• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تادین خان اڅکزی: د پاکستان جېټ الوتکې یوازې ماشومان، ښځې او عامه تاسیسات هدف ګرځوي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۲ GMT+۰

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال تادین خان اڅکزي وایي، چې د پاکستان پوځ د تېره شپې هوايي بریدونو کې ملکي وګړي يې په نښه کړي دي. نوموړي له نړۍوالو بشري سازمانونو څخه د پاکستان د تیرو ټولو جنايتونو د څېړلو ترڅنګ پر پاکستاني پوځ د سختو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر یې مستند کړی.

یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

احمد مسعود: روان وضعیت له ترهګریزو ډلو څخه د طالبانو د ملاتړ پایله ده

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۰
احمد مسعود: روان وضعیت له ترهګریزو ډلو څخه د طالبانو  د ملاتړ پایله ده
100%

د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې روان وضعیت د طالبانو د «غیرعاقلانه» کړنو او له ترهګریزو سازمانونو د دغه ډلې د ملاتړ پایله ده.

مسعود د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۳۱مې کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، جیش‌العدل، انصارالله او نورو ډلو لپاره پناه ځای برابر کړی او افغانستان یې د امنیتي او جیوپولیتیکي لوبو ډګر ګرځولی دی.

هغه زیاته کړه د پاکستان د حملو په وړاندې د خلکو د راټولولو هڅې، پرته له داخلي او نړیوال مشروعیت څخه، د هېواد د دفاع سبب نه شي کېدای. احمد مسعود ټینګار وکړ چې هر ډول ازادي باید د افغانانو په لاس ترلاسه شي او هر ډول معامله له خلکو سره له مشورې پرته ناسمه ده.

مسعود له سیاسي مشرانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره په همغږۍ او یو لاس ګټه واخلي. هغه همدارنګه د منځني ختیځ د جګړو د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د لومړنیو توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او خلک په ناهیلۍ کې ژوند کوي.

طالبانو ته د کریم خُرم مشوره؛ لویه جرګه راوغواړئ او ملت سره موضوعات شریک کړی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۰
طالبانو ته د کریم خُرم مشوره؛ لویه جرګه راوغواړئ او ملت سره موضوعات شریک کړی
100%

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، چې پاکستان خپلو بمباریو، زموږ د وطنوالو قتلولو او د بېلابېلو تاسیساتو ویجاړولو ته ادامه ورکوي. خُرم زیاتوي، چې په داسې شرایطو کې باید لویه جرګه راوغوښتل شي او له ملت سره موضوعات شریک او مشورې وشي.

ښاغلي خُرم په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د امریکا ښکاره او احتمالاً پټو تشویقونو، د ملگرو ملتونو انفعالی وضعیت او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرات ورکړی چې حتی په کابل باندې بمباري وکړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت په یوازې دومره ستر مسایل نشي حل کولی او نه دومره ستر مسوولیت په غاړه اخیستی شي.

خُرم طالبانو ته د مشورې په ډول ویلي، چې نن یې ورځ ده، مونږ لویه جرگه لرو چې اصولاً په همداسې شرایطو کې رابلل کیږي او د سپارښتنو په رڼا کې یې لوي تصامیم نیول کیږي.

له تېرو پنځه لس ورځې راهسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او د پاکستان له لوري پر افغانستان هوايي بریدونه ادامه لري.

نصیر احمد فایق: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کېدل جنګي جرم دی

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰
نصیر احمد فایق: د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کېدل جنګي جرم دی
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د پاکستان له لوري د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې ویلي، «د پاکستان مرګوني هوايي بریدونه غندو». فایق ویلي: «د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي وګړو وژنه یو جنګي جرم دی.»

هغه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نړیواله ټولنه باید پاکستان مسوول وګڼي او دا بریدونه باید سمدستي پای ته ورسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر یې مستند کړی.

یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

شاه محمود میاخېل: پاکستان به د خپلو بې‌موخو بریدونو لوړه بیه پرې کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰
شاه محمود میاخېل: پاکستان به د خپلو بې‌موخو بریدونو لوړه بیه پرې کړي
100%

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي پاکستان به د خپلو بې هدفه بریدونو لوړه بیه پرې کړي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان بې هدفه بریدونه به ټوله سیمه نوره هم بې‌ثباته کړي او پاکستان به هم د دې لپاره لوړه بیه ورکړي».

هغه دا څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د څرګندونو په غبرګون کې کړي.

یوناما ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما زیاته کړې، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴کسه وژل شوي او ۱۴نور ټبیان دي.

یوناما یو وار بیا له دواړو خواوو غوښتي، چې سملاسي‌ دې جګړه ودروي ترڅو د ملکي خلکو د زیان مخه ونیول شي.

پاکستان تاییدوي چې په کندهار، کابل او پکتیا کې یې د طالبانو پر تاسیساتو بریدونه کړي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰
پاکستان تاییدوي چې په کندهار، کابل او پکتیا کې یې د طالبانو پر تاسیساتو بریدونه کړي
100%

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې پر شپه د طالبانو پوځي مرکزونه د افغانستان په څو ولایتونو کې په نښه کړي دي. بل خوا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، پر کابل د بېګاني هوایي برید له امله ۴ملکي‌ وګړي وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي.

دوی زیاته کړې، چې پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو اړوند پوځي تاسیسات او مرکزونه په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي دي.

د دغه سرچینو په وینا، په کابل کې د طالبانو د «فرقې ۳۱۳» اړوند تاسیسات او د مهماتو یو زېرمتون په نښه شوی دی. په کندهار کې د «تراوو» په نوم د روزنې یو مرکز او ځینې لوژستیکي زیربناوې، چې د تېلو زېرمتون هم پکې شامل دی، هدف ګرځول شوي دي. همداراز په پکتیا کې د «شېرناو» په نوم د وسله والویو کمپ د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

پاکستاني سرچینو ټینګار کړی چې په دغو مرکزونو کې «ترهګر» روزل کېدل.

په همدې حال کې، دغو سرچینو د طالبانو له حکومت سره هر ډول خبرې او مذاکرې رد کړې دي. د هغوی په وینا، د پاکستان له لوري هېڅ پلاوی د خبرو لپاره کابل ته نه دی تللی.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.