• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

اروپايي پارلمان د طالبانو د سیاسي او پوځي مخالفانو د استازو کوربه توب کوي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته باخبره سرچینو ویلي چې ټاکل شوې ده د روانې کب میاشتې پر ۲۷ او ۲۸مه نېټه اروپایي پارلمان او د بلجیم سنا مجلس د لومړي ځل لپاره د طالبانو د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفانو کوربه توب وکړي.

د سرچینو په وینا، دا به لومړی ځل وي چې اروپا په ښکاره ډول د طالبانو له مخالفینو سره د افغانستان د کړکېچ د ارزونې لپاره تعامل کوي.

د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نړیوالې غونډې تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو د حقونو او د کډوالو د موضوعاتو پر محور راڅرخېدې، خو دا ځل د خبرو پام د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفت او وسله‌وال مقاومت ته اوښتی دی.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې تل له طالبانو سره د محدود تعامل پر سیاست ټینګار کړی او د دوی له مخالفو جبهو سره یې له ښکاره اړیکو ډډه کړې وه.

بلجیم تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه پاتې شوی دی. د بېلګې په توګه، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د ۱۴۰۴کال د غبرګولي په ۲۷مه په بروکسل کې د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت او اساسي اړتیاوو په اړه د لوړپوړو چارواکو غونډه جوړه کړې وه.

همداراز اروپايي پارلمان په ۱۴۰۱کال کې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه علني غونډې وکړې او د «افغان ښځو ورځې» تر سرلیک لاندې یې ځانګړی پروګرام هم جوړ کړی و.

اروپايي ټولنه د طالبانو پر وړاندې د «محدود او تخنیکي تعامل» سیاست تعقیبوي، خو تر اوسه یې دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې او سیاسي مشروعیت یې نه دی ورکړی.

اروپايي چارواکو ویلي چې دغه تعامل تر ډېره د افغان کډوالو د اخراج، د افغانستان د وضعیت ارزونې، له خلکو سره د مرستې او د امنیتي اندېښنو د څار لپاره کېږي. اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې د ټول‌شموله نظام پر جوړېدو، د بشري حقونو پر رعایت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ښځو او نجونو د حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کانونو وزیر د ټاپي پروژې له رییس سره د چارو پر پرمختګ غږېدلی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له رییس سره د دې پروژې د چارو د پرمختګ په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو د کانونو وزارت وايي، په ناسته کې د ګازو نل لیکې د عملي چارو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ټاپي پروژې رییس د پروژې د تازه پرمختګونو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ګازو نل لیکې د لیږد چارو، د عملي کار پړاوونو، د ځمکې د استملاک او نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات شریک کړل.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې د لازمو اسانیتاوو رامنځته کولو له امله د طالبانو مننه کړې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وزیر هدایت الله بدري د پروژې د اړوندو هلو ځلو ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې د درې نورو هېوادونو لپاره هم یوه حیاتي او مهمه پروژه ده.

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، بدري په ټاپي پروژه کې د سیمې خلکو ته د کاري زمینې پر برابرېدو، په ټاکلي وخت د کاري پلانونو شریکولو او د یادې پروژې د متخصصینو له لوري د کانونو وزارت د انجنیرانو د ظرفیت پر لوړولو ټینګار کړی دی.

د کابل اوسیدونکي: طالبانو د جمهوريت د شهیدانو او معلولینو امتیازي معاشونه ځنډولي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰

یو شمېر کورنیو، چې د جمهوريت دورې د شهیدانو او معلولینو د امتیازي معاشونو د ترلاسه کولو حق لري، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې شکایت کړی چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي او کارکوونکي ورته وایي چې له اختر وروسته دې د خپلو معاشونو پوښتنه وکړي.

د دغو کورنيو په وينا، په طالبانو پورې اړوند شهیدانو کورنیو ته امتیازات ورکړل شوي، خو د جمهوريت دورې د شهیدانو امتیازي معاشونه تر اوسه معطل پاتې دي او هېڅ څرګند دلیل یې نه دی بیان شوی.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی یو مکتوب ښیي چې د طالبانو د مالیي وزارت د وړاندیز او د دغې ډلې مشر د حکم له مخې ویل شوي چې د دولتي کارکوونکو د ۱۴۰۴کال د سلواغې او کب معاشونه دې له کوچني اختر څخه مخکې ورکړل شي.

100%

خو دغو کورنیو ویلي چې د کب میاشتې امتیازات لا ځنډول شوي دي. دغه کورنۍ دا هم وایي چې د طالبانو اړوند د شهیدانو کورنیو ته امتیازي معاشونه (د دواړو میاشتو سلواغې او کب) ورکړل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلو پیغامونو کې یو کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي: «اته نيم زره افغانۍ معاش لرم، خو د غوړیو د پېرلو پیسې نه لرم. مخکېني معاشونه مې قرضدارانو ته ورکړي، اوس د اختر لپاره هیڅ نه لرم».

