• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل ته تللي پلاوي د اسلام اباد استازیتوب نه کاوه

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي، نن د پنجشنبې په ورځ ( کب په ۲۱مه) ویلي چې کابل ته د درې کسیز پاکستاني پلاوي سفر رسمي نه و او دغه کسان په شخصي ډول افغانستان ته تللي.

اندرابي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان حکومت د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کوم رسمي پلاوی کابل ته نه دی استولی. د هغه په وینا، کابل ته تللي کسان « درانه اشخاص» دي، خو دا سفر د پاکستان د حکومت له خوا نه دی تنظیم شوی او دوی د پاکستان د حکومت استازیتوب نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې د اسلام‌اباد پالیسي د افغانستان په اړه بدله شوې نه ده او پاکستان تر اوسه له طالبانو داسې تضمین نه دی ترلاسه کړی چې د افغانستان له خاورې به پر پاکستان د وسله‌والو بریدونه ودرول شي.

هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه هم په دې اړه شواهد لري.

اندرابي د طالبانو د دفاع وزیر د خبرداري په غبرګون کې، چې ویلي یې وو که پر کابل برید وشي اسلام اباد به هدف وګرځي، وویل چې اسلام اباد لا له وړاندې له بریدونو سره مخ دی.

نوموړي همداراز وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې لا هم تړلې دي او په دې اړه کومه نوې پرېکړه نه ده شوې. هغه ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد غواړي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو فعالیتونه ودرول شي.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي وو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ کمولو د لارو چارو د ارزونې لپاره کابل ته یو پاکستانی پلاوی تللی او په دغه پلاوي کې د پاکستان ځینې مذهبي او جهادي څېرې مولوي فضل‌الرحمن خلیل، مولوي عبدالله شاه مظهر او مولوي ساجد عثمان شامل دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۳
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۴

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

۵

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ د پاکستان په بریدونو کې ۳ کسه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ د پاکستان په بریدونو کې ۳ کسه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې په پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست ولایتونو کې د ملکي‌ خلکو پر کورونو بریدونه کړي. نوموړي ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

ښاغلي فطرت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې پاکستان د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې د ملکي خلکو کورونه په نښته کړي چې له کبله یې ۳ کسه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا؛ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ۷ کلیو د ملکي خلکو پر کورونو د پاکستان توغندي او هاوانونه لګېدلي، چې له کبله یې ۲ کسه ټپيان شوي‌ دي.

د طالبانو مرستیال ویاند وايي، چې د پکتیکا په برمل او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې هم د ملکي کسانو کورونه په نښته شوي دي. د نوموړي په خبره؛ تر بریدونو مخکې خلک له کورونو وتلي وو.

د طالبانو دفاع وزیر: پاکستان غواړي چې موږ د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنو

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۰
د طالبانو دفاع وزیر: پاکستان غواړي چې موږ د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنو
100%

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وايي، پاکستان له دې ډلې څخه غوښتي چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت وپېژني. هغه له طلوع نیوز خصوصي شبکې سره په مرکه کې ویلي، د ​​دوحې او استانبول په ناستو کې د ډیورنډ کرښې د پېژندلو مسله راپورته شوې ده.

د هغه په ​​وینا، پاکستاني لوري وړاندیز کړی و چې د «ډیورنډ کرښې» پر ځای د «سرحد» کلمه وکاروي.

ملا یعقوب مجاهد زیاته کړه، چې هغه پاکستاني چارواکو ته ویلي وو چې نه د افغانستان پخوانیو حکومتونو دا کرښه په رسمیت پیژندلې او نه هم طالبان دا په رسمیت پېژني.

هغه ټینګار وکړ، چې دا مسله باید د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او شخړې زیاتې نه کړي.

هغه وایي چې دا خبره یې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ په دوحه کې د پاکستاني پلاوي سره په یوه غونډه کې وکړه.

دواړه لوري په قطر کې په هغه غونډه کې لنډمهاله اوربند ته ورسیدل خو په ترکیه او سعودي عربستان کې د خبرو اترو وروسته پړاوونه د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې په رامنځته کولو کې پاتې راغلل.

د ډیورنډ کرښې مسله د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه تاریخي شخړه ده.

افغان حکومتونو له لسیزو راهیسې دا کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه ده پیژندلې، پداسې حال کې چې پاکستان دا د دواړو هېوادونو ترمنځ نړیواله پوله ګڼي.

