• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو د روسيې د تېلو پېرلو په اړه د امریکا اجازې ته: د انرژۍ بازار له موږ پرته پایښت نه‌لري

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰

د روسیې اقتصادي استازي کرېل ډیمیټریف ویلي، چې د نړۍ د انرژۍ بازار د دغه هېواد له تېلو پرته ثبات نه‌شي ساتلی. نوموړي ویلي، چې امریکا هم پر دغه څرګند حقیقت اعتراف کوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې امریکا په یوه خبرتیا کې د ۳۰ ورځو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته اجازه ورکړه چې هغه روسي خام تېل او نفتي محصولات وپېري چې دا مهال په سمندر کې بندپاتې دي.

ډیمیټریف په ټېلګرام پاڼه لیکلي: «امریکا له دې لارې په دغه څرګند حقیقت اعتراف کوي، چې د نړۍ د انرژۍ بازار د روسیې له تېلو پرته باثباته پاتې کېدای نه‌شي».

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

په برېتانیا کې یو افغان د تښتونې او جنسي تېري اعتراف وکړ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۸ GMT+۰
په برېتانیا کې یو افغان د تښتونې او جنسي تېري اعتراف وکړ
100%

یو افغان د برېتانیا په محکمه کې د تښتونې، جنسي تېري او د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونو اعتراف کړی دی. ۳۹ نجیب‌الله عرب د پنجشنبې په ورځ د اکسفورډ په ښار کې محکمې ته حاضر شو.

د محکمې د راپور له مخې؛ هغه (د جنورۍ په ۲۱مه) د یوې جنسي ځورونې پېښې په تړاو تورن شوی و. همدارنګه په بلې دوسیه کې نجیب‌الله عرب د روان کال (د جنورۍ په ۲۷مه) د یوې بلې ښځې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې له تورونو سره مخ و.

نجیب‌الله عرب که څه هم په پيل کې د تښتونې تور رد کړی و؛ خو په وروستۍ محکمه کې یې پر دغه ټولو تورونو اعتراف وکړ. د پولیسو د راپور له مخې؛ هغه یوه ښځه له یوې کوڅې څخه په زور کش کړې وه او یوې کروندې ته یې بېولې وه.

د کشفي چارو مشر اسټوارټ مې د قربانیانو له زړورتیا مننه وکړه، چې دغه جرمونه یې راپور کړي دي او ویې ویل چې پولیس د جنسي جرمونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه ډېر جدي نیسي.

ټاکل شوې ده، چې نجیب‌الله عرب به په یوې بلې ټاکلې نېټې د محکمې له‌خوا په رسمي ډول محکوم شي.

ایرانی ډيپلوماټ: پر موږ د بریدونو پرمهال طالبانو راته وویل کاش تاسو سره مو مرسته کولی شوای

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۰
ایرانی ډيپلوماټ: پر موږ د بریدونو پرمهال طالبانو راته وویل کاش تاسو سره مو مرسته کولی شوای
100%

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال د طالبانو او عامو افغانانو له‌خوا له دوی سره د همکاریو او مرستو دهیلو څرګندولو امله مننه وکړه.

علي رضا بیکدلي په کابل کې له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال طالبانو او عامو افغانانو له ایران سره د همکارۍ هیله څرګنده کړې او نوموړي د طالبانو او افغانانو د یادې همدردۍ د څرګندولو له امله مننه کړې ده.

بیکدلي زیاته کړې: «زه د افغانستان له ملت څخه، د افغانستان د اسلامي امارت حکومت څخه او ټولو هغو کسانو څخه چې په دې ورځو کې چې د امریکا او اسراییل د تیري په مسله کې یې موږ ته مراجعه وکړه، موږ ته وویل، چې څنګه له تاسو سره مرسته او همکاري کولای شو. ای کاش وکولای شو، چې په دې برخه کې ستاسو ملاتړ وکړو. زه له دوی ټولو څخه مننه کوم».

نوموړي ویلي، چې ګڼو افغانانو د ایران د مذهبي رهبر د وژل کېدو په تړاو د غمشریکۍ په پروګرامونو ګډون وکړ او ایران به دا ټولې ښېګڼې هېڅکله هیرې نه‌کړي.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې ایرانیان او افغانان د یوه لرغوني تمدن پیاوړې څانګې دي او په وینا یې: «موږ او تاسو هغه کسان یو چې د یاد تمدن او بشري فرهنګ په رغښت کې به په ګډه نقش ولرو».

رویټرز: په عراق کې شپږ فرانسوي سرتېري ټپیان شوي دي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰
رویټرز: په عراق کې شپږ فرانسوي سرتېري ټپیان شوي دي
100%

رویټرز د فرانسې له قوله راپور ورکړی، چې د عراق په اربیل سیمه کې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ فرانسوي سرتېري چې عراقي ځواکونو ته یې د ترهګرۍ ضد روزنه ورکوله ټپیان شوي، خو د برید د سرچینې په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) د فرانسې د پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټپي شوي شپږ سرتېري نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، خو د هغوی د ټپونو د څرنګوالي او د برید د سرچینې په اړه جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

پر همدغه مهال د عراق د اربیل والي اومېد خوشناو ویلي، چې یاده پېښه د اربیل په مخمور سیمه کې رامنځته شوې ده.

د عراق په اربیل سیمه کې د فرانسې سلګونه سرتېري مېشت دي او په سیمه کې امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې عراقي شیعه وسله‌والو په وروستیو ورځو کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر اډو بریدونه ډېر کړي دي.

پر فرانسوي سرتېرو برید پر داسې مهال شوی، چې یوازې څو ساعته وړاندې په ورته سیمه کې د ناټو په اډه کې پر ایټالوي ځواکونو هم برید شوی وو.

شهباز شریف او عاصم منیر د سعودي عربستان ولیعهد ته د ملاتړ ډاډ ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰
شهباز شریف او عاصم منیر د سعودي عربستان ولیعهد ته د ملاتړ ډاډ ورکړی
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر جدې ته د خپل سفر په لړ کې د سعودي عربستان ولیعهد ته ډاډ ورکړی، چې په دې حساسو شرایطو کې به یې اسلام‌اباد په ملاتړ کې ولاړ وي. دا لیدنه په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر ایران د بریدونو په لړ کې کېږي.

د دې کتنې پر مهال د پاکستان لومړي وزير يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې هېواد يې په سختو حالاتو کې د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ ترې کوي. جیونیوز ټلوېزیوني شبکې ویلي، چې د پاکستان او سعودي عربستان مشرانو د سیمې پر بدلونونو او روانو حالاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په دې ليدنه کې پاکستان او سعودي عربستان هوکړې کړې، چې د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره به خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.

شهباز شريف په خپلو څرګندونو کې وويل، چې پاکستان به تل د سعودي عربستان تر څنګ ولاړ وي او د ګډ هدف، يعنې په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. پاکستاني چارواکي داسې مهال سعودي ته سفر کوي، چې اسلام اباد له دغه هېواد سره دفاعي تړون لري. د دې تړون له‌مخې، که پر هر یوه دغو هېوادونو برید وشي، نو بل به یې ملاتړ ته رادانګي، خو په روانو حالاتو کې دا هوکړه نه‌ده عملي شوې.

له یوې خوا پاکستان له طالبانو سره جګړه کې دی او له بلې خوا ایران پر سعودي عربستان بریدونه کړي، خو دواړو هېوادونو له یو بل دفاع نه‌ده کړې.

د امریکا په ویرجینیا کې له برید وروسته یو وسله وال وژل شوی

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰
 د امریکا په ویرجینیا  کې له برید وروسته یو وسله وال وژل شوی
100%

د امریکا د ویرجینیا ایالت دنورفولک ښار په اولډ ډومینیون پوهنتون کې د پنجشنبې په سهار د ډزو یوه پېښه شوې، چې دوه کسان پکې ټپیان شوي. وسله وال کس امنیتي ځواکونو وژلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د پوهنتون چارواکو ویلي، یوه وسله وال کس د پوهنتون په ساحه کې ډزې پیل کړې او دوه کسان یې ټپیان کړل. د هغوی په وینا ټپیان سملاسي روغتون ته ولېږدول شول.

چارواکو زیاته کړې چې وروسته وسله وال کس د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو او نور د خلکو لپاره کوم ګواښ نشته.

تر اوسه د پېښې د علت او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو امنیتي ادارو د پېښې پلټنه پیل کړې ده.