• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل اوسیدونکي: طالبانو د جمهوريت د شهیدانو او معلولینو امتیازي معاشونه ځنډولي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۰

یو شمېر کورنیو، چې د جمهوريت دورې د شهیدانو او معلولینو د امتیازي معاشونو د ترلاسه کولو حق لري، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې شکایت کړی چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي او کارکوونکي ورته وایي چې له اختر وروسته دې د خپلو معاشونو پوښتنه وکړي.

د دغو کورنيو په وينا، په طالبانو پورې اړوند شهیدانو کورنیو ته امتیازات ورکړل شوي، خو د جمهوريت دورې د شهیدانو امتیازي معاشونه تر اوسه معطل پاتې دي او هېڅ څرګند دلیل یې نه دی بیان شوی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی یو مکتوب ښیي چې د طالبانو د مالیي وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې مشر د حکم له مخې ویل شوي چې د دولتي کارکوونکو د ۱۴۰۴کال د سلواغې او کب معاشونه دې له کوچني اختر څخه مخکې ورکړل شي.

100%

خو دغو کورنیو ویلي چې د کب میاشتې امتیازات لا ځنډول شوي دي. دغه کورنۍ دا هم وایي چې د طالبانو اړوند د شهیدانو کورنیو ته امتیازي معاشونه (د دواړو میاشتو سلواغې او کب) ورکړل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلو پیغامونو کې یو کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: «اته نيم زره افغانۍ معاش لرم، خو د غوړیو د پېرلو پیسې نه لرم. مخکېني معاشونه مې قرضدارانو ته ورکړي، اوس د اختر لپاره هیڅ نه لرم».

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی و. دوی وايي چې د خوراکي توکو، تېلو او مایع ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغیز کړی.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستۍ جګړې او د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ له امله په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د عامو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن شوی دی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په پېښو کې د مداخلې ادعاوې رد کړې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې نوی ډیلی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د شدت لامل شوی، رد کړې او دا یې «بې‌اساسه» تورونه وبلل. نوموړي وویل، «هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې خپل ځان پکې د ترهګرۍ قرباني ښیي».

جیسوال، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۱مه، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ داسې بې‌اساسه تورونو ردوو. پاکستان دا عادت لري چې تل خپلې تېروتنې د هند غاړې ته ور اچوي.»

هغه زیاته کړه: «دا ډول کیسې واقعیتونه نه شي بدلولی او هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې پاکستان پکې خپل ځان د ترهګرۍ قرباني ښیي.»

د یادولو ده، چې پاکستان او طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې د یو بل پر ضد بریدونه پیل کړل چې د دواړو خواوو د ځواکونو او ملکي وګړو تلفات هم پکې شامل دي.

روسیه: په افغانستان او سیمه کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو ضد پروګرام ملاتړ کوو

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۰

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر ضد دفتر د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ځوانانو ترمنځ د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي لپاره کېږي.

د «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو د کمیسیون په ۶۹مه غونډه کې په یوه اړخیزه ناسته کې ګډون کړی و. دغه ناسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په ډیجیټلي فضا کې له ځوانانو سره د کار او تجربو ارزولو ته ځانګړې شوې وه، څو د نشه‌يي توکو د کارونې مخه ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز دفتر له لوري د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره تنظیم شوی و او د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ملاتړ ترسره شوی دی.

په دې ناسته کې د ځوانانو ترمنځ د روږدتیا د مخنیوي او د سالم ژوند د ترویج پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا موضوع د مسکو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د یاد وزارت په وینا، روسیه له ۲۰۱۲کال راهیسې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد پروګرامونو کې د ځوانانو د نوښتونو له مهمو تمویل کوونکو څخه ده او په منځنۍ اسیا کې یې د ځوانانو د سیمه‌ییزې شبکې د جوړېدو ملاتړ هم کړی دی. مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې شبکې د پراختیا لپاره منظم مالي ملاتړ برابروي.

ایمل ولي خان: د پاکستان حکومت که وغواړي د انګورو یوه دانه هم پر پوله نه شي را تېرېدای

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۰

د اې این پي مشر وايي، چې له پولو بهر د وسله والو د مرکزونو له منځه وړو ادعاوې کیږي، خو په خیبر پښتونخوا کې پرې غلي دي. ایمل ولي خان ویلي، چې له هر برید وروسته پر افغانستان مسوولیت غورځول له خپلو مسوولیتونو تېښته کول دي او که حکومت وغواړي د انګورو یوه دانه به هم راتېره نه شي.

ایمل ولي خان په خیبر ولسوالۍ او مردان ولسوالۍ کې د وسله والو جنګیالیو د تلاشیو په تړاو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې « که د پاکستان حکومت وغواړي د انګورو یوه دانه هم پر پوله نه شي را تېرېدای، نو دغه ترهګر له کومې لارې دې ځای ته را رسیږي».

د عوامي نشنل پارټۍ مشر د خیبر پښتونخوا د اوسني وضعیت مسوولیت د واکمن ګوند بللی، چې دده په وینا، د وسله والو د ځای پرځای کولو لپاره یې پت تړون کړی و.

ایمل ولي خان ویلي، چې د وسله والو ښکاره ګرځېدل د امنیتي پالیسۍ د ناسم تطبیق پایله ده.

خان ویلي چې دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او د حکومت او دولتي ادارو پر فعالیت هم لویه پوښتنه راپورته کوي. هغه زیاته کړې چې وسله وال په رڼا ورځ پر سړکونو او لویو لارو ګرځي او له خلکو پوښتنې کوي، چې دا د دولتي نظام او پالیسۍ بشپړ ناکامي ښيي.

ایمل ولي خان ټینګار کړی چې د دې ډول پېښو دوام د خلکو امنیت ته لوی خطر دی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې سملاسي ګامونه واخلي، د امنیتي ځواکونو حضور دې زیات کړي او د سیمې خلک دې د ترهګرۍ له ګواښه خوندي کړي.

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۴۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۴۷ کسانو د بند او دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا د پنجشنبې په ورځ د کب۲۱مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د شنبې، یکشنبې، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې،د شنبې په ورځ یو کس په نیمروز، څلور په ارزګان او یو په بلخ کې، د یکشنبې په ورځ په کابل کې ۱۸ او په غور کې ۶ کسان، د سې شنبې په ورځ دوه کسان په زابل او درې په بدخشان کې او د پنجشنبې په ورځ شپږ کسان په بلخ کې کې په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

الکوزی: له پاکستان سره د افغانستان سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۰

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې رییس خان جان الکوزی وايي چې د کرښې تړل کېدل او د ترانزیټ درېدل د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي زیانونه لري، خو په ځانګړي ډول پاکستان ته ډېر زیان رسېدلی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې دوه اړخیزه سوداګري اوس په ټپه درېدلې ده.

د هغه په وینا، په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدلو له امله پاکستان هره میاشت شاوخوا ۲۰۰میلیونه ډالره زیان کړی دی. هغه زیاته کړه چې دغه وضعیت په پاکستان کې د سوداګرو او خلکو غبرګونونه هم را پارولي دي.

خان جان الکوزي ټینګار وکړ چې افغانستان له چین، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او روسیې سره د بدیلو هېوادونو په توګه خپلې سوداګرۍ ته دوام ور کړی، خو که له پاکستان سره لارې همداسې تړلې پاتې شي او په ایران کې جګړه وغځیږي، نو دا به د افغانستان ستونزې لا زیاتې کړي.

خان جان الکوزي وویل: «پاکستان زموږ تر ټولو نږدې شریک و. پاکستان موږ ته او موږ پاکستان ته اړتیا لرو. دا هېواد له سوداګریز پلوه، په ځانګړي ډول د صادراتو لپاره، زموږ لپاره ډېر ښه بازار و. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او د سوداګرۍ د درېدلو له امله موږ اړ شوو چې پر بدیلو لارو تمرکز وکړو».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې پر ډیورنډ کرښه د جګړو او وروسته هوايي بریدونو له امله بندې دي.

پاکستاني چارواکوله افغانستان سره د اړیکو عادي کېدل د وسله والو د پټنځایونو په له منځه وړو پورې مشروط کړي، خو طالبان د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي، چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو ستونزه د پاکستان داخلي مساله ده.