• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کېدل جنګي جرم دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د پاکستان له لوري د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې ویلي، «د پاکستان مرګوني هوايي بریدونه غندو». فایق ویلي: «د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي وګړو وژنه یو جنګي جرم دی.»

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نړیواله ټولنه باید پاکستان مسوول وګڼي او دا بریدونه باید سمدستي پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر یې مستند کړی.

یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل: پاکستان به د خپلو بې‌موخو بریدونو لوړه بیه پرې کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي پاکستان به د خپلو بې هدفه بریدونو لوړه بیه پرې کړي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان بې هدفه بریدونه به ټوله سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي او پاکستان به هم د دې لپاره لوړه بیه ورکړي».

هغه دا څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د څرګندونو په غبرګون کې کړي.

یوناما ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴کسه وژل شوي او ۱۴نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

پاکستان تاییدوي چې په کندهار، کابل او پکتیا کې یې د طالبانو پر تاسیساتو بریدونه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې پر شپه د طالبانو پوځي مرکزونه د افغانستان په څو ولایتونو کې په نښه کړي دي. بل خوا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، پر کابل د بېګاني هوایي برید له امله ۴ملکي‌ وګړي وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي.

دوی زیاته کړې، چې پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو اړوند پوځي تاسیسات او مرکزونه په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.

د دغه سرچینو په وینا، په کابل کې د طالبانو د «فرقې ۳۱۳» اړوند تاسیسات او د مهماتو یو زېرمتون په نښه شوی دی. په کندهار کې د «تراوو» په نوم د روزنې یو مرکز او ځینې لوژستیکي زیربناوې، چې د تېلو زېرمتون هم پکې شامل دی، هدف ګرځول شوي دي. همداراز په پکتیا کې د «شېرناو» په نوم د وسله والویو کمپ د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

پاکستاني سرچینو ټینګار کړی چې په دغو مرکزونو کې «ترهګر» روزل کېدل.

په همدې حال کې، دغو سرچینو د طالبانو له حکومت سره هر ډول خبرې او مذاکرې رد کړې دي. د هغوی په وینا، د پاکستان له لوري هېڅ پلاوی د خبرو لپاره کابل ته نه دی تللی.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

طالبان وایي په کوهاټ کې یې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۱ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په غبرګون یې نن سهار د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پاکستان پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه کړي. دغه وزارت ویلي، په یادو بریدونو کې د کوهاټ پوځي کلا، د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي کلا د قوماندان دفتر په نښه شوی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« په بریدونو کې د کوهاټ پوځي قلعه ووېشتل شوه او همدارنګه یادې قلعې ته څېرمه په دوه کیلومترۍ کې د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر هم په دقیق ډول په نښه شول».

خبرپاڼه زیاتوي:« په دغه بریدونو کې د یادې کلا تاسیسات، د قوماندې مرکز، ډيپوګان او د عسکرو د هستوګنې ځایونه له‌منځه وړل شوي، چې درانه ځالي او مالي زیانونه یې اړولي دي».

بل لوري بیا د پاکستان خراسان ډایري ورځپاڼې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي، د کوهاټ پوځي قرارګاه ته نږدې دوه بې‌پيلوټه الوتکې یې نسکوره کړې چې یوې چاودنه کړې او دوه کسه یې ټپيان کړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا د پاکستان بریدونه وغندل

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان بېګاني بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ غندلي دي.

نوموړي نن جمعه (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه دغه بریدونه د ښه ګاونډیتوب، بشري ارزښتونو او نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې «دښمني پرېږدي، دوراندېشي وکړي او د افغانستان سره نیکه او متمدنه روابط او تګلاره اختيار کړي».

پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. ورته مهال د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی: «دغه ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي».

عبدالسلام ضعیف وايي پر افغانستان د پاکستان بریدونه «ظلم او جنایت» دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په اسلام‌اباد کې د یادې ډلې سفیر عبدالسلام ضعیف پر کابل، کندهار او خوست د پاکستان بریدونه غندلي او دا یې «لوی ظلم، جنایت او بزدلانه عمل» یاد کړی. هغه زیاته کړې، چې «د پاکستاني رژیم موخې ناکامه شوې او دغه رژیم د هر افغان دوښمن دی».

نوموړي د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) پر اېکس پاڼه پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو په غبرګون کې کاږلي: «د تېرې شپې بمباري په هېواد کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې».

ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي، پاکستان تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمبار کړی دی. د نوموړي په وینا؛ پاکستان په دغه بریدونو سره په ځینو ځایونو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي، چې له امله یې یوشمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

له بل پلوه د‌ طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستان جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. په راپور کې راغلي، د دغه بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.