د طالبانو د دفاع وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې که کابل ناامنه شي، اسلام اباد به هم ناامنه شي.

نوموړي وویل:«که کابل ناامنه شي، اسلام اباد به هم ناامنه شي. که په کابل برید وشي، اسلام اباد به هم په نښه شي.»

په همدې حال کې مجاهد وویل، چې طالبان ژمن دي چې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې اختلافات حل کړي خو د هغه په ​​وینا، پاکستان داسې چلند نه لري.

د پاکستان حکومت له افغان طالبانو سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي.

د دواړو خواوو ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره، د طالبانو د دفاع وزیر ادعا وکړه، چې د هر وژل شوي افغان په بدل کې څو پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده، په روانو جګړو کې طالبان او پاکستاني نظامیان یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو د ملګرو ملتونو راپور ویلي، چې په دې جګړو کې یوازې ۵۶ عام افغانانو وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي

۱۶ کب ۱۴۰۴ - ۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰
طالبانو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي
100%

د طالبان ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

هغهد پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې شوي، همداراز په پاکستان کې د افغان کډوالو ایستل او ځورول او د ملکي وګړو تلفات یاد کړي او ویلي یې دي چې امنیت شورا باید د دې وضعیت د درولو لپاره خپله مسوولیت ادا کړي.

هغه د شنبې په ورځ د پاکستان اقدامات «غیرانساني» وبلل او ویې ویل چې د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو ویاند همداراز وویل چې افغان کډوال په پاکستان کې له سختو شرایطو سره مخ دي.

مجاهد له امنیت شورا وغوښتل چې پر پاکستان فشار راولي څو له «داسې غیرانساني کړنو او د بشري حقونو له سرغړونو» لاس واخلي.

ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکړی او د هغه په وینا د «لویدیځو هېوادونو په لاس کې په یوه وسیله» بدله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اېمل ولي خان طالبانو ته په اشاره؛ ترهګر دوست نه‌لري ریاست دې خپله پالیسي بدله کړي

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۰
اېمل ولي خان طالبانو ته په اشاره؛ ترهګر دوست نه‌لري ریاست دې خپله پالیسي بدله کړي
100%

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د افغان طالبانو په اړه د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان اوسني حاکمانو ته د «دوست حکومت» ارزښت ورکول د پاکستان د حکومت تېروتنه وه.

نوموړي د پاکستان پر تېرو او اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده: «له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې موږ په دوامداره توګه ویل، چې دا خوش‌بختي مه پالئ چې په افغانستان کې ستاسو «دوست حکومت» راغلی دی. ترهګر یوازې ترهګر وي».

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د ناکامو پالیسیو په اړه یې له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې اوس یې زیان هم د پاکستان ریاست او هم عامو خلکو ته رسېدلی دی.

اېمل ولي خان زیاته کړې: «نن هماغه عناصر چې پرون ورته -ستراتیژیک عمق- یا د دوستۍ نوم ورکول کېده، اوس نه پوهیږو چې د کومو سرلیکنو لاندې په عملیاتو کې په نښه دي».

نوموړي ویلي، د پاکستان ریاست باید پر دې پوه شي، چې «ترهګر نه دوست لري، نه مذهب او نه هم قوم».

اېمل ولي خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تر هغه وخته چې موږ همدا تېروتنې تکرار وو، تر هغو به زموږ خپل خلک بې‌کوره وي، زموږ بازارونه به خالي وي او زموږ ځوانان به د هدیرو او پنډغالو ترمنځ ژوند کوي».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان د هوايي ځواکونو له‌خوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ په وقفه‌يي ډول دوام لري.

ار‌اېس‌اېف: د روان کړکېچ له امله پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند سخت شوی

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰
ار‌اېس‌اېف: د روان کړکېچ له امله پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند سخت شوی
100%

د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو سره سم، هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته یې پناه وړې د نیولو او شړلو له نوې څپې سره مخ شوي دي. دغه سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.

په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

ځینو دغو خبریالانو له بې‌پولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.

یوه افغان خبریال د نوم نه‌ښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».

یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو له‌خوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نه‌لرو».

ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د‌ پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نه‌کړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.

پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.

د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونه‌ګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نه‌دي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».

هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.

وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلام‌اباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلام‌اباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.

له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجه‌بندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.