محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.
محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.
هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي. هغه زیاته کړه، چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
د طالبانود بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد وزارت وزیر، امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د امنیتي وضعیت او د روانو سیمهییزو تحولاتو پر اغېزو مفصلې خبرې وکړې.
متقي د افغانستان د بهرني سیاست اقتصادمحوره تګلارې یادې کړې او ویې ویل چې هېواد له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی. نوموړي د سیمې وروستي امنیتي وضعیتونه هم یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې طالباند هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي.
متقي د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره وروستیو بریدونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې په بمباریو او توغندیزو بریدونو کې زیاتره ملکي وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کېږي او ملکي تاسیسات تخریب کېږي، چې د تیري شپې د کابل او کندهار بریدونه یې غوره بېلګه ده.
وانګ يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ، د سیمهییز ثبات او امنیت لپاره د سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم وبلل او د افغانستان د ډیالوګ محوره دریځ یې هرکلی وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې عام خلک او ملکي تاسیسات په نښه کول د منلو وړ نه دي.
وانګ يي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت ته اشاره وکړه او وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د کړکېچ کچه نوره هم لوړیږي. هغه زیاته کړه چې چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.
په ملګرو ملتونو کې د ایرلینډ هېواد استازي د ښځو د وضعیت د ۷۰مې کمیټې غونډې ته ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت لاسرسی یقیني کړي.
هغه وویل، ځواکمنې افغانې مېرمنې د طالبانو تر ظالمانه رژیم لاندې ژوند کوي، چې پر دوی د تعلیم، کار او عامه ژوند په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، د ښځو د حقوقو مدافعې او د ټولنیزې مبارزې هڅې هم د طالبانو له خوا له ستونزو سره مخ دي.
د ایرلینډ استازي ټینګار وکړ چې افغانې مېرمنو، سره له دې محدودیتونو، د عدالت ترلاسه کولو هڅې روانې ساتلي دي او ځینې نورې ډلې هم په دې لاره کې مبارزه کوي.
ایرلینډ په څرګند ډول وویل چې دوی د افغان ښځو سره په دوامداره توګه اوږه په اوږه ولاړ دي او اوس د حساب ورکونې وخت رارسېدلی دی.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په هېواد دننه د سولې د تامین وړتیا نه لري او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د نورو هېوادونو د «یرغل» لپاره زمینه برابره کړې ده. ښاغلي دانش وویل که افغانستان د ټولو لپاره نه وي، نو د هېچا لپاره به نه وي.
د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا د جمعې په ورځ، د کب ۲۲مه، د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۳۱م تلین په مناسبت یوه مجازي غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې سیاسي څېرې او د پخواني حکومت چارواکي، له هغې ډلې محمد محقق، احمد مسعود، سرور دانش او نورې شخصیتونه ګډون درلود.
سرور دانش د طالبانو او پاکستان تر منځ د روانو شخړو په اړه وویل چې طالبان د افغانستان په دننه کې د سولې او ثبات د تامین وړتیا نه لري او د دې ډلې کړنې د ګاونډیو هېوادونو سره د کړکېچ سبب شوي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دانش له طالبانو وغوښتل چې سمدستي د ترهګرو ډلو ملاتړ بند کړي او د سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې رامنځته کړي. هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره هر ډول تعامل او د دې ډلې په رسمیت پېژندل قانوني مشروعیت نه لري.
د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې روان وضعیت د طالبانو د «غیرعاقلانه» کړنو او له ترهګریزو سازمانونو د دغه ډلې د ملاتړ پایله ده.
مسعود د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري د وژل کېدو د ۳۱مې کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د القاعده، تحریک طالبان پاکستان، جیشالعدل، انصارالله او نورو ډلو لپاره پناه ځای برابر کړی او افغانستان یې د امنیتي او جیوپولیتیکي لوبو ډګر ګرځولی دی.
هغه زیاته کړه د پاکستان د حملو په وړاندې د خلکو د راټولولو هڅې، پرته له داخلي او نړیوال مشروعیت څخه، د هېواد د دفاع سبب نه شي کېدای. احمد مسعود ټینګار وکړ چې هر ډول ازادي باید د افغانانو په لاس ترلاسه شي او هر ډول معامله له خلکو سره له مشورې پرته ناسمه ده.
مسعود له سیاسي مشرانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره په همغږۍ او یو لاس ګټه واخلي. هغه همدارنګه د منځني ختیځ د جګړو د اقتصادي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې د لومړنیو توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي او خلک په ناهیلۍ کې ژوند کوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، چې پاکستان خپلو بمباریو، زموږ د وطنوالو قتلولو او د بېلابېلو تاسیساتو ویجاړولو ته ادامه ورکوي. خُرم زیاتوي، چې په داسې شرایطو کې باید لویه جرګه راوغوښتل شي او له ملت سره موضوعات شریک او مشورې وشي.
ښاغلي خُرم په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د امریکا ښکاره او احتمالاً پټو تشویقونو، د ملگرو ملتونو انفعالی وضعیت او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرات ورکړی چې حتی په کابل باندې بمباري وکړي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت په یوازې دومره ستر مسایل نشي حل کولی او نه دومره ستر مسوولیت په غاړه اخیستی شي.
خُرم طالبانو ته د مشورې په ډول ویلي، چې نن یې ورځ ده، مونږ لویه جرگه لرو چې اصولاً په همداسې شرایطو کې رابلل کیږي او د سپارښتنو په رڼا کې یې لوي تصامیم نیول کیږي.
له تېرو پنځه لس ورځې راهسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او د پاکستان له لوري پر افغانستان هوايي بریدونه ادامه لري.