعیت، غیرانساني چلند او ناروښانه برخلیک پر ضد راپاڅېدلي وو. دغه اعتراضونه یوازې د لوږې او تنګ ځای پر ضد نه وو؛ بلکې دا د عدالت او د دوی قضیو ته د نه لاسرسي اړوند وو.
یوشمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ــ پښتو ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې درې زندانیان په دغه زندان کې وژل شوي چې انګېزه یې لاتراوسه نهده روښانه شوې. د بندیانو د کورنیو غړي وایي، که څوک تورن وي نو باید په ښکاره، عادلانه او خپلواکه محکمه کې دې محاکمه شي.
د دوی په وینا؛ له محکمې پرته سزا، شکنجه او مرموزې وژنې نه دیني توجیه لري، نه قانوني او نه هم انساني. دوی په ټینګار سره د طالبانو دغه کړنې غندي، د ټولو بندیانو د حقونو د درناوي غوښتنه کوي او دغه راز د بندیانو پر وړاندې هر ډول زور، فشار او مرګ ژوبله ښکاره ظلم او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ګڼي.
یوه کونډه مور چې یوازینی زوی یې په تېر جمهوري نظام کې مامور و، د خپل زوی د بند له امله د ژوند تر ټولو سختې شپې سبا کوي. هغه وایي:« زما زوی نه وسلې لرلې، نه یې له چا سره جنګ کړی و او نه یې چا ته تاوان رسولی و. یوازې یې له یوه طالب سره لفظي شخړه شوې وه، چې له امله یې بندي دی. میاشتې کېږي نه محکمه شته او نه څوک زموږ غږ اوري، موږ چاته وژاړو؟»
د یوه بل پوځي بندي ورور چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي: «ورور مې په پخواني حکومت کې پولیس و، له یوه کال راهیسې بندي دی، موږ له عریضو، محکمې او ادارو ستړي شوي یو؛ ځکه هیڅوک مو غږ نه اوري او نه هم زما د ورور جرم راته ښيي، چې د هغه جرم څه و».
د بندیانو د کورنیو غړي وایي، په کندهار محبس کې بندیان په ډېر تنګ ځای کې زیات شمېر ساتل کېږي؛ داسې خونې چې د انساني کرامت له هر معیار سره په ټکر کې دي. د دوی په خبره؛ د دغه کسانو نه قضیې معلومې دي، نه محکمې شته او نه هم د بند موده روښانه ده او دغه حالت د رواني او جسمي ناروغیو د خپرېدو لپاره خطرناک چاپېریال رامنځته کړی دی.
د یوه بل بندي ورور چې په اونۍ کې یو ځل زندان ته د خپل ورور د لیدو لپاره ورځي وايي:« زما ورور راته وایي، موږ په یوه کوټه کې له پنځوسو زیات کسان اچول شوي یو او هلته په بد حالت کې یو، د شپې که څوک وغځېږي بل کس ته یې پښې رسېږي، ځینې کسان شپه تر سهاره په ناسته تېروي».
د دغه بندیانو د کورنیو غړي دا هم وایي، چې په محبس کې خوراکي او نور د لومړنيو اړتیاوو توکي په لوړه بیه پلورل کېږي او د زندان د ځینو مسوولینو لاس پهکې دی. د دوی په وینا؛ تر دې هم دردونکې دا چې بندیان که غواړي له کورنیو سره اړیکه ونیسي، د پنځو دقیقو زنګ وهلو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ترې اخیستل کېږي او دا پيسې د محبس د مسوولینو جېبونو ته ځي.
د یوه زنداني کورنۍ وایي: «پر پنځه دقیقو زنګ وهلو زما له ورور څخه ۲۰۰ افغانۍ اخلي. هغه وایي، نور شیان هم په لوړه بیه پر بندیانو پلوري او بندیان ډېری وخت نفستنګي وي؛ نو غواړي له کورنیو سره خبرې وکړي خو دوی ډېرې پیسې ترې غواړي».
د کندهار اوسېدونکي وایي، کندهار محبس نن د عدالت د نشتوالي، د قانون د چوپتیا او د سپکاوي بېلګه ده او تر هغې چې له محکمې پرته سزا، ناروښانه تورونه او ناانساني چلند پای ته ونه رسېږي، دغه دیوالونه به د ظلم شاهدان پاتې وي.