ملګري ملتونه: افغانان د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله په جګړه کې دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې افغان کډوال د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي، چې لا دمخه په جګړه کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې افغان کډوال د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي، چې لا دمخه په جګړه کې دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه له فرانسې خبرې اژانس سره په خبرو کې ویلي:«دا خلک داسې هېواد ته راځي چې لا دمخه په جګړه کې دی، نو د دوی لپاره ښه انتخابونه نشته. دوی په ایران کې له جګړې څخه تښتي او داسې هیواد ته راځي چې پهخپله هم په جګړه کې دی».
هره ورځ لسګونه افغانان له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستنېږي.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په ایران کې مېشت دغه افغانان تر دې مخکې د ایران لهخوا په زوره افغانستان ته ستنول کېدل، خو اوس یې ډیری د جګړې له ډاره بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د محمد کبیر نظري په نوم یوه افغان کډوال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:«موږ افغانانو هلته هېڅ ځای نهدرلود، یعنې داسې ځای چې له بریدونو څخه په امن کې پاتې شو. نه هم موږ ته چا داسې ځای راکاوه، چې پناه پهکې واخلو، بس همغه غربیکاري مو کوله».
د راپورونو لهمخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ۱۷۰۰ افغانان له ایران څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
خو یاد راستنېدونکي افغان کډوال په خپل هېواد کې هم په امن کې نهدي، ځکه د افغانستان پر بېلابېلو برخو د پاکستان لهخوا هوايي بریدونه کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایي، افغانستان په تېر تاریخ کې څو ځله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی. د هغه په خبره، افغانستان کله د سړې جګړې، کله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او کله هم د جیوپولیټیکي ګټو تر نوم لاندې د قدرتونو د سیالیو ډګر ګرځول شوی دی.
د هغه په وینا، د سیمې تاریخ ښيي چې بېلابېلو قدرتونو افغانستان څو څو ځله د خپلو سیالیو لپاره کارولی او په دې لوبو کې افغانانو درانه زیانونه لیدلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې حتی د سیمې ځینو سیاستوالو وروسته پهخپله اعتراف کړی، چې دغه ډول سیالۍ او لوبې په پای کې د ټولو لپاره زیانمنې تمامې شوې.
نبیل د جمعې په ماخوستن (د کب ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د یوې مرکې یادونه هم کړې، چې په ښکاره توګه یې ویلي: «د جګړې له پای وروسته امریکا له پاکستان سره داسې چلند وکړ لکه استفاده شوی د تشناب کاغذ». د نبیل په وینا، دا جمله که څه هم سخته ښکاري، خو یو لوی حقیقت څرګندوي چې په نړیوالو سیالیو کې کله ناکله هېوادونه یوازې د لنډمهالې وسیلې په توګه کارول کېږي.
هغه دا هم ویلي، چې باید په رښتیني ډول ومنل شي، چې پاکستان د مجاهدینو او طالبانو له خوځښتونو هم د خپلو سیاسي موخو لپاره استفاده کړې ده.
د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت دغه پخواني رییس ټینګار کړی، چې له طالبانو سره سیاسي اختلافونه باید افغانان دې ته ونههڅوي، چې د پاکستان یا بل بهرني قدرت د سیاست وسیله شي. د هغه په وینا، د افغانستان تاریخ کې روښانه درس پروت دی چې «هر کله افغانان د نورو د سیالیو وسیله شوي، هېواد یې ویجاړ شوی او هر کله چې افغانانو پر خپلې ګډې ارادې تکیه کړې، افغانستان بېرته پر خپلو پښو درېدلی دی».
د نوموړي په باور راتلونکی افغانستان باید د بهرنیو لوبو پر بنسټ جوړ نهشي، بلکې د افغانانو پر خپلواکه اراده باید ولاړ وي؛ داسې افغانستان چې پهکې هېڅ بهرنی قدرت د دې هېواد د برخلیک ټاکونکی نهوي او ټول وګړي د مساوي حقونو لهمخې ونډه ولري.
نبیل همداراز د ملي یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس د کوچنیو سیالیو وخت نهدی، بلکې په لویه کچه د یووالي وخت دی، ځکه که افغانان سره یو نهشي، نه به «ته» پاتې شې او نه به «زه».
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د سیمې د وروستیو بدلونونو او کړکېچونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید د سیمې او بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو پر ډګر بدل نهشي.
سپنتا د جمعې په ماخوستن (د کب ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې کله بهرني ځواکونه د خپلو موخو لپاره نیابتي ځواکونه بسیج او جګړې ته هڅوي، نو د افغانستان خلک د تاریخ پر وړاندې مسوولیت لري، چې د تېر په څېر د تېروتنو د بیا تکرار مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، که د پاکستان، اسراییل او هند تر منځ هر ډول احتمالي جګړه رامنځته شي یا برعکس، باید هېڅکله اجازه ورنهکړل شي، چې د افغانستان د بېګناه وګړو وینه تویه شي او یا د هېواد ښارونه ویجاړ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر همدارنګه د هېواد تاریخي تجربو ته په اشارې وویل، چې افغانستان څو څو ځله د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او شخړو قرباني شوی دی. د هغه په وینا، که د تاریخ له درسونو سترګې پټې شي، نو دا کار کولای شي د پخوانیو ناورینونو د بیا تکرار زمینه برابره کړي.
سپنتا د خپلې لیکنې په پای کې خبرداری ورکړی، هغه کسان چې د تاریخ له تجربو څخه زدهکړه ونهکړي، بالاخره به اړ شي چې هماغه تېروتنې یو ځل بیا تکرار کړي. د جمهوري نظام د دې پخواني چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له تېرو درېیو اونیو راهیسې د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي. پاکستاني الوتکو په دې موده کې په وار وار د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بمبارۍ کړې دي.
د سیمې هېوادونو له پاکستان او پر کابل له واکمنو غوښتي، چې له یو بل سره خپلمنځي مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي او د دوی دغه شخړې په سیمه کې بې ثباتي لا ډېرولی شي.
د خبریالانو ملاتړو درېیو سازمانونو په یوه ګډه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو خپلسرې نیونې، ځورونې او په زوره شړل سملاسي ودروي.
درېیو نړۍوالو سازمانونو «CPJ, RSF, FPU» د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ادرس په یوه استول شوي لیک کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د وروستیو کړکېچونو له امله افغان خبریالان په پاکستان کې له خپلسرو نیونو، ځورونو او په زوره افغانستان ته له ستنولو سره مخ دي.
یادو سازمانونو د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د بشري حقونو د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د دغه ځپونکي بهیر مخه ونیسي.
په لیک کې راغلي، چې یوازې په روان میلادي کال کې ۲۰ افغان خبریالان نیول شوي، چې له دې ډلې یوازې نهه تنه یې په تېرو ۱۵ ورځو کې په زور بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
یادو سازمانونو ویلي، چې افغانستان ته په زور استول شوي خبریالان، په یاد هېواد کې له ګواښ سره مخ دي.
په یاد لیک کې له شهباز شریف څخه غوښتل شوي، چې لومړی باید په پاکستان کې د خپلسرو نیونو او جبري ستنولو لړۍ ودروي، د نهستنولو نړۍوال اصل ته دې درناوی وکړي، بندي شوي خبریالان دې خوشې او درېیمو هېوادونو ته د سفر په تمه خبریالانو لپاره د لنډمهالې ملاتړ چوکاټ رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې ګڼ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره، د پاکستان حکومت د نورو افغان کډوالو ترڅنګ د خبریالانو په نیولو او ځورولو بوخت دی.
د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.
محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي. هغه زیاته کړه، چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د طالبانود بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد وزارت وزیر، امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او د روانو سیمهییزو تحولاتو پر اغېزو مفصلې خبرې وکړې.
متقي د افغانستان د بهرني سیاست اقتصادمحوره تګلارې یادې کړې او ویې ویل چې هېواد له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی. نوموړي د سیمې وروستي امنیتي وضعیتونه هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې طالباند هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي.
متقي د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې په بمباریو او توغندیزو بریدونو کې زیاتره ملکي وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریب کېږي، چې د تیري شپې د کابل او کندهار بریدونه یې غوره بېلګه ده.
وانګ يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د سیمهییز ثبات او امنیت لپاره د سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم وبلل او د افغانستان د ډیالوګ محوره دریځ یې هرکلی وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې عام خلک او ملکي تاسیسات په نښه کول د منلو وړ نه دي.
وانګ يي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت ته اشاره وکړه او وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د کړکېچ کچه نوره هم لوړیږي. هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.