• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د «یوه کیلۍ» موټرو د واردولو او ګمرکي محصول کمولو موده وغځوله

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې چې هېواد ته د بې اسنادو یا «یوه کیلۍ» موټرو د وارداتو او ګمرکي محصول کمولو موده د ۱۴۰۵ کال تر پایه وغځوي.

د طالبانو په ولکه کې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ته هم لارښوونه شوې چې د ځینو وارداتي توکو د «شفافیت، کمیت او کیفیت» د ارزونې لپاره له سوداګرو سره غونډې وکړي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړي ډول په کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې، په سړکونو د «یوه کیلۍ» او ښي لوري سټیرنګ لرونکو موټرو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

دوی وایي، د دغو موټرو لپاره د لنډمهالو اسنادو وېش له امله د کابل او ځینو نورو ولایتونو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه بې ساري زیاته شوې ده.

د خلکو په وینا، د دغو موټرو زیاتوالی د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل هم ګرځي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان اماني صندوق: په تېرو څلورو کلونو کې له ۴ مېلیونه افغان مېرمنو سره مرسته شوې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۰

د افغانستان اماني صندوق اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د طالبانو نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پرمهال له شاوخوا څلور مېلیونه افغان مېرمنو او نجونو سره مرسته کړې ده. یاد صندوق لیکلي، چې په دغه موده کې یې په ټول افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا په موخه د ډېرو پروژو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان اماني صندوق د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو له‌ رسېدو وروسته یې د هغو ښځو ملاتړ کړی چې د خپلو ټولنو د بدلون پلان لري.

له بل پلوه په سویس کې د افغانستان اماني صندوق غړي انوارالحق احدي په لړم میاشت کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه صندوق تراوسه پورې له نیم مېلیارد ډالرو څخه ډېره ګټه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه، د دغه صندوق نغدي کچه چې پخوا درې نیم مېلیارد ډالره وه؛ اوس څلور مېلیارد او شل مېلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده. د افغانستان اماني صندوق تر دې وړاندې اعلان کړی و، تر ۲۰۲۵کال پورې به په افغانستان کې له یو مېلیون خلکو سره مرسته وکړي چې نیمایي برخه به یې ښځې وي.

له ملګرو ملتونو د طالبانو والي غوښتنه؛ د افغانستان کورنیو تولیداتو پېرلو ته لومړیتوب ورکړئ

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت لپاره د یادې ډلې والي اسلام جار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان او د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې د خوراکي‌ او نورو اړینو توکو د پېرلو پرمهال د افغانستان کورني تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي‌ ویلي، چې د کډوالو لويه څپه هرات ته داخل شوې او د نړۍوالو ادارو پاملرنې ته اړتیا لري. په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلام اجار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتواته او د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره په لیدنه کې ټينګار کړی چې د کورنیو تولیداتو په لومړیتوب سره به یې د افغان تولیدونکو ملاتړ کړی وي.

هغه دارنګه افغان صنعتکارانو او کرنیزو محصولاتو ته د نړۍوال بازار موندلو، د بانکي محدودیتونو لرې کولو، سوداګرو او خصوصي سکټور ته د ویزې ورکولو د انلاین پروسې اسانتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو له ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو ستنېدونکو کډوالو ته د مرستې رسولو د څار لپاره هرات ته تللي. د طالبانو والي وايي، چې د کډوالو لویه برخه په هرات کې ده او دا مهال د نړۍوالو مرستې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګر یې په ننګرهار، بلخ، بغلان، فراه، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي. د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۸۲ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۸۰ اصلاحي ناستې لرلې.

طالبانو په بلخ کې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسه په دُرو وهلي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بلخ کې یې د یوې ښځې په ګډون شپږ کسه په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «زنا او الکولي مشروباتو د پلور» په تور په دُرو وهلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو ته د ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا وکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

د افغان کډوالو اېستل؛ تازه له ایران او پاکستان نه ۷۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۷۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي‌، چې ۳۲ نورې کورنۍ یې بیا خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

یاد کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې پرون د چهارشنبې په ورځ د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۲۵، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۵ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې د سلګونه نورو ستنو شویو کورنیو سره مرستې هم شوې دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بل پلوه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.