د طالبانو د کانونو وزیر د ټاپي پروژې له رییس سره د چارو پر پرمختګ غږېدلی

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له رییس سره د دې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د کانونو وزارت وايي، په ناسته کې د ګازو نل لیکې د عملي چارو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي.

