د طالبانو او پاکستان په نښتو کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ټرانزیټ مرکز زیانمن شوی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې روانو بریدونو په تورخم کې د دغه سازمان د ټرانزیټ مرکز ته سخت زیان اړولی دی. دغه سازمان د بشري کارکوونکو او تاسیساتو د ساتنې او خوندیتوب غوښتنه کړې ده.