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د توکو له لوړو بیو شکایت کړی و. دوی وايي چې د خوراکي توکو، تېلو او مایع ګازو بیې په وروستیو ورځو کې لوړې شوې دي او د دوی پر ورځني ژوند یې اغیز کړی.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستۍ جګړې او د ایران او منځني ختیځ د کړکېچ له امله په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د عامو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن شوی دی.

دا مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډېورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې سوداګري هم په ټپه درېدلې ده.

هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په پېښو کې د مداخلې ادعاوې رد کړې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې نوی ډیلی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې د شدت لامل شوی، رد کړې او دا یې «بې‌اساسه» تورونه وبلل. نوموړي وویل، «هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې خپل ځان پکې د ترهګرۍ قرباني ښیي».

جیسوال، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب ۲۱مه، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ داسې بې‌اساسه تورونو ردوو. پاکستان دا عادت لري چې تل خپلې تېروتنې د هند غاړې ته ور اچوي.»

هغه زیاته کړه: «دا ډول کیسې واقعیتونه نه شي بدلولی او هېڅوک نور د پاکستان په هغو لوبو باور نه کوي چې پاکستان پکې خپل ځان د ترهګرۍ قرباني ښیي.»

د یادولو ده، چې پاکستان او طالبانو د فبرورۍ په میاشت کې د یو بل پر ضد بریدونه پیل کړل چې د دواړو خواوو د ځواکونو او ملکي وګړو تلفات هم پکې شامل دي.

روسیه: په افغانستان او سیمه کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو ضد پروګرام ملاتړ کوو

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۰

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي چې مسکو د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر ضد دفتر د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په سیمه، په ځانګړي ډول په افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ځوانانو ترمنځ د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي لپاره کېږي.

د «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو د کمیسیون په ۶۹مه غونډه کې په یوه اړخیزه ناسته کې ګډون کړی و. دغه ناسته د منځنۍ اسیا هېوادونو په ډیجیټلي فضا کې له ځوانانو سره د کار او تجربو ارزولو ته ځانګړې شوې وه، څو د نشه‌يي توکو د کارونې مخه ونیول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پروګرام د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییز دفتر له لوري د افغانستان، منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان لپاره تنظیم شوی و او د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په ملاتړ ترسره شوی دی.

په دې ناسته کې د ځوانانو ترمنځ د روږدتیا د مخنیوي او د سالم ژوند د ترویج پر اهمیت هم ټینګار شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا موضوع د مسکو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د یاد وزارت په وینا، روسیه له ۲۰۱۲کال راهیسې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد پروګرامونو کې د ځوانانو د نوښتونو له مهمو تمویل کوونکو څخه ده او په منځنۍ اسیا کې یې د ځوانانو د سیمه‌ییزې شبکې د جوړېدو ملاتړ هم کړی دی. مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې شبکې د پراختیا لپاره منظم مالي ملاتړ برابروي.

ایمل ولي خان: د پاکستان حکومت که وغواړي د انګورو یوه دانه هم پر پوله نه شي را تېرېدای

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۰

د اې این پي مشر وايي، چې له پولو بهر د وسله والو د مرکزونو له منځه وړو ادعاوې کیږي، خو په خیبر پښتونخوا کې پرې غلي دي. ایمل ولي خان ویلي، چې له هر برید وروسته پر افغانستان مسوولیت غورځول له خپلو مسوولیتونو تېښته کول دي او که حکومت وغواړي د انګورو یوه دانه به هم راتېره نه شي.

ایمل ولي خان په خیبر ولسوالۍ او مردان ولسوالۍ کې د وسله والو جنګیالیو د تلاشیو په تړاو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته، د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې « که د پاکستان حکومت وغواړي د انګورو یوه دانه هم پر پوله نه شي را تېرېدای، نو دغه ترهګر له کومې لارې دې ځای ته را رسیږي».

د عوامي نشنل پارټۍ مشر د خیبر پښتونخوا د اوسني وضعیت مسوولیت د واکمن ګوند بللی، چې دده په وینا، د وسله والو د ځای پرځای کولو لپاره یې پت تړون کړی و.

ایمل ولي خان ویلي، چې د وسله والو ښکاره ګرځېدل د امنیتي پالیسۍ د ناسم تطبیق پایله ده.

خان ویلي چې دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او د حکومت او دولتي ادارو پر فعالیت هم لویه پوښتنه راپورته کوي. هغه زیاته کړې چې وسله وال په رڼا ورځ پر سړکونو او لویو لارو ګرځي او له خلکو پوښتنې کوي، چې دا د دولتي نظام او پالیسۍ بشپړ ناکامي ښيي.

ایمل ولي خان ټینګار کړی چې د دې ډول پېښو دوام د خلکو امنیت ته لوی خطر دی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې سملاسي ګامونه واخلي، د امنیتي ځواکونو حضور دې زیات کړي او د سیمې خلک دې د ترهګرۍ له ګواښه خوندي کړي